د اللّه جل جلاله په لور بلنه

لیکنه : قاري حکیم اللّه صابري-

د الله تعالي په لور د بلنې حکم او غوښتنې یې :

يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ ① قُمْ فَأَنذِرْ ② وَرَبَّكَ فَكَبّرْ ③ وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ ④ وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ⑤ وَلاَ تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ ⑥ وَلِرَبِکَ فَاصْبِرْ ⑦

ژباړه: ای جامه اغوستونکیه ،ولاړ سه او خلک وډاروه، د خپل الله لویې وستایه ،لباس دې پاک کړه د ګندګۍ ( یعنی د ګناه اوبتانو) څخه ژغورنه وکړه او داسې احسان مه کوه چې بدل یې ډیر غواړې او د خپل رب دخوښۍ لپاره (دستونزو په مقابل کې) صبر کوه.

د سورة المدّثِر د پورتنیو مبارکو ایتونو په نزول سره نبی کریم صلی الله عليه وسلم د هغو لویو غوښتنو سره مخ شو چې د ټولنې په ټولو پیښو اغیزمن رول لری:

۱ ــ د ډارونې دندې په غاړه اخیستلو اخرنی پړاو دادی چې له الله تعالي څخه ټول غاړه غړونکی دخپلو کړنو له ناخوښو نتیجو څخه هومره وډار شی چې په زړه او ضمیر کې یې د ډار اوبدلون انقلاب را منځ ته شی.

۲ ــ د لوی الله جل جلاله د لویې ستایلو اخرنۍ معنی دا ده چې په ځمکه کې نورې ټولې لویی ختمې او ټول لویان بې له الله تعالي څخه پړمخې نسکور او یواځې د یو لوی رب جل جلاله لویې ثابته او حاکمه شی.

۳ ــ د لباس پاکولو او دګندګیو د پریښودلو اخرنی درشل دا دی چې ظاهری او باطنی سپیڅلتیا خپله او د ټولو شکمنو څیزونو او نا پاکیو څخه انسانی نفس په هومره اندازه پاک شی چې د الله تعالي د رحمت او لارښونې په رڼا کې یو بشری نفس کیدای شی.

۴ ــ نیکی کول بې له احسانه، لوړه څوکه دا ده چې باید خپلې هلې ځلې او نه ستړی کیدونکی قدمونه لوی او ستر ونه ګڼل شی، بلکې باید د هرې منډې پسې بله منډه واخیستل شی، ټولې قربانۍ وړاندې خو په هیڅ ځای کې یادې نه شی ترڅو د الله تعالي په مینه کې هومره ډوب شی چې خپلې کړنې او قربانۍ یې هیڅ وخت په سترګو کې وړاندې وړاندې نه شی.

۵ ــ په اخرنی ایت شریف کشې دې خبرې ته ګوته نیول شوې ده چې د دښمنانو له ټوکو ،ملنډو، سپکو سپورو څخه نیولې تر دی چه ستا او ستا د ملګرو د وژلو او له منځه تللو له هڅو سره به هم مخ شی نو په دې وخت کې باید په خورا میړانه او اوسپنیز هوډ سره مقابله وکړی مقابله ددې لپاره نه چې ځینې نفسی هیلې یې پوره شی بلکې یوازې د دې لپاره چې د الله رضاء او خوښه یې تر لاسه کړی وی.

الله اکبر! په ښکاره بڼه دا څومره بسیطې خبرې او څومره ښکلی اوخواږه توری دی چې یو له بل سره یې زړه وړونکی تړون پیدا کړی دی خو د عمل په ډګر کې څومره درانه لوی او له ستونزو ډک کارونه دی چې د کړنې په صورت کې به ګرده نړۍ په لړزان او یو له بل سره به لاس او ګریوان شی.

انسان به د دعوت په لاره کې له مشکلاتو، تکالیفو سره مخ کیږی او صبر به کوی او ددې بدله به په اخرت کې وینی دا نیمګړې دنیا د انسان د ټولو کړنو د بدل ورکولو ځای نه دی او نه د چا په وس پوره ده چې د دې بدل ورکړی نو په دې اټکل (انذار) ډارول د دې غوښتنه کوی چې باید له نیمګړې دنیا څخه جلا د حساب کتاب یوه بله ورځ وی چې د هرچا دکړنو پوره بدل پکې ورکړل شی او دا همغه ورځ ده چې د قیامت د حساب کتاب ورځ او د انسانانو د کړنو د تللو ورځ ورته وایې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د