افغانستان

د سالنګ لاره د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۴ل): د سالنګونو د ساتنې او څار مسوولین وايي چې دغه لویه لاره د واورو او توپانونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څار ادارې مشر جنرال محمد رجب وايي چې له تېرې شپې راهیسې په سالنګونو کې پرلپسې واوره ورېدلې ده، چې له دواړو لوریو يې موټرې درولې دي.

هغه وايي چې د مرکزي بغلان په مل خان او د جبل السراج په تاجکان سیمو کې موټر درول شوي دي.

د بغلان ځايي چارواکي وايي چې ټول د مسافرو او بار وړونکو موټر يې درولي، ت څو چې لاره خلاصه شوې نه وي، بايد حرکت ونه کړي.

ياده دې وې په سالنګونو کې د مرګ ـ ژوبلې خونړۍ پېښه په ۱۳۸۸ کال رامنځ ته شوه، چې پکې د واورې ښويېدو له امله لسګونو تنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدامین

السلام علیکم ورحمة الله وبركاته

جاوید

واعلیکم و سلام محمد امین صاحب: وایه که نه څه خبره ده؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x