شعـــــرونه

غزل: څوك دچا دزړه ده له كوره څنګه ووزې؟

څوك دچا دزړه ده له كوره څنګه ووزې؟

دمين زړه له پيغوره څنګه ووزي ؟

دبڼو اجلي غشي چاتم كړي

كوم ناتوان مړى له ګوره څنګه ووزي؟

كوم مقتول نه ددې سوال جواب راغلى

چي قاتل به يې له پوره څنګه ووزي؟

دمظلوم دغې پوښتنې مي زړه وخوړ

چي ظالم به له خپل زوره څنګه ووزي؟

مسلمان او اذان نه شي بېلېدلى

دبازارځمكه له شوره څنګه ووزي؟

وپاك خداى ته يې سجدې نه انكار كړى

منافق ابليس له توره څنګه ووزي

دحساب كتاب ملكې ورپسې دي

خوار الهام به له سره اوره څنګه ووزي

 2012/04/18

———–

سید احسان الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x