ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (10)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)-

له مور او پلار سره غوره چلند وکړئ الله تعالی فرمايي : (وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً).

ژباړه : او عبادت کوئ تاسې د الله او مه شريکوئ تاسې له ده سره هيڅ شی او (نيکي کوئ) له مور پلار سره په نيکي کولو.

اسلام هر مسلمان ته ښودلي چې هغه له مور پلار سره څه ډول ژوند تير کړي؟
اسلام هيڅ فرد او ټولنه بيخي ازاده نه ده پرې ايښې، لکه په غربي ټولنه کې چې يو هلک تازه بلوغ ته له رسيدا وروسته ازاد شي، د مور پلار حق په هغه باندې ختم کړی شي او که چيرته د هغه په لار کې والدين خنډ کيږي نو پوليسو ته خبر ورکوي چې مور پلار يې بنديان کړي، او ورته ووايي دا خلک ما ازادي ته نه پريږدي او په ما باندې د اخلاقو په نامه بې ځايه بنديزونه لګوي او ما پريشانه کوي، دا غربي تصور دی، اسلام چې يوه مسلمان ته د مور پلار په هکله د کومو تعلقاتو ساتلو تلقين کړی دا يو زړه راښکونکی انځور دی.

د حقيقي مسلمان يو ښکاره صفت دا ده چې هغه له مور پلار سره ښه چلند کوي او له هغوی سره ډيره ښه رويه کوي، له مور پلار سره ښه چلند کول له هغو ښايسته او لويو کارونو څخه دي د کومو لور ته چې اسلام ترغيب ورکړی او په نصوصو کې پرې ډير تاکيد شوی، په قران او احاديثو کې دا نصوص ډير په کثرت سره ذکر شوي او په ټولو کې له مور پلار سره په نيک چلند کولو حکم شوی، له همدې امله له مور پلار سره ښه چلند د يوه با شعوره مسلمان يو ممتاز خوی او عادت دی.

اسلام د والدينو مقام دومره پورته کړی چې له دغه دين پرته په نورو اديانو او مذاهبو کې انسانيت بيخي ليدلی نه دی، اسلام له مور پلار سره نيک چلند په الله تعالی باندې له ايمان او د هغه ذات د بندګي له درجې نه وروسته متصل راوړی، په قران کريم کې په کثرت سره پيوسته او مسلسل ذکر شوي په کومو کې چې د الله تعالی له خوشنودي وروسته د والدينو خوشنودي راوړل شوې او له هغوی سره نيک چلند په الله تعالی باندې د ايمان لرلو له فضيلت وروسته تر ټولو لوی انساني فضيلت بلل شوی، الله تعالی فرمايي : (وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانا).

ژباړه : او عبادت کوئ تاسې د الله او مه شريکوئ تاسې له ده سره هيڅ شی او (نيکي کوئ) له مور پلار سره په نيکي کولو.

د حضرت معاذ رضي الله عنه بيان ده چې ما ته رسول الله صلى الله عليه وسلم د لسو خبرو نصيحت کړی وو، يوه خبره دا وه چې د مور او پلار نا فرماني مکوه، ولو که هغوی د ښځې او مال د پريښودلو حکم وکړي.

له همدې امله با شعوره او رښتونی مسلمان په دنيا کې له هر انسان څخه زيات له خپلو والدينو سره نيک چلند کوي.

له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې :

(وعن ابی هريرة رضي اللَّه عنه قال: جَاءَ رَجُلٌ إلى رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فقال: يا رسول اللَّه مَنْ أَحَقُّ النَّاسِ بحُسنِ صَحَابَتي؟ قال: أُمُّك، قال: ثُمَّ من؟ قال: أُمُّكَ، قال: ثُمَّ مَن؟ قال:  أُمُّكَ، قال: ثُمَّ مَن؟ قال: أَبُوكَ). وفي رواية : يا رسول اللَّه مَنْ أَحَقُّ الناس بِحُسْن الصُّحْبة؟ قال: أُمُّكَ ثُمَّ أُمُّك، ثُمَّ أُمُّك، ثمَّ أَباك، ثُمَّ أَدْنَاكَ أَدْنَاكَ).

