افغانستان

طالبان وايي د کندهار چارواکي باید د سیاسي بندیانو سره ناوړه چلند بس کړي

نن ټکی آسیا: د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له خوا په یوه را لیږل شوي خبرپاڼه کی قاري یوسف احمدي ویلي چي اوس هم د کندهار په زندان کي د سیاسي بندیانو سره ناوړه چلند کیږي، او هغوی د ډول ډول شکنجو لکه وهل ډبول، بی خوبه کول، برقي شارټونه او نور قسم قسم عذابونه ورکول کیږي.

نومړي د بشري ټولنو پر ادارو غږ کړی چي د کابل د ادارې چارواکو باندی باید فشار راوړی تر څو د خپلو دغو ناوړو اعمالو ته د پای ټکی کښيږدي.

نور تفصیل د خبرپاڼي په بشپړ متن کي:


دکندهار په زندان کې له بندیانو سره ناوړه چلند اوس هم ادامه لري

هسې خوهم  دکندهار ولایت په عمو مي محبس کي ددولتي چارواکو له لوري يو شميرسياسي بندیان په ډول ډول شکنجو کړول کیږي لکه په کیبلونو وهل ،بدخوابه کول برقي شارتونه ورکول او له دې نه علاوه  ،بدرد ورته ویل ،پر خپل  وخت یې ناروغانو ته دوا نه ورکول ،له پای وازانو څخه یې بډې اخستل ،  چي دا کار اوس دمحبس دچارواکو ورځنی معمول جوړ شوی خوله پنځو ورځو را پدې خوا دزندان وضیعیت نور هم ستونځمن شوی او ځیني بندیان یې له یوه نامعلوم سرنویشت سره مخ کړي چي دوه شپې وړاندې د(۱۸۰)تنو په شاوخواکي بندیان  بې له تحقیقاتو او قانو ني مراحلو طی کولو، دزور او جبر له مخې له محبس نه ایستل شوي له دې جملې نه ۵۰ تنه یې قوماندانۍ ته بیول شوي او پاتې نور یې نادرکه دي ، ترټولومهم داچې ۶تنه هغه بندیان چي څوورځې ړاندې يې له کابل نه راغلي هیئت ته  دشکنجو په اړه معلومات ورکړي وو  هم پرون له محبس نه ایستل شوي او برخليک يي نه ده معلوم ، باید یادونه وکړو چي ددلوې دمیاشتې په لمړۍ نیټه دملګروملتونو له خوا را پور خپور شو چي پکي ویل شوي وو چي دکابل ادارې اوس هم دداسي ناوړه کړنو مخه نده نیولې او په محبسونو کي لا هم شکنجې او زورونې دوام لري .

موږ یوځل بیا په بشري خواخوږو اوټولو بې طرفه ادارو ږغ کوو چي دانساني همدردۍ پر اساس دي دکابل ادارې له چاواکو وغواړي چي  له بندیانو سره ناسم چلند ته  دپای ټکی کیږدي او نور یې له شکنجه کولو ، وژلو او نادرکه کولو نه لاس واخلي .

قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند

۱۴۳۴/۴/۷هــ ق

۱۳۹۱/۱۱/۲۹ هــ ش ــ ۲۰۱۳/۲/۱۷م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x