افغانستان

له جګړې وروسته معيوب عسکر بې سرپرسته دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملي اردو او ملي پولیسو هغه سرتیري چې په جګړه کې ټپیان شوي او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي د دولت له بې پروایۍ څخه خواشیني او خوابدي دي. دوی وايي چې دولت یې تر هغو پوښتنه کوي چې د جګړې وړتیا ولري، خو که ټپي یا معیوب شي بیا یې هیڅوک د پوښتنې نه شته.

محمد داود چې پروسږکال د ملي اردو سرتیری و، د واده په لومړۍ میاشت کې په داسې حال کې ټپي شو چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د امنیت ټینګولو په دنده بوخت و. نوموړی په پیل کې مرګونی ټپي نه و، خو دا چې دولت یې په علاج کې بې غوري وکړه ټول وجود یې فلج شو. محمد داود له تیره یوه کال راهیسې په کندهار کې په خپل کور کې لکه مړی پروت دی، اوس یې هغه چارواکي له حاله خبر نه دي د چا په خاطر چې ده قرباني ورکوله او نه یې هغه مشران پاڼه اړوي چې ده یې پلویانو ته په ټاکنو کې د رایې اچونې زمینه برابروله.

د محمد داود خپلوان او ملګري اوس په خواله رسنیو کې له نوموړي سره د مالي مرستې د راغونډولو او د چارواکو د رحم او کرم د راجلبولو په موخه لیکنې ځړوي.

محمد داود، چې پخوا د ملي اردو سرتیری و، اوس یې دولت له حاله نا خبره دی
محمد داود، چې پخوا د ملي اردو سرتیری و، اوس یې دولت له حاله نا خبره دی

بریدمل عیان الله د کونړ د چپې درې اوسیدونکی دی. نوموړی چې اوس په غبرګو سترګو ړوند دی پخوا د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ۲۰۱۵ قول اردو، د څلورم کنډک د دوهم ټولي سرتیری و.

نوموړی په دولت نیوکه کوي چې په علاج کې يې ورسره هیڅ مرسته نه ده کړې، هغه خبریالانو ته خپل حالت داسې بیانوي:

«په ګزمه راوتلی وم، د سړک د غاړې ماین راباندې وچاودېد او دواړه سترګې مې ړندې شوې. حکومت زما غم ونه خوړ، زه په خپل مصرف هند ته د علاج لپاره لاړم، ډاکټرانو له ما څخه اته زره ډالر غوښتل، خو دا چې ما د اته زره ډالرو وس نه درلود بیرته وطن ته راغلم». بریدمل عیان الله د دولت او چارواکو له بې توجهۍ ګیله من دی او زیاتوي:

«چې روغ وم دوی د ځان بللم او وظیفې یې راباندې کولې، اوس چې مې سترګې د لاسه ورکړي زما په غم کې نه دي او په کور کې د خپل مور او پلار یم».

عیان الله وايي چې په ۸۰۰۰ ډالر یې علاج ممکن و خو دولت ورسره مرسته ونه کړه
عیان الله وايي چې په ۸۰۰۰ ډالر یې علاج ممکن و خو دولت ورسره مرسته ونه کړه

د ځانګړو ځواکونو (سپیشل فورس) یو پخوانی عسکر حشمت الله بارکزی چې ۲۶ کاله عمر لري او د لاسي بم له کبله یې ښۍ پښه له لاسه ورکړې، یو لویدیځوال خبریال «روډ نورډنالډ» ته د حکومت له چلند فریاد کوي او وايي: «په افغانستان کې زمونږ د قربانیو هیڅ قدردانی نه شته».

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تیری می به میاشت کې راپور خپور کړی او په کې يې د «فریدون» په نامه هغه ۲۴ کلن پخواني سرتیري کیسه یاده کړې چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د ځمکمني ماین په چادونه کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې، نوموړی چې د پښو له منځه تللو سره جوخت یې د دولت توجه هم له لاسه ورکړې، اوس د کابل په مکرویانو کې په ګرځنده چوکۍ د خیرات راټولولو په لټه ګرځي.

فریدون چې د ملي اردو پخوانی سرتیری و، اوس په سړکونو خیرات غواړي
فریدون چې یو وخت د ملي اردو پخوانی سرتیری و، اوس د دولت د بې غورۍ له لاسه په سړکونو خیرات غواړي

په هلمند کې د یوې ایټالوۍ خیریه موسسې په کومک د یوه روغتون رئیس ډاکتر عبدالحمید په وینا، ګڼ هغه ټپي او معیوب سرتیري چې دوی ته راوړل کیږي، له ټپي کیدو وروسته د دولت او چارواکو له بابیزه چلند څخه ګیله من وي.

محمد قاسم چې د اربکیانو قومندان و او د هلمند په مارجه کې یې خپله ښۍ پښه له لاسه ورکړه، د حکومت او چارواکو له بې اعتنايۍ سر ټکوي او وايي: «حکومت تش په نامه حکومت دی، که یو طالب په جګړه کې ووژل شي، طالبان د هغه کورنۍ ته د میاشتي ۱۵۰۰۰ افغانی (تقریبا ۲۷۵ ډالره) د راتلونکو دوو کلونو لپاره ورکوي، زمونږ حکومت تر طالبانو هم کمزوری دی».

محمد قاسم چې ښۍ پښه یې په جګړه کې قطع شوې، د دولت له بې اعتنایۍ سر ټکوي
محمد قاسم چې ښۍ پښه یې په جګړه کې قطع شوې، د دولت له بې اعتنایۍ سر ټکوي

که څه هم د پوځي قوانینو له مخې په جګړه کې ټپي شوو او معیوبو عسکرو ته باید د هغوی د میاشتنۍ تنخوا په اندازه د عمر تر پایه تنخوا ورکړل شي او همدارنګه د وژل شوو عسکرو کورنیو ته په دوامدار ډول لګښت ورکړل شي، خو په افغانستان کې د ناسمې ادارې، فساد او د چارواکو ترمینځ د اختلاس له کبله د ملي اردو او ملي پولیسو ټپي سرتیري د سوال او خیرات لپو اوږدولو ته مجبوریږي.

په افغانستان کې د ملي اردو، ملي پولیسو او اربکیانو د معیوبو سرتیرو غوڅ اکثریت د بې غورۍ له ورته برخلیک سره مخامخ دي خو د ډیرو کمو سرتیرو فریاد او شکایت د رسنیو تر پوښښه رسېږي.

د یوې احصائيې له مخې د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې د معیوبینو شمېر تر ۱۳۰۰۰۰ کسانو اوښتی، په هغوی کې ۴۰۰۰۰ داسې دي چې د بدن ځینې غړي یې په بشپړ ډول پرې شوي وي.

کارپوهان وايي چې له یوې خوا په جګړو کې د طالبانو پرلپسې پرمختګونه او له بلې خوا د سرتیرو په وړاندې د دولت دغسې مطلبي چلند هغه څه دي چې پاتې عسکر په دولت بې باوره کوي او مورالونه یې راټیټوي، چې له کبله یې ډلې ډلې له خپلو دندو تښتي او یا هم له وسلو سره د طالبانو لیکو ته وراړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x