افغانستان

د برتانیې سفارت مدني فعالان روزي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د برتانیې سفارت په سلګونو هغه ځوانان روزي چې د مدني فعالانو په نامه پیژندل کیږي.

د برتانیې سفارت وايي چې هیواد یې دا کار د افغانستان په بیارغونه کې د ونډې اخیستو او مرستې په نیت ترسره کوي او غواړي چې د مدني فعالانو ظرفیتونه لوړ کړي.

دا مهال شاوخوا ۶۰۰ مدني فعالان د «مدیریت او استعدادونو د ودې» په روزنیزو پروګرامونو کې په زده کړو بوخت دي. په دې پروګرامونو کې ځوانانو ته انګلیسي ژبه، تخنیکي او اداري مهارتونه، د پروژو پلانګذاري او ستراتيژي جوړونه ورښودل کیږي.

د برتانیې سفارت په وینا، له دې روزنیزو پروګرامونو څخه فارغیدونکي ځوانان به په ښه توګه د مدني فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا ومومي.

نوموړی سفارت وايي چې د مدني فعالانو د روزنې دغه لړۍ د افغانستان د بیارغونې پروژه کې د دوی د سهم اخیستو یوه برخه ده.

د برتانیې له خوا د افغان مدني فعالانو د روزنې راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې تېره میاشت په پلازمېنه کابل کې مدني فعالانو د فرانسې په پاریس کې ترسره شوی برید په کلکه وغانده او د وژل شویو فرانسویانو پر یاد يې شمعې بلې کړې.

د روان کال په مارچ میاشت کې یو شمیر مدني فعالانو په کابل کې د خرلمانځنې په ویاړ ناسته دایره کړه او په ترڅ کې يې مدني فعالانو «خر» ولمانځه.
په همدې میاشت کې نږدې ۲۰ تنو مدني فعالانو په داسې حال کې چې چادرۍ يې په تن کړې وې، لاریون وکړ او چادري (حجاب) یې د ښځو په حق کې ظلم وباله.

د مدني ټولنو او مدني فعالانو اصطلاح په افغانستان د امریکايي یرغل نه وړاندې په دې هیواد کې نه پیژندل کیده. خو په نورې اسلامي نړۍ کې په ډیری هغو فعالانو چې ځانونه مدني ټولنو ته منسوبوي، شک کیږي چې همیشه یې د خپلو هیوادونو او دولتونو نیمګړتیاوې او عیوب په دې نیت څیړلي او رابرسیره کړي ترڅو عوامو ته وښيي چې له بهرني ملاتړه پرته د دغو ستونزه حل ناشونی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

دا مدنی فعالان نه بلکه مدنی دله ګان دی دی دوی په واسطه هر ورځ داسلام سپګاوی کښی. او فحشا ته وده ورکوی که تاسو دی کمونستی نظام مرامونو ته کتنه وکړی په هغو کی دا کردارونه نه ول مګر خلکو پاڅون وکړ او هغه بد نامه نظامی ړنګ کړو نو اوس که دی دوی دی عملونو ته وګوری دوی ټول واجب القتل دی په دی خاطر چی هر عمل یی له اسلام سره په ټکر که ده نو په ټولو مسلمانانو فرض ده چی حتا دا کسان په خپلو کوڅو او علاقو کښی پری نږدی چی دی دوی چاپیریال… نور لوستل »

محمدربی آماج

دغه مدنی فعالان تل د خپل هیواد په فرهنګ، باورونو ،اخلاقی کودونو او اندونو باندی ملنډی وهی او هیواد څخه د تیښتی روحیه پیاوړی کوی، او داسی کړنی تر سره کوی چی د عوامو مینه له هیواد سره کموی، او داسی ښکاری چی د پردیو په اشارو نڅا کوی،حال دا چی په نوره نړۍ کی مدنی فعالان بیا تر ټولو غوره هیواد پاله خلک وی او موخی یی تل هیوادنۍ وی او بله دا چی د پیسو په وړاندی کار نه کوی،مګر دلته سرچپه ده.

الحاج استا ذ بیانزی

مدنیت چه اسلامی او د لویدیز دیموکراتیک شیطانی نظام سره تعریفوی ، یو له بله سره مخالف قطب کی قرار لری ځکه د دموکراسی شیطانی نظام د اسلامی نظام سره مخالف قطب کی قرار لری ، یعنی د اسلام حلال او حرام په دموکراسی کی سرچپه دی ،. اسلامی نظام کی مدنیت : عدالت ، سولی ، امنیت او هوساینی ته وایی چه له امله یی انسانان یو د بل په څنګ کی په ډیر باور او مینه یو دبل سره د ژوند په ټولو چارو کی مرسته او هم کاری کوی ، اسلام د دغسی ټولنی د پاره د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx