دیني، سیرت او تاریخ

د رسول صلی الله علیه وسلم غزاګانې

سراج ریان

غزوه هغه ته ویل کیږي چې په هغه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله ګډون کړی وي او د مسلمانانو دلښکر قیادت یې پخپله کړی وي :

د علماؤ ترمنځ درسول الله صلی الله علیه وسلم د غزاګانو دشمیر په باره کې اختلاف ده

د حضرت جابر بن عبدالله(رض) روایت ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوویشت غزاګانې کړیدي

زید ابن ارقم ویلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نوولس غزاګانې کړیدي

دحضور (صلی الله علیه وسلم) مشهوری غزاګانې

اوله: دابواء غزوه: داد هجرت په اول کال د صفر په میاشت کې پیښه شوې ده خو په دې غزوه کې جنګ نده واقع شوې

دوهمه:دبواط غزوه: د اد هجرت په دویم کال د ربیع الاول په میاشت کې پښیه شوې ده

دریمه:غزوةالعشیر: د اد هجرت په دویم کال د جمادی الاولی په میاشت کې پښه شوې ده

څلورمه: دبدرالاولی غزوه: دادالعشیره غزا نه څو شپې روسته د هجرت په دویم کال د جمادی الاولی په میاشت کې پښه شوې ده رسول الله(ص) په دغه غزوه کې کرز بن جابر فهري پسې تللې وو ځکه چې هغه د مدنې منورې په څارویو باندې ډاکه آچولې وه

پنځمه:دبدر الکبری غزوه: دا هغه غزوه ده چې په دې کې الله ج اسلام ته عزت او غلبه ورکړه دکفارو سرداران یې هلاک کړل داد هجرت په دویم کال د روژې مبارکې میاشتې او وه لسمه نیټه پښه شوې ده په دې غزوه کې د اصحابو(رض) شمیر درې سوه دیارلس تنه وو.

شپږمه: د بنی سلیم غزوه:

ابن اسحاق رحمه الله وایي کله چې رسول الله(ص) له بدر نه مدینې ته واپس تشریف راوړ نو دلته یې اووه شپې تیرې کړې او له خپلو اصحابو سره له بنو سلیم سره د غزا لپاره لاړ کله چې دهغوی اوبوته ورسید نو هلته یې درې شپې تیری کړی خو له بنی سلیم سره جنګ ونه شو

اوومه:دبنی قینقاع غزوه:

د د شوال د میاشتې نیمایي د هفتې ورځ او د هجرت شلمه میاشت شروع شوې وه چې دغه غزوه پيښه شوه

اتمه:دالسویق غزوه:

نبی کریم (ص) د ذالحجې په پنځمه نیټه او دهجرت په دویم کال له مدینې منورې نه د ابوسفیان او د هغه د ملګرو د مقابلې لپاره ووت کله چې ابو سفیان ته معلوم شو چې رسول الله(ص) د هغوی د مقابلې لپاره راغلی دی نو هغوی وتښتیدل او خپلو ځانونو د څپکولو په خاطر یې د ستوانو بورۍ یې وغورځولې نو په دې خاطر دغه غزوه د سویق غزوې په.نوم یاد کړی شو

نهمه:دغطفان غزوه:

داد هجرت په دریم کال د ربیع الاول میاشت کې پښه شوې ده

لسمه:د بنی سلیم دویمه غزوه:

رسول الله(ص)دحجاز په سیمه کې د فرع نومې په خای کې ربیع الاخر او جمادی الاولی دوه میاشتې تیرې کړې خو له دوښمن سره جنګ پیښ نشو

یولسمه:د اح دغزوه:

داد هجرت په دریم کال د شوال په میاشت کې واقع شویده د مشرکانو شمیر درې زره او د مسلمانانو شمیر اووه سوه ته رسید

دولسمه:دحمراء الاسد غزوه:

دا د هجرت په دریم کال د شوال د میاشتې په شپاړسمه نیټه کې پیښه شویده

دیارلسمه: د بنی نضیر غزوه:

داد هجرت په څلورم کال د ربیع الاول په میاشت کې د احد له جنګ نه پنځه میاشتې روسته پیښه شویده.

څوارلسمه:د ذات الرقاع غزوه:

داد هجرت په څلورم کال د جمادی الاولی په میاشت کې پښیه شویده: او داد ذات الرقاع په نامه ځکه یادولی شي چې په دې سفر کې د مسلمانانو پیزار او.چپلقی شکیدلی او پښې چاودلی وی اووینې ترینه بهیدلې نو.مسلمانانو له هغوی نه دټوټي او څیرې تاوکړې ـ رقاع د رخت ټکړو ته ویل کیږي نو له دې کبله د دغې غزوې نوم ذات الرقاع شو

پنځلسمه:د بدرالصغراغزوه:

دبدرالصغرا غزوه د هجرت په څلورم کال د شعبان په میاشت کې پښه شویده

شپاړسمه:د دومة الجندل غزوه:

داد هجرت په پنځم کال د ربیع الاول په میاشت کې پیښه شویده

اولسمه:دخندق غزوه دیته غزوه احزاب هم ویل کیږي

داد هجرت په پنځم کال د شوال په میاشت کې پیښه شویده

اتلسمه:دبنی قریضه غزوه:

دا په احزاب کې د مشرکانو د شکست خوړلو پسې سمدسي را منځته شوه ځکه چې د شپې په.وخت چې مشرکان له مدینې نه اووتل نو د سهار په وخت مسلمانان بیرته خپلو خپلو کورونو ته راغلل د ماسپښین په وخت جبریل آمین محمد(ص) ته راغی او ورته یې.وویل”یا روسول الله (ص) ایا تاسو وسله کیښودله؟ محمد(ص) ورته اوویل هو’جبریل آمین وویل چې فرشتو لا تر اوسه پورې وسله نده ایښې ای محمده!الله ج حکم کړیده چې د بنو قریظه و په طرف لاړ شئ او زه هم د هغوی په طرف روان یم.چې د هغوی قدمونه کمزوري کړم

نولسمه:دبنی لحیان غزوه:

داد هجرت په شپږم.کال د ربیع الاول په میاشت کې پیښه شویده

اللهم صلی علی سیدنا ومولانا محمد وعلی ال سیدنا محمد وبارک وصلی وسلم علیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x