طالبان: د امنیت شورا بندیزونه د جګړې د دوام عامل بولو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومى ۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه غندلې چې له مخې يې پر طالب مشرانو د بندیزونو موده یو کال نوره غځیدلې. د دغو بندیزونو له مخې په تور لیست کې موجود طالبان بهرنیو هیوادونو ته سفر نه شي کولای.

طالبانو په همدې تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې دغه بندیزونه په داسې حال کې غځول کیږي چې په هیواد کې د دایمي سولې امیدونه په غوړیدو دي.

طالبانو پر ولس او نړیوالو غږ کړی چې هغو خنډونو ته متوجه شي چې په دې وروستیو کې د سولې په وړاندې ایجادیږي. په اعلامیه کې «په کابل اداره کې د سولې ضد شعارونه، د جګړې د دوام لپاره د اشغالګرو ورستني تحرکات، له داعش څخه د اشغالګرو او کابل ادارې ملاتړ، د هلمند په جګړه کې د برتانویانو مستقیم ګډون، د کابل ادارې لخوا د وروستیو بندیزونو هرکلی» هغه څه دي چې ورته د بېلګې په توګه اشاره شوې ده.

په اعلامیه کې افغان دولت د «بې کفایتې ادارې» په نامه یاد شوی او نیوکې پرې شوي چې د امنیت شورا د «ظالمانه» اقدام هرکلی یې کړی او د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه یې کړې.

طالبانو دغه ګامونه د سولې په وړاندې خنډونه ګڼلي او ویلي یې دي چې: «مونږ د سولې په وړاندې د یادو خنډونو جوړول په لوی لاس د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو کوښښ ګڼو او د دوی دغه ګامونه په ګران هېواد کې د جګړې د دوام عامل بولو».

که څه هم د امنیت شورا ویلي چې د اړتیا په صورت کې د طالبانو سیاسي استازو ته د افغان حکومت له غوښتنې وروسته د سفر موقتي اجازه ورکوي، خو دا چې په اوسني وخت کې طالبان له افغان حکومت سره ناستې او خبرو ته حاضر نه دي، په امنیت شورا نیوکه کیږي چې دغه پرېکړه یې د سولې پروسه لا پیچلي کوې او د سولې په اړه د هغوی د عدم صداقت ښکارندويي کوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «مونږ پخوا هم څو څو ځله خپل ولس او د نړۍ ولسونه خبر کړي چې اشغالګر زمونږ د ګران هېواد د اوږد مهاله اشغال اراده لري، ترڅو له دې ځایه ټوله سیمه کنترول کړي، ملتونه تهدید کړي او خپلو استعماري موخو ته ځانونه ورسوي، د دوی ژمنې د اوبو د سر خطونه دي، خبرې او کړنې یې تل د یو بل سره متضادې وي».

طالبانو په ۲۰۰۹ کال کې د سولې خبرو د پیلولو نه مخکې د اعتماد جوړونې لپاره د تور لیست ختمول شرط ګرځولی و، د طالبانو په باور د سولې خبرو لپاره اړینه ده چې د دوی سیاسي او مرکچي استازي پرته له خنډه بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړی شي. خو دا مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس او مرستیال په ګډون د نوموړي دفتر پنځه غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کې دي.

که څه هم له اعلامیې څخه سولې ته د طالبانو لیوالتیا څرګندیږي، خو د اعلامیې په پای کې نړیوالو ځواکونو ته د وسلوالې مبارزې ګواښ هم شوی او ویل شوي چې که بهرنیان له «اشغالګرانه» موخو څخه پر شا نه شي دوی به د هیواد د بشپړې ازادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره «مقدسې جهادي فریضې» ته دوام ورکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د