fbpx

د نوراني شپې ماښام ـــ خاطره

قاري حبیب-

د ربیع الاول د دولسمې ماښام  دی، سپین روبي د مسجد مخې ته پنډ دي، په ګوتو تسپې اړوي خو د سترګو له کونجونو  د کوڅې خوا څاري ځکه دا د ښې شپې د خیرات د رارسیدو وخت دی، ماشومانو په کوڅه کې غالمغال جوړ کړی، هلته یو د پاخه عمر ریړۍ والا ولاړ دی چې ارزان بیه مالټې یي راوړي ، یو ځل چیغه کړي: کیلو په لس کیلو په لس او بیا یخ سوزه لاسونه په اسویلیو تاوده کړي.

یو کوچنک ماشوم د ښې شپې د خیرات په ویشلو لګیا دی، د کوڅې ماشومانو ته یې د وریجو پلېټ کیښود او شیبه وروسته له بل پلېټ سره راغی د یوه غریب ګاونډي کور ته یي وردننه کړ، ریړۍ والا په ماشومانو کې سترګې ښخې کړې، ماشومان په خیرنو لاسونو له وریځو نوالې وهي، ریړۍ والا یي د ژامو کړپا ته غوږ دی او د وریځو غوږ بوی یي خیشوم تخنوي.

کوچنک ماشوم دغریب ګاونډي له کوره راووت، خو چې کله د ریړۍ والا له څنګه تیریږي، غریب ریړۍ والا په لنډو وریاده کړه، چې ټولو ته  خیرات ورکوې خو لږ خیرات ماته هم راوړه!

د ماشوم مور چې د دروازې له بغل سره خپل بچي ته انتظار ده د ریړۍ والا خبره یي واورېده، دا ځل یي پلېټ له وریجو سم ډک کړ، یو کاچوغه یي هم په کې وټومبله، او کوچنک زوی ته یي وویل چې ریړۍ والا ته  وروړه، ماشوم د تاوجنو وریجو پلیټ د ریړۍ والا مخ ته ونیو، ریړۍ والا پلیټ واخیست په ریړۍ یي ورته کیښود، کاغوچې ته یي لاس کړ، خو یاغي نظر یي د کوڅې په ماشومانو ولګېد، خپل ماشومان وریاد شول، د پلارولۍ مینه یي په څپو شوه، کاچوغه یي بیرته په وريځو کې وټومبله، جیب ته یي لاس کړ، یوه ګونځې پلاستیکي خلته یي را وایسته، د خلتې خوله یي خلاصه کړه او د وریځو پلیټ یي په کې تش کړ،خالي شوی پلېټ یي ماشوم ته ونیو، ماشوم په ټوپو شو، خو ریړۍ والا پسې غږ کړ، ودرې!

د مالټو ډیرۍ ته یي لاس کړ، یوه کوچنۍ مالټه یي راواخیسته او ماشوم ته یي  ورکړه، ماشوم له مالټې سره د کور پر خوا په خیزکو لاړ .

. . . دماښام له لمانځه وروسته چې ماشوم په خوند خوند مالټه سپینوله، د ریړۍ والا په کور کې سپور خوره ماشومانو له غوړو وریځو په خوند خوند نوالې وهلې.
رښتیا. . . ؟ هغه پیغمبر به خپله څومره مینه ناک،رحمدل او مهربانه  و، چې د پیدایښت د شپې ماښام یي له دومره عاطفې او صمیمیت ډک و!؟

صلی الله علیه وسلم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د