شعـــــرونه

غزل – نظام کندهاری‎

د سرو شونډو په شرابو ګنهګار شوم
د شنه خال په فيصله دي سر په دار شوم

ما لا هلته لاس وينځلي وه له ژونده
چي د زلفو په ځنځير کي دي حصار شوم

د تقوا فرض روژه شوه رانه ماته
چي په خوند د اننګو دي خبردار شوم

ستا له عشقه د توبې در مي بسته شو
اوس د هجر و قيامت ته انتظار شوم

د سينې باغ ته دي غلا ته تللی نه وم
د سالو باغوان دي راغلی ګرفتار شوم

د رخسار پر لاله زار دي بلبل رنګه
ګرځېدمه د بڼو د غشو ښکار شوم

که دي جام د سپيني خولې د کوثر راکړی
بس د عشق په جنتيانو کي دي شمار شوم

دا اثر دي وو د غټو تورو سترګو
چي نظام درتېر له خپل واک و اختيار شوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x