له اسلام سره د جګړې لپاره د امريکا او غرب تر ټولو ستره استخباراتي پروژه!

سيف الله مستنير
د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر ريیس

په دې وروستيو کې اسلامي امت د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د «تروريزم» پر وړاندې د يوه نوي «اسلامي» اېتلاف د جوړېدو شاهد و. دغه اېتلاف د پخوانيو نړيوالو اېتلافونو له لړۍ څخه يو بل دی چې د امريکا په مشرۍ د اسلام د ځپلو لپاره رامنځ ته شوی دی. له دغو اېتلافونو څخه لومړی د «تروريزم» او «افراطيت» پر وړاندې د امريکا په مشرۍ نړيوال اېتلاف دی، چې تر ۶۰ ډېر هېوادونه په کې ګډون لري. دويم اېتلاف د روسيې په مشرۍ له ايران سره رامنځ ته شوی، چې د لومړي اېتلاف د ملاتړ لپاره کار او هڅې کوي. نو دې ته ورته اړتيا ليدل کېده چې پر اسلامي خاوره پراته سني هېوادونه هم بايد په واحد دولت کې د اسلام د نژدې راتلونکي حاکميت پر وړاندې په دغه روانه جګړه کې برخه واخلي.  له همدې امله په ناڅاپي ډول سعودي عربستان د دغه اېتلاف د مشرتابه په توګه پر اسلامي خاوره د پرتو ۳۴ هېوادونو په ګډون نوی اېتلاف اعلان کړ. له همدې امله غواړو په دغه ليکنه کې ثابت کړو چې د دغه نوي اېتلاف موخه هم د پخوانيو نورو اېتلافونو په څېر يوازې د اسلام او شريعت ځپل دي او بس.

د سعودي ولي ولي العهد محمد سلمان اعلان وکړ چې د دغه اېتلاف اصلي موخه يوازې داعش نه بلکې ټولې افراطي ډلې دي. يعنې ټولې هغه فکري، سياسي او وسله والې اسلامي ډلې دي، چې د کفارو او د هغوی د ګوډاګيانو له ليدلوري څخه افراطي او ترهګرې بلل کيږي. نوموړي د دغه اېتلاف د موخو د تشريح کولو پر مهال وويل چې؛ په دغه اېتلاف کې به علما پياوړی رول ولري، ترڅو په بنسټيز ډول د افراطيت مخه ونيسي. يعنې د ټولو هغو ډلو مخه به نیسي چې د اسلامي شريعت د پلي کولو مفکوره په سر کې لري او يا هم هغه ډلې چې د اسلامي دولت او يا هم اسلامي خلافت له لارې د اسلام د تطبيق هڅې کوي. دا هغه څه وو چې نوموړي په خپلو خبرو کې په ضمني ډول څرګند کړل.

محمد سلمان زياته کړه چې رياض به د دغه اېتلاف پلازمېنه وي او هلته به د معلوماتو د تبادلې لوی مرکز جوړيږي. يعنې: لوی استخباراتي مرکز. دغه لوی استخباراتي مرکز به د عملياتو د همغږۍ د يوې خونې په څېر شپه او ورځ فعاليت کوي، ترڅو د اسلامي خاورې په ګوټ–ګوټ کې افراطيان او تروريستان تعقيب او د هغوی په اړه معلومات راټول کړي. د دې ټولو ترڅنګ نوموړي زياته کړه، چې ډېر ژر به دغه اېتلاف د تروريزم پر وړاندې له نړيوال اېتلاف سره خپلې چارې بشپړې همغږې کړي.

له دغو څرګندونو څخه د ياد اېتلاف پوره تصوير بشپړ روښانه کيږي، چې سعودي به په اسلامي خاوره باندې د ټولو لاسپوڅو دولتونو څخه يو داسې اېتلاف رامنځ ته کوي، ترڅو په سياسي، اقتصادي او د ژوند په نورو ډګرونو کې د سوچه اسلامي نظام د راتګ او حاکميت مخه ونيسي.

له دې ټولو څخه ډېره عجيبه او غريبه خو دا وه چې په دغه اېتلاف کې د ګډون موضوع اصلا په هېڅ هېواد کې د تقنيني او تشريعي ارګانونو «پارلمانونو» له لارې مشورې او بحث ته وړاندې نشوه. له همدې امله په ناڅاپي ډول د دغه اېتلاف د اعلان پر مهال ولسونو واورېدل چې د دوی دولتونو په داسې يوه اېتلاف کې ګډون کړی دی. دا هم د دغه اېتلاف په اهميت او خطرناکوالي باندې کره دلالت کوي. ځکه د دغه اېتلاف جوړېدل په ټوله کې يوه استخباراتي او له امريکا او نړيوال اېتلاف سره د دغو لاسپوڅو دولتونو د غلامۍ، خيانت او خباثت د راز او رمز موضوع وه.

تر دې هم عجيبه داده چې په دغه اېتلاف کې د اسلامي خاورې داسې لويو دولتونو ګډون کړی، لکه مصر، ترکيه، پاکستان، بنګله دېش او … چې ذاتا يو له بل سره لوی او ژور اختلافونه لري، مګر بيا هم دغه اېتلاف هغوی داسې سره راټول کړي