افغانستاننړۍ

نن د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځ ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې اسلامي امت نن د کامل انسان رسول الله صلی الله علیه وسلم د زوکړې د مبارکې ورځ په مناسبت ديني ناستې کوي او د هغه صلی الله علیه وسلم سيرت بيانوي.

د ۵۷۱ ميلادي کال په اپريل میاشت کې چې د ربيع الاول له ۱۲مې سره برابره وه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اوسني سعودي عربستان په مکه معظمه ښار کې نړۍ ته تشریف راووړ.

که څه هم په دې وروستیو کې د نبوي ميلاد د نمانځنې په مراسمو کې د ديني علماوو د نظر اختلاف ليدل کېږي، خو په دې برخه کې يې ټول په يوه خوله دي چې دا ورځ بايد د تاريخي ورځې په توګه یاده شي او په دې ورځ د اسلام په خپراوي کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هڅې او ستومانۍ يادې شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله په کور کې نړۍ ته تشريف راوړ، چې په څلوېښت کلنۍ کې پیغمبر او ۱۳ کاله وروسته له خپلې سیمې هجرت ته اړ شو.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مدينه منوره کې ۱۰ کاله تېر کړل او د ۶۳ کلونو په عمر وفات شو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټول ژوند کې جهاد او دعوت موازي روان کړي و، خو مشهورې غزاوې يې بدر، احد، خندق، خیبر او د مکې فتح دي.

صلی الله علیه واله وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x