افغانستان

سنګين : قومندان امنيه وايي موږ ته ۲۰۰ قبرونه تيار کړی !

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د سنګين ولسوالي چې له ډيري مودې د جګړو شاهده ده څو ورځي وړاندي د يادي ولسوالۍ د نيول کېدو راپورونه خپاره شوه .

د سنګين د نيول کېدو له راپورو سره سم رسنيو راپورنه خپاره کړل چې سنګين ته د برتانوي ځواکونو سلاکاران لېږل شوي او همداراز ويلي شوي وو چې تازه دمي ځواکونه سنګين ته لېږل شوي تر څو هلته د محاصره عسکرو ژوند وژغوري .

وړاندي دي له دې چې کومکي عسکر سيمي ته ورسيږي د سنګين امنيه قومندان محمد داود د هلمند والي ميرزا خان ته ويلي چې موږ ته ۲۰۰ قبرونه تيار کړی !

د ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي امنيه قومندان د هلمند له والي سره يادي خبري د ټيلفون پر کرښه کړي او نوموړي له دوی سره پر نه کومک او نه همکارۍ افسوس کړئ .

په سنګين کې محاصره ځواکونه مطمئن نه دي چې دوی ته به کومکي عسکر پر وخت ورسيږي .

د يادوني ده چې د سنګين امنيه قوماندان محمد داود له شاوخوا ۲۰۰ سرتيرو سره د طالبانو له لوري محاصره دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

عاجل : دسنګین ولسوالۍ په ټولیزه توګه فتح دښمن ته دسراومال دروندزیان اوښتی دهلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ نه دالاماره ویب پاڼي همکار دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : دعزم عملیاتوپه لړکې نن سهار ۱۱ بجې یوځل بیادیادي ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ ، امنیه قومندانۍ اوقرارګاه چې له تېرو ۳ ورځو راهیسي دمجاهدینو ترکلکي محاصرې لاندي ؤ وسلوال بریدترسره شو بریدچې دماسپښین تر۲ نیمو بجوپوري یې په شدت سره دوام وکړ په پایله کې یې دولسوالۍ مرکزي و دانۍ ، امنیه قومندانۍ ، او قرارګاه په ټولیزه توګه فتح اوددښمن عسکر اوپولیس ددرنو تلفاتوپه لیدلو سره په… نور لوستل »

منیر

افسوس دی تاسوفه حال سی فه ژوند فه شه نه درغلو فه مرگ دی مجاهدین هم والله که دتاسونامردانوفه رقم فه تانگ فوری وتلی اویادی فه نیزووواهی

ارمان خان

افسوز سد افسوز زه امنیه قمندان ته دا وایم چی ستاسو سره خو اباما هم وفا ونه کړل نو تاسو لا دچا لپاره ځانونه وږنی ولی خپل بچان مو پریښی دی دا ټوله وطن کی ستاسو دفاع ورازت دفاع هم ونه کړل او په تاسو سر نه ګر ځوی دطالبانو سره یوځای سی مه ځانونه وږنی مه هم نوره نور مسمالنان او کلی او وطنونه ورانه وی وخفل رب ته توبه وباسی او دخفل وطن ده دفاع لپاره پرکفارو دتوفکو شفیلی راواړوی ګندی الله ج مو وبخشی ستاسو حالت دیر داندیښنی وړ دی وسلام دا ستاسو لپاره رما یوه مشوره… نور لوستل »

ډاکټر کامران

موږ تعجب کوو چی دا ملی اردو چی اکثره مسلمان خلق پکښی ده او خصوصا دجلال اباد او نورو ولایاتو ولی او دڅه لپاره خپل ځانو نه وږنی دوی سره خو امریکا هم نور کومک نه کوی او که یی کوی مرګ یی خرابیږی او دکابل لخوا هم کومک ورته نه رسیږی دکابل واکداران وایی خیرده هری خواته چی پښتانه وږل کیږی زموږ په ګټه ده لکه امریکا یان چی وایی خیر ده افغانان که ملی اردو وی او که طالبان مرګ یی زموږ پر ګټه ده ۰۰۰ راځی چی اتفاق وکړو چی خارجیان په ګډه له وطنه وشړو بیا… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

زه ددغه غلامانو بی ځایه اصطلاحاتو ته حیران یم چه د غلامی اداری حکومت ، دفاع ، داخله ، امنیت ، محکمه ، قاضیانو وکیلانو ، والیانو ، ولسوالانو یا ولسوالیو نوم په دغه غلامو خولو یادوی . حکومت ، دفاع ، امنیت ، اولس مشر او ولسوال هغه چاته وایی چه د هغه هیواد ، د هغه اولس ، د هغه خاوری ، د هغه اولس د خپلواکی ساتنه وکړی ، دفاع ، داخله او امنیت د خلکو د پاره وی یعنی له خلکو دفاع وکړی دا خو په غلامی سربیره د غلو ، دروغجنو ، مفسدینو ، بی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x