دیني، سیرت او تاریخ

سياست او حکومت د اسلام له نظره (۶) –

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د شرعي او عقلي سياست تر مينځ توپير

(١) شرعي سياست له  خدائي منشاء نه سرچينه اخلي چې واضع يې حکيم او عليم ذات پروردګار عالم دى، او عقلي سياست د بشر د ناقص لاس او عقل زيږنده ده.

(٢) شرعي سياست ابدي او دائمي وي، کوم چې د ټولو او د هر عصر او ټولنې جوړونکى دى، اما عقلي سياست په ناقص ډول يواځې د مخصوصې ټولنې او طائفې لپاره په خاص وخت کې کار کړونکى واقع کيږي.

(٣) شرعي سياست د دارينو د سعادت او نيک بختي ضامن دى، اما عقلي سياست د آخرت له امورو څخه کوم چې د بشر اصلي مقصود دى بې برخې دى.

(٤) په شرعي سياست کې د قوي (زورور) او کمزوري مصالح يو شان (مساوي) مراعات شوي وي، او په ټولو باندې متساوي تطبيقيږ‌ي، اما عقلي سياست اکثراً د اشرافو او ځواکمنو په خدمت کې واقع کيږ‌ي.

(٥) په شرعي سياست کې د هغه د احکامو په خدائي کيدو کامل يقين او د هغو په ښه تاثير باندې کامل ايمان رامنځته کوي، اما عقلي سياست د دې ټولو فاقد دى.

(٦) په شرعي سياست کې مشر او حکمران مجبور دى چې پرته له کوم تغير او تبديل له هغه نه اطاعت  او پيروي وکړي، اما عقلي سياست د بشر د فکر زيږنده ده، مشران او اشراف کولاى شي چې هغه د خپلې ګټې په خاطر تغير او تبديل کړي.

(٧) شرعي سياست ته تسلميدل تر باطنې ايمان او د هغې دنيا (آخرت)  له اجر او عوض څخه سرچينه اخلي، اماپه عقلي سياست کې سياست ته تسلميدل د منافعو او ګټو تر لاسته راوړو پورې تړلی دی.

(٨) شرعي سياست له عدل او انصاف څخه مالا مال دى، د هر چا د حق پوره خيال پکې ساتل شوى، اما عقلي سياست کې کوم چې په عيبونو او نواقصو بناء دی، د محيطې او نفساني محدوديتونو له امله د عدل او اعتدال پوره شتون پکې ناشونى دى.

(٩) په شرعي سياست کې يو شمير داسې منصبونه شتون لري کوم چې د بشر د اخروي سعادت د پرمختګ لپاره دي چې  په عقلي سياست کې بالکل وجود نلري.

(١٠) د شرعي سياست تحميل په بشر باندې د الله جل جلاله له لوري دى، اما د عقلي سياست تر منيځ ډير توپيرونه او امتيازات وجود لري چې بيلګې يې ذکر شوې، نو دا خبره څرګنده او جوته شوه چې له شرعي سياست پرته نور سياستونه کوم چې د بشر د سياستونو زيږنده ده ناقص او د اعتماد وړ نه دي، او نه به وي، لهذا يواځنی حقيقي او واقعي سياست د شريعت عادلانه سياست دى کوم چې د جامعې د دنيوي او اخروي سعادت او کاميابي موجب ګرځي، او نور ټول سياستونه په هغو ظالمانه سياستونو کې کوم چې د صوري او معنوي حقونو د تلف سبب ګرځي او ټولنه د تباهي لور ته بيايي  شامل دي، هغه خلک چې دا فکر کوي چې په اسلامي شريعت کې د سياست د خپلولو په اړوند څه شى موجود نه دي د دوى دا شان توهم او ګمان دا د اسلام په اړه د دوى د لاعلمي او ناخبري له امله رامنځته شوى، او يواځې د پرديو او د اسلام د دښمنانو د تبليغاتو تر تاثير لاندې راغلي چې سياست او اسلام يو له بل نه جدا بولي، په حقيقت کې اسلام يو کامل دين دى، د بشري ژوند د هرې شعبې دپاره پوره اصول او لارښوونې لري، نو اسلامي او شرعي سياست يو داسې سياست دى چې د نړۍ په سياستونو کې بې سارى او بې مثاله دى، د مسلمه امت لپاره د ژوند په ټولو اړخونو کې له اسلام څخه پيروي کول حتمي او ضروري دي، کوم چې د صلحې، آرامي او واقعي نيک بختي موجب  ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x