ټولنیزه برخه

په پښتنو کې ناوړه دودونه!

لیکوال: میوند خپلواک
لیکوال: میوند خپلواک

میوند (خپواک)

د پښتنو په اړه چې کومې کیسې لیکل شوي؛ تر ډیره پکې د دښمنۍ پاللو یادونه شوي وي؛ اګر چې په پښتنو کې د خپل منځیو دښمنیو خبره نوې نه ده.

خوشال خان خټک وایي.

پښتانه واړه بدخوی دی
کور پر کور کاندي غورزی
یو چې سر کاندي را پورته
بل یې ووهي مغزی

خو بیا هم د پښتنو په سیمو کې د تاریخ په اوږدو کې د نظامونو نشتوالي ، قبیلیوي ژوند او په افغانستان کې خونړیو سیاسي بدلونونو د پښتونو په سیمو کې خپل منځي دښمنیو او د یو بل وژلو دود نور هم پراخه کړی دی.

اوس په پښتنو کې د یو کس وژل؛ ډیره ساده خبره ده؛ څوک پرې دومره سر نه خوږوي؛ پلاني؛ پلانی وواژه؛ بس نور پسې نه مولوي صیب ګرځي؛ نه قومي مشر دوی ورسره ډیر عادي شوي دې؛ اوس چې څوک قاتل وي؛ هغه ته میړنی ویل کیږي؛ غیرتي ویل کیږي؛ ډیر داسې کوچنۍ مسایل دي؛ چې پرې پښتانه په دښمنۍ اوړي او یو بل وژني.

بله لویه بدمرغي یې داده چې بیا ښځې په بدو کې ورکوي؛ چې وروسته همدغه بد ورکول په خپله یوه لویه ستونزه شي؛ چې په هغې مظلومې ښځې بیا دیر ظلم او زیاتي وي؛ په ځینو وختونو کې داسې هم راغلی چې د همدې ښځې پر سر یې څو تنه نور هم وژلي چې ولې پرې ظلمونه کیږي.

ما داسې هم اوریدلي چې په یوه زرک باندې پنځه تنه وژل شوي او بیا مړو ته یې اور اچول شوی دي.

که څه هم یو مهال د دښمنیو په پاللو کې ځینې اصول او معیارونه پالل کیدل لکه د ښځو او ماشومانو نه وژل او همدارنګه له ناموسي سپکاوي ځان ساتل، خو په دې وروستیو کې چې د پښتنو په سیمو کې د وحشت او انسان وژونو بیلابیلو پیښو لکه د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې چې د څو تنو میلمنو لخوا د یوسف کورنۍ د کوچنیو ماشومانو او ښځو په ګډون؛ د مجریم په وینا له دې امله ووژل شول چې د یوسف مور د دوۍ د کورنۍ غړي وژلي او پلار ورته لیوني کړي ؤ؛ او همدارنګه د مجرم په وینا چې د یوسف مور به د کور نه ډیره بهر وتله او په یوسف کې غیرت نه وه؛ چې د خپلې مور مخه ونیسي؛ نو دې کس چې ځان ته یې پښتون او غیرتي ویل د خپل ناوړه دود له مخې د یوسف د مور او ښځې په ګډون څلور کوچنیان هم په خواږه خوب شهیدان کړل.

د ننګرهار پیښه هم د ناوړه دودونو له امله رامنځته شوه؛ د ماشومانو قاتل چې د یوې پښتنې سیمې اوسیدونکې دی وایي؛ چې د یوسف مور مونږ وشرمولو د کور نه بهر وتله؛ هغه زما نیکه له دې لپاره کړې وه چې زمونږ په کورنۍ کې میړونه (نارینه) ډیر شي؛ ترڅو مونږ په جنګ کې د خپلو تربورانو نه کم ونه اوسو.

اګر چې د قاتل نیکه څو نورې ښځې هم درلودې خو دا ښځه یې په دې کړې وه چې په کورنۍ کې یې نارینه ډیر اوسي؛ ترڅو په کورینو جنګونو یا دښمنیو کې له چا کمزوري ونه اوسي.

د لرو پرتو سیمو پښتانه په دې فکر کې نه وې چې ښه او خوشاله ژوند ولري؛ د هغوي سره اکثرا داسې مفکوره وي؛ چې باید ډیر زامن ولري؛ قوي زامن ولري؛ کله چې هغوۍ ته په کورونو کې کیسې کوي نو د میړانې او تورې کیسې وي؛ داسې ورته وایې ستا داسې یو غیرتي نیکه وه چې دا ټول کلی به ترې ویریده؛ پنځه نفره به یې په یوازې ځان ډبول؛ دا هغه مسایل دي چې د د وی له اولادونو سره هم داسې یوه مفکوره پیدا شي؛ کله د کور نه بهر یوه کوچنۍ کیسه هم راشي دوی برې دومره جدي عکس العمل وښایي؛ چې په پایله کې د یو بل پر وژنه تمامه شي.

تر هغې چې په پښتنو کې د پوهې او شعور کچه لوړه نشي او د دې ناوړه دودونو په وړاندې جدي مبارزه ونه شي؛ او د هغو لارو چارو او هغو وسایلو مخه ونه نیول شي؛ چې په پښتنو کې یې د دښمنیو دې ناوړه دود ته د وحشت رنګ ورکړي؛ تر هغې چې د پښتنو په سیمو کې د تعلیم کچه همداسې ټیټه وي؛ پښتانه په تیارو کې ساتل کېږي؛ د پښتنو په لاس کې د قلم پر ځای ټوپک وي؛ تر دې به نورې هم د ناوړو پیښو شاهدان وو.

اوس هم وخت تیر نه دي؛ راځې چې په خپلو سیمو کې په فکري سمون کار وکړو؛ او د کوچینو او نویو ځوانانو پر پوهې او فکري سمون کار وکړو؛ ترڅو راتلونکی نسل مو له دې بدبختیو او له دې وحشتونو په امان وي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مسلم ملاسراي ګل

ډيره ښه خبره ده بل داچي غيرتمند هغه څوک دي چي دغصي اودقهر په س

اعت ځان ټينګ کړي چي نه بايده دځان اودايمان زيان پکښي پيښ نسي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x