
طالبان وايي د سنګین ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نيولې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو خبر ورکړ چې د سنګین ولسوالۍ یې په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندي راوستلې.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي آسیا ته په را لیږل شوي خبرپاڼه کې رسما ومنله چې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې.
د سنګین ولسوالۍ چې له تیرو څو ورځو راهیسي د سختو جګړو شاهده وه، په اړه یې ددولتي چارواکو مخکې هم سقوط ته د نیژدې کېدو خبرونه ورکړي وه.
د ټایمز په نامه یوې غربي ورځپاڼي په خپل یوه راپور کې لیکلي چې د سنګین امنیه قومندان د خپل ۲۰۰ کسو عسکرو په شمول د طالبانو له خوا کلابند دی، نوموړي د هلمند والي ته په تلیفون کې ویلي وه، چې ژر تر ژره کومک ور ولیږي، کنه د دوه سوه کسانو لپاره دي تیار قبرونه وکیندي ځکه چې د طالبانو له کلابندۍ څخه ددوی ژوندي وتل ممکن نه دي.
سنګین هغه ولسوالي ده چې د طالبانو سره په جګړو کې برتانوي ځواکونو خپل تر ۱۰۰ زیات عسکر له لاسه ورکړی، او زیات شمېر یې نور د طالبانو د سړک د غاړي په بمونو معیوب شوي. دوی دغه ولسوالۍ د ځان لپاره د جهنم کنده بللې وه.
باید وویل شي چې د هلمند په ولایت کې دطالبانو وروستیو پرمختګونو یو ځل بیا امریکايي او برتانوي ځواکونه دغه ولایت ته متوجي کړي، د وروستیو راپورونو سره سم د سنګین په جګړه کې برتانوي عسکر، امریکايي سپیشل فورس او د امریکايي هوايي ځواک په ګډه د ملي اردو تر څنګ د طالبانو پر ضد جنګیږي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې نن سهار ۱۱ بجې د ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او د ملي اردو پر قرارګاه باندي تعارضي برید وسو، چې په ترڅ کې دولتي ځواکونو ته درانده ځاني تلفات ورسیدل او ژوندي پاته عسکر یې په تيښته بریالي شول.
نوموړي د غنیمتونو د یادوني تر څنګ ویلي چې بشپړ جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه طالبانو د خانشین ولسوالۍ هم نیولې وه، چې د هلمند والي د دغه ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړی وو، خو طالبانو دوه ورځي وړاندي په دغه اړه مستند فیلم نشر ته وسپاره.
د هلمند مدني فعالان په دغه ولایت کې د طالبانو پرمختګ او دولتي ځواکونو د کمزورۍ پړه پر نا اهلو چارواکو اچوي، دوی وايي چې دغه چارواکي مرکز ته غلط راپورونه ورکوي او هغوی ته اطمینان ورکوي چې هر څه تر مدیریت لاندي دي.