
د بي بي سي کارکوونکيو۲۴ ساعته اعتصاب پیل کړ
د خبري رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له هغې چې د بي بي سي کارکوونکو پرېکړه کړې وه، چې د بریتانیا په لویو ښارونو کې په اعتصاب لاس پورې کړي. خپل اعتصاب رسماً پيل کړ . د راپورونو له مخې د دغه اعتصاب لامل، د بي بي سي هغه پرېکړه ده، چې په پلان کې لري په راتلونکی کې د خپلو کارکوونکو او خبریالانو په شمېر کې کموالی رامنځته کړي.
بي بي سي غواړي دوه زره تنه نور کارکوونکي له دندې ګوښه کړي. په داسې حال کې چې له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې تر اوسه یې شاوخوا ۷ زره کارکوونکي مخکې له مخکې له دندې پسې اخستې دي.
د خبریالانو د ملي اتحادیې مشر مایکل اسټين اسټريټ په دې اړه وویل : د بي بي سي په ټولو څانګو کې د اتحادیې غړیو له خپلو دندو څخه د دفاع په منظور دا ګام پورته کړی دی . نوموړی پر بي بي سي غږ وکړ چې تر شپږو میاشتو پورې د دې پریکړې پلي کول وځنډوي او په دې موده کې دې له دوی سره مذاکراتو ته کښینې.