ژباړه : له حضرت ابو هريرة رضي اللَّه عنه څخه روايت دی چې يو سړی د رسول الله صلى الله عليه وسلم په حضور کې حاضر شو او وې ويل : يا رسول الله صلي الله عليه وسلم ! په خلکو کې تر ټولو ډير زما لپاره د نيک چلند حقدار څوک دی؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل : ستا مور، بيا يې پوښتنه وکړه : بيا څوک؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل : ستا مور، بيا يې پوښتنه وکړه : بيا څوک؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : ستا مور، هغه عرض وکړ : بيا څوک؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل : ستا پلار (بخاري او مسلم) په يوه روايت کې دا الفاظ راغلي (مَنْ أَحَقُّ الناس بِحُسْن الصُّحْبة؟ قال: أُمُّكَ ثُمَّ أُمُّك، ثُمَّ أُمُّك، ثمَّ أَباك، ثُمَّ أَدْنَاكَ يا رسول الله !) تر ټولو ډير د ښه چلند حقدار څوک دی؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل : ستا مور، بيا ستا مور، بيا ستا مور، بيا ستا پلار، بيا ستا نږدې خپل خپلوان.

وَالصَّحَابَةُ : بمعنى : الصحبةِ . وقوله : ثُمَّ أباك : هكذا هُوَ منصوب بفعلٍ محذوفٍ ، أي : ثُمَّ بُرَّ أبَاكَ . وفي رواية : ثُمَّ أبوك ، وهذا واضح .

د الصُّحْبة لفظ د صحبت هم معنا ده، د اباک لفظ په نصب سره راځي، دا د فعل محذوفه مفعول دی، يعنې بر اباک او په دويم روايت کې ثم ابوک راغلی او دا ډير واضح دی.

لغات : رَجُلٌ :  د هغه نام معاويه بن حيده دی،  أَدْنَاكَ أَدْنَاكَ: نږدې بيا نږدې.

مسئله : که چيرته د يو چا مور د ده د پلار خدمت کوي او زوی خپله مور د پلار له خدمت څخه منع کوي نو د داسې زوی په ګنهګار کيدو کې څه شک دی.

مسئله : اولاد ته د خپل پلار آدب کول پکار دي، د هغه رضا کول ورته پکار دي، خدای مکړه که د يو چا پلار بد عمله وي نو کرار کرار له خدای څخه د هغه ويرول هم پکار دي، لنډه دا نه دې له پلار سره تعلق ختموي، نه دې بې آدبي ور سره کوي، نه دې په بد حالت باندې پريږدي، بلکې د خير دعاګانې دې ورته وکړي.

مسئله : که چيرته د يو چا پلار کنځل کوي او زوی له هغه سره خبرې نکوي نو دواړه په ګناه کې اخته دي، پلار د کنځلو له امله او زوی د خبرو نکولو له امله، پلار دې له همدغه خوی او عادت سره پريښودل شي، زوی ته د خپلې رويې بدلول نه دي پکار، له مور او پلار سره محبت کول ډيره ښه خبره ده، او د محبت نښه دا ده چې مور او پلار ته په کومه خبره تکليف رسيږي هغه دې پريښودل شي.

مسئله : د پلار حق ډير زيات دی، د پلار په خدمت او رضا د الله تعالی رضا او جنت ترلاسه کيږي، د پلار په خفه کيدو الله تعالی خفه کيږي، د پلار خفه کول او هغه ته تکليف رسول ډيره لويه بدبختي ده، د دې سزاء په دنيا او آخرت دواړو کې ورکول کيږي، زامنو ته له داسې حرکتونو چې پلار پرې خفه کيږي ځان ساتل پکار دي، توبه ويستل پکار دي، که نه نو انجام به يې ډير سخت او د برداشت وړ به نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x