افغانستان

ولسمشر غني په دوه ورځني سفر ترکيې ته ورسيد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومى ۳مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر غني په دوه ورځني سفر د ترکيې مرکز استانبول ته ورسيد.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته ترکيې ته ورسيد.

ویل کېږي ولسمشر به د ترکيې له اقتصادي کمیسیون غړو سره د دواړو هېوادونو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو وغږېږي.

ولسمشر به له ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان سره پر ليدنې سربېره د هغه هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو له مسوولینو سره هم وګوري.

محمد اشرف غني به په خپل سفر کې د امنیتي، اقتصادي او په کابل کې د مولانا بلخي د پوهنتون د جوړولو په برخه کې د همکارۍ درې تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x