نظــر

د استشهار او استشهاد تر منځ توپير!

fidayan

پرون بیګاه د طلوع تلویزیون د تودې خبرې په پروګرام کې په مارچ میاشت کې په کابل کې د کابل ادارې او د پاکستان حکومت د ځینو، په اصطلاح علماوو د غونډې په اړه خبرې کېدلې.
دا چې خبرې څه وې او پایله یې څه شوه؟ په وخت ضایع کولو نه ارزي، صرف یو ټکي ته اشاره کول غواړم هغه دا چې د پروګرام چلوونکی چې بختیار بختیار ورته وايي تل ځان دومره لوړ او پوه ښيي ته به وايي چې جامع الکمالات دی، خو بیګاه یې داسې یوه اپلته وویشته چې زه بالکل ورته حیران شوم، د ده ناپوهۍ دومره په حیرت کې واچولم او که نه، خو د میلمنو ناپوهي یې چې په اسلامي موضوعاتو سره ګړېدل بالکل دحیرانۍ خبره وه.

نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې ځینې عالمان انتحار ته استشهار وايي! او ناروا یې نه بولي، تعجب دا چې میلمنو یې هم دغه غلطي او ناپوهي ور سمه نه کړه، او هغوی چې خپله نه پرې پوهېدل ، د ده به یې څه غلطي سمه کړې وای، وايي ړوند به څه رنګه ړندو ته لارښوونه وکړي؟!
پروګرام چلوونکی او میلمانه یې په دې نه پوهېږي چې استشهار څه ته وايي؟ په اصل کې د پروګرام چلوونکي مطلب استشهاد و، لومړی ما فکر وکړ چې کېدای شي هسې ژبې به یې د ( دال ) د مخرج په ځای د ( را ) مخرج ته خېز وهلی وي، مګر کله یې چې دوه درې ځله دغه استشهار استشهار یاد کړ نو پوه شوم چې سړی سوټی خان دی! استشهار په عربي ژبه کې شهرت غوښتلو ته وايي چې یو څوک د ځان یا بل چا لپاره د شهرت غوښتنه کوي، یا داسې کارونه کوي چې له هغې نه شهرت غوښتل معلومېږي، یا د اعلان په ډول پوسټرې په د یوالونو لګوي تر څو خپل مطلب تر خلکو پورې ورسوي.
او کوم چې استشهاد دی، استشهاد یوه فقهي اصطلاح ده، چې معنی یې د شهادت غوښتل دي، یو مسلمان د کفارو او د هغوی د ملګرو په مقابل کې د خپل دین ، ځان، خاورې او مال نه د دفاع په لاره کې د مرګ تر برېده جنګېږي، که یې په دې لاره کې سر ځي هم پروا یې نه لري، بلکې په دې لاره کې د سر بایلل ویاړ ورته ښکاري، غواړي د سر په قیمت له خپل دین ، ځان ، مال او خاورې نه دفاع وکړي.
که په دقیق ډول غور وشي جوتېږي چې دا کار نه یوازې دا چې مسلمانان یې کوي، بلکې د هر دین او هرې عقیدې خاوند چې وي دا کار به کوي، لکه څه رنګه چې په دوهمه نړیواله جګړه کې جاپاني پیلوټانو وکړ، هغوی به خپلې طیارې له هغو امریکایي بېړیو سره چې په بیرل هارپر بندر کې کې وې جنګولې ، یا به یې وړې کښتۍ له منفجره موادو ډکې کړې بیا به یې د دښمن له لویو بیړیو سره وجنګولې، په دې توګه به هم د دوی طیارې اوکښتۍ له منځه لاړې او هم به دوی پکې ووژل شول، خو د دښمن بېړۍ به يې شین لوګی کړې، همدا عجیب تکتیک و چې امریکا یې په جاپان باندې اتومي بم استعمالولو ته مجبوره کړه، اوهمدا اتومي بم و چې جاپانیان یې له دا رنګه سرښندنې نه را وګرځول!
http://www.alqabas.com.kw/node/115169
همدا رنګه کله چې د پاکستان او هند جنګ و، هند مخ په وړاندې راغی، پاکستاني پوځیانو په ځان پورې بمونه وتړل او تر هندي ټانکونو لاندې یې ځانونه وچوول، چې په دې توګه یې د هغوی د پرمختګ مخه ونیوله.
تر نن ورځې پورې نه جاپانیانو او نه پاکستانیانو ته چا انتحاریان ویلي او نه ورته وايي ، مګر په افغانستان کې چې افغانان له خپل دین او خاورې نه دفاع کوي، د امریکایانو او ورسره کفارو په وړاندې خپل سرونه نذرانه کوي ځینې کسان د امریکې له ډاره انتحاریان ورته وايي.
خبره رانه په بله شوه، مطلب دا و چې دا په تلویزیونو کې په ګردیو او اوږدو مېزونو ناست جنابان، دا په تودې خبرې او سړې خبرې پروګرامونو کې ګړېدونکي بې سیاسته سیاستمداران! له علم او پوهې نه دومره پردي دي چې په مشهورو او عامو دیني مصطلحاتو هم نه پوهېږي، نه یوازې چې تلفظ یې نه شي کولی بلکې له معنی اومفهوم سره یې هم بالکل نابلده دي.
دا په داسې حال کې چې دوی ځانونه تر بل هر چا ښه پوه بولي، په نورو انتقادونه کوي چې په دین نه پوهېږي یا په سیاست نه پوهېږي، یا یې زده کړې نه دي کړي، یا یې لیک او لوست نه دی زده، او خپله یې بیا دا حال دی؟!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x