
د مسلمیار ورور د ښوونځي ښوونکي وډبول
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ورور شمس نن د تجروبوي ښوونځي استادان اواداره وډبول.
ویل کېږي استادانو د مسلمیار له وراره حمید څخه ښونځي ته د وسلو د نه راړو د غوښتنې پر سر د هغه د پلار او ټوپکوالو له لورې يې وهل ټکول وخوړل.
په هغه ویډیو کې چې همدا اوس په فېسبوک کې نشر شوه د فضل ربي په نوم یو ښوونکی وایې : موږ بیا – بیا د دغه شاګرد کورنۍ ته شکایت رسولی و، چې خپل هلک دې ښوونځي ته له وسلې سره نه را استوي، خو هغوی مو پر غوښتنه غوږ نه دی ګرولی . کله چې مي نن په ټولګي کې د مسلمیار له وراره څخه د وسلې اخستلو غوښتنه وکړه،هغه په لس – پنځلسو دقېقو کې پلار له باډيګارډانو سره را وغوښت .
نوموړی زیاتوي : دوی غوښتل ما په زوره ورسره بوځي،خو د ښوونځي شاګردانو یې مخه ډب کړه او زه یې ترې را وګرځولم.
له دې پېښې سمدستې وروسته زده کوونکیو او استادانو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د مسلمیار له لورې دا برید د هېواد پر معارف برید وباله او د دوی دغه شرمنده اقدام یې په سخټو ټکیو وغانده.
که څه هم دا به ښایې په ننګرهار کې لومړی ځل وي چې د کابل ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي کورنۍ ټولنیز او اجتماعي اخلاق تر پښو لاندې کوي، خو د ځينو استادانو او محصلینو په خبره د هېواد په ګڼو پوهنتونو او تعلیمي ادارو کې تقریباً هره ورځ د اجیر رژيم ضعیف الاخلاق افراد له قدرت څخه په سوء استفاده د تعلیمي او اجتماعي ادارو مقرره قوانینو او ډسپلین ته زیان اړوي.