نظــر

دولسمشر فرمان دتردید اوتنفیذ ترمنځ !

دسلواغې په ۲۸ نیټه ښاغلي کرزي دپولیسواکاډمي یوشمیر فارغینوته دخبرو په مهال یوه ځانګړی فرمان صادرکړ.

هغه په خوراجدیت سره وویل چې زه له همدي ځایه  اعلانوم  اوپه دې اړه فرمان هم صادروم چې نوربه دولتي ځواکونه له مخالفینوسره دجګړې په مهال له بهرنیو هوايي ځواکونو څخه  هیڅ  ډول مرسته نه غواړی ؛ځکه همدغه مرستې دکونړ دخونړۍ پیښې په څیر دولسي وګړو دوژنې لامل ګرځي .

دکرزي دغه فرمان سمدستي دهغه دبهرنیو اوکورنیو ایتلافیانوله  ضد اونقیض غبرګونونوسره مخ شو.

دملي جبهې مشر احمدضيا مسعود دغه فرمان په کلیوالو سیموکې طالبانوته  درسمیت ورکولو په ماناوګاڼه.

نوموړی دخپل  فقید مشر ښاغلي رباني په څیر ددې پلوی دی چې ((په طالبانو لا غت غت بمون وغورځوئ )) نه داچې  دهغوئ په خلاف دي  همدغه اوسنۍ بمبارۍ منع شي.

دآیساف ځواکونوویاند جنرال کونترکیتز بیاوویل چې له دغه فرمان څخه دکرزي اصلي موخه دولسي تلفاتومخنیوی دی چې هغه  له نورو لارو هم ممکن دی ، ماناداچې د دوئ لخوا ددغه فرمان دپلي کولوخبره  بیاهم دشک اوظن په پوله  ولاړه ده.

په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو لوي قومندان جنرال جوزف  دنفورد  هم دایساف دځواکونو دویاند خبره تکرار وي چې له هوايي بمبارۍ نه سیوا نورې لارې هم شته چې له مخې يي دملکي تفاتومخنیوی وشي .

همداراز دپوځي چارو یوه کارپوه جنرال هادي له ۸ صبح ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې دکرزي دغه فرمان هغه وخت دتنفیذ وړبلل کیدو چې افغانستان خپله هوايي ځواک لرلای ،اوس چې  افغانستان هوايي ځواک نه لري نو دمحاربې په حال کې دولس مشر دغه ډول احساساتي  فرمانونه  له  نظامي پلوه  دتنفیذ وړ نه بلل کیږي.

په هرصورت ولس مشرکرزی دخپلو بهرنیو حامیینو دخپلسریو په اړه څوکرته داشاني فرمانونه ، ګواښونه اعلانونه حتی دبیوسۍ تودې اوښکې  هم توي کړې چې تراوسه پوري یې دبهرنیانو دخپلسریو په مخنیوي کې هیڅ موثریت نه دی لرلای.

اوس خبره په دغه فرمان کې ده چې ایادغه فرمان به واقعاهم دولسي خلګو دتلفاتو په مخنیوي کې رول ولري اوکه به هغه هم دښاغلي ولسمشرداحساساتي انفعالاتو یوتظاهروي چې دکونړ دبیوزله ملکیانو دغوصي ارامولو په اړه يي ښکاره کړ.

که ځواب مثبت وي نو بیا کرزي ولي هغه دخپل ولسمشرتوب په دولسم کال صادرکړ چې تراوسه په زرګونوبیوزله انسانان دهغه دبهرنیو ملاتړو دخپلسریوکې قرباني شول .

اوکه منفي وي بیايي  په اړه  دده  حریفانو دغه  تاوده غبرګونونه څه توجیه لري؟

ښاغلی  کرزي چې دخپلې ۱۲ کلنې وکمنۍ په مهال  یې دلاتطبیقه فرمانونو اودبهرنیانو دخپلسریو په اړه دټاکلیو پلایو  شمیره کابو دلایتناهي حدته رسیږي  ریښتیاهم چې کله کله یې داحساساتي انفعالاتو موج داسې په سرواخلي چې  په تنفیذي  اوادري  لحاظ ورته ځان  دافغانستان  دپخواني مشر شهید دوادخان په څیر یومسلط  اومقتدر واکمن ښکاریږي ، خوچې ددغو احساساتو په اړه بیاکله دخپلو بهرنیو دوستانو!!! له  مخالف غبرګون سره مخ شي  بیرته يې  هرڅه هیر او ځان ته په دي تسل ورکوي  چې:

له ډاره غږکولای نشم  … دسوال یاري ده بیا به دړې وړې شینه .

 

شاهد غزنیوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x