افغانستان

پروان: د بګرام بريد کې د همجنسبازې په ګډون د وژل شويو امريکايانو هويت په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومى ۲مه، ۱۳۹۴ل): تېره دوشنبه «لېندۍ ۳۰مه»د پروان ولایت د بګرام په باوجوړيو کلي کې پر امريکايي ځواکونو سرتيري بريد کې شپږ امريکايي عسکر ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول.

د پېښې په مهال د ناتو د عمومي اړیکو مسوول جنرال ويلسن پېښه ومنله او د پورته شمېر مرګ ـ ژوبلې پر تاييد سربېره يې وویل چې موږ دې بريد «ګنګس کړي يو.»

د تازه راپورونه له مخې د وژل شويو امريکايانو په ډله کې د امريکايي هوايي ځواکونو د ځانګړو پلټونو د څانګې غړې همنجسبازه عسکره «ادريانا ورديربرګن» هم شامله وه.

د باوجوړو په کلي کې هغه ګزمه چې د سرتيري بريدګر نښه وګرځېده، د ۳۶ کلنې وردیربرګن تر مشرۍ لاندې له بګرام هوايي اډې خوځېدلې وه.

پر دې سربېره د ورديربرګن درې نور همکاران چې يو ځای يې د امريکايي هوايي ځواکونو د ځانګړو پلټونو په څانګه کې کار کاوه او د هوايي ځواکونو د ملي ګارد دوه غړي هم د دې بريد ښکار شول.

۴۵ کلن خورد ضابط «جوزیف لیم» هم په دې بريد کې ووژل شو، چې د هوايي ځواکونو د ملي ګارد پرغړیتوب سربېره يې د نيويارک د پولیسو د کشفي امر په توګه هم دنده ترسره کوله، چې د نيويارک د پولیسو مشر يې مرګ د « یو غوره عسکر له لاسه ورکړه» وبلله.

۳۱ کلن خورد ضابط «لویز بوناکاسا» هم د بګرام په سرتيري بريد کې ووژل شو، چې دنده يې د هوايي ځواکونو د ملي ګارد په توګه ياده شوې ده.

۳۰ کلن «پېټر تایب »، ۲۸ کلن «میکایل سينکو» او ۳۰ کلن « چېسټر مګبريټ» د همنجسبازې ورديربرګن همدندي بلل شوي، چې له نوموړې سره يې يو ځای د هوايي ځواکونو د ځانګړې پلټنې په څانګه کې کار کاوه.

امريکايي پوځي مسوولينو د بګرام دغه سرتېری بريد په روان ميلادي کال کې تر ټولو خونړی بريد بللی دی.

له پېښې وروسته د امریکايي پوځ برید جنرال ویلیم شوفنر په یوې بیانیه کې د جوزيف ويلم په مرګ ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: «په داسې حال کې چې د کرسمس د خوشالیو ورځې دي، د نوموړي کورنۍ او ملګرو ته تعزیت او غمرازي وړاندې کوم».

د دې بريد مسوولیت طالبانو منلی او ويلي يې دي چې بريد د دوی ملګري زاهدالله د موټر سايکل په وسیله ترسره کړ او پکې يې ۱۹ امريکايي عسکر وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

ياده دې وي د امريکايي رسنیو له قوله له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۲۳۰۰ تنه امريکايي عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x