افغانستان

پکتيکا: طالبانو په مشروط ډول د دريو ولسواليو لارې پرانستې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومى ۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په مشروط ډول د پکتيکا ولايت د دريو ولسواليو لويې لارې د ترافيکو په مخ پرانيستلې.

د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو ددغه ولايت د وازېخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو لارې د ترافيکو پر مخ پرانيستي دي.

نږدې دوه مياشتې وړاندې دغه لارې وروسته له هغې وتړل شوې چې دغه سيمې د طالبانو لاس ته ورغلې وې.
طالبانو دغه لارې د سيمې له خلکو سره په مشوره او همغږۍ په دې شرطونو پرانيستې چې ددغې سيمې خلک به دولت ته اربکيان نه ورکوي، او له دغې لارې به يوازې د ولسي خلکو له پاره د تګ او د خوراکي توکو د لېږد اجازه وي.

طالبانو په دغه لاره تېلو او نورو نظامي توکو ته اجازه نه ده ورکړې ترڅو په سيمه کې نظامي ځواکونه ترفشار لاندې راولي.

که څه هم ددغو لارو د بندېدو له امله ځينې ولسي خلک له ستونزو سره مخ وو، خو طالبانو تر دې وړاندې ويلي وو چې دوی د سيمې خلکو ته اجازه ورکوي چې له دې لارې تير شي او خپلې اړتياوې پوره کړي خو له دغې لارې يې د امنيتي ځواکونو اکمالاتو ته اجازه نه ورکوله.

د طالبانو په يادې پريکړې د سيمې خلک خوښ دي خو د پکتيکا د امنيه قومندانۍ د امنيت امر نثار احمد عبدالرحيمزی وايي چې ولسي خلک بايد د طالبانو غوښتنې او شرطونه ونه مني.

وازيخوا ولسوالۍ د پکتيکا يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې زيات وخت ترې د دولت د عسکرو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x