ادبي لیکني

ادب ته خپلې رنګینۍ بس دي

استاد محمد زمان مزمل

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل
لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

ژبه او بیان هغه ځانګرنه ده چې انسان د همدې بیان او ژبې په ذریعه خپل مطلب او مشکلات بل ته بیانولی شي او بل یې حل او د حل هنرونه اصلي انسان ته د همدې ژبې په ذریعه ښودلی شي.

ولې هغه څه چې د دې ژبې اغیزه یې څو برابره کړه او هغه پرې بقاء مومي او ښه یې ژوندۍ ساتي دوه شیان دي:

۱ : قلم
۲ : ادب

ادب او ادبیات د ژبو هغه لاس خوړلی او متحول اړخ دی، چې د ځینو فوق العادګیو له مخې د ژبې د عادي برخې سره تفاوت پیداکوی .

انسان، ذوق او فکر کله کله مفاهیم پخپل طبیعي رنګ نه استقبالوی او یا یې ژورتابه ته نه لویږی او یا ورته نه متوجه کیږی د همدې ځایه د دغو ټولو د اسانه کولو په خاطر د ځینو هنري اسلوبونو نه کار اخلي، چې هغه ته ادب وایي .

مطلب کیدای شي همغه مطلب وی چې په عادی ژبه او عادی نثر کې وویل شي ولې د هغه اداء په شعر کې د لنډې کیسې په اسلوب کې د ډرامې په شکل او بیا هغو هنري اسلوبونو کې چې د شعر په صنعت کې تر اوسه تخلیق شوي یا تخلیق کیږی مطلب تل د نوښت او یوې فوق العادګی جامه اغوندی چې هم انسان ورته متوجې کیږی او هم یې ښه استقبالوی او هم تر ډیره حده په ذهن کې ساتلی شی .

په همدې خاطر ادب او ادبیات د خپلو بلا هنرو په لړ کې خپلې رنګینی لري چې هماغه یې واقعاً بس دی او زیاتی هم له یو مطلب د ژبې له مخې په یو ژوندی تعبیر کې اداء شی دا پکې مطلب ته ډیر څه ورکوی .

اقبال په یوه قوی ژبه کې وایي:

تمیزی رنګ وبوبرما حرامست
که ما پرورده یک نو بهاریم

مونږ انسانان د یو مور او پلاره پیدا یو او بیا مونږ مسلمانان پکې د یوې عقیدې لرونکي یو دغه مطلب اقبال په داسې ژوندۍ ژبه اداء کړی چې څومره یې انسان تکرار کړي خوند ترې اخلي .

که د یو مطلب لپاره یو تصویر انتخاب شي هغه ورته خاصه ښکلا بښي لکه چې وایي:

دا د ستا نیازبینه او زما خاورې ایرې ژوند
لکه ګل چې چا ټومبلی په ریښې ریښې پکړي کې

یا یو مطلب په یوه پاورونکې تشبیه کې ونغاړل شي او مطلب یې هومره په زړه پورې شي چې دغه د عادی انسان په وسه کې نه وی لکه حمید بابا چې وایي :

دا یې غاښ په خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې

یا یو مطلب د الفاظو په تجنیس کی داسی ډول اداء کړل شي چې د سامع لپاره پارونکې وي لکه خالص بابا چې وایي:

ستا یمه که دې ستایم که دی نه ستایمه ستا یم

یا یو نا ویل کیدونکی مطلب په یوه داسی نفیس طنز کې د ویلو کړي چې هم پکې ادب وستایل شي او هم پکې مطلب وویل شي لکه حافظ صاحب چې وایي:

واعظان که این جلوه بر محراب ممبرمیکند
چون به خلوت میروند ان کار دیګر میکند

په دې خاطر چې خپل مطلب ښه اداء کړو د ادب خپلې رنګینی د یوې خوا کافی دی او د بلې خوا دا د شاعرانو او ادیبانو زیاتو ابتکارونو پورې اړه لري چې مطلب ته د ښکلا او استقبالیې لپاره نورې جامې پیدا کړي ولې مبالغې درواغ پکې تر ټولو بد هنر دی چې ځینې شاعران او ادیبان پکې د خپل ادبي متاع په خاطر ځان واقع کوی مثلاً دا شعر:

هزار خم نکند مستی می پرستان را
چنان که زره خاکی وطن پرستانرا

یادونه: د استاد د ناچاپ اثر « ژبه او ادب» څخه اقتباس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x