نړۍ

د بي بي سي کارکوونکي۲۴ ساعته اعتصاب پیل کړ

د  خبري رسنیو د راپورونو  له مخې وروسته له هغې چې د بي بي سي کارکوونکو پرېکړه وکړه، چې د بریتانیا په لویو ښارونو کې په اعتصاب لاس پورې کړي. خپل اعتصاب رسماً پيل کړ . د راپورونو له مخې د دغه اعتصاب  لامل، د بي بي سي  هغه پرېکړه ده، چې په پلان کې لري په راتلونکی کې به د کارکوونکو او خبریالانو په شمېر کې کموالی رامنځته کړي.
 بي بي سي  غواړي دوه زره تنه نور کارکوونکيله دندې ګوښه کړي. په داسې حال کې  چې له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې تر اوسه یې شاوخوا ۷ زره کارکوونکي مخکې له مخکې له دندې پسې اخستې دي.
مایکل اسټین اسټریټ د خبریالانو د ملي اتحادیې مشر په دې اړه وایې : د بي بي سي په ټولو څانګو کې د اتحادیې غړیو له خپلو دندو څخه د دفاع په منظور دا ګام پورته کړی دی .  نوموړی پر بي بي سي غږ وکړ چې تر شپږو میاشتو پورې د دې پریکړې پلي کول وځنډوي او په دې موده کې دې له دوی سره مذاکراتو ته کینې.
بي بي سي په دې تړاو تر دې مهاله په رسمي او یا غیر رسمي توګه کوم غبرګون ښودلی نه دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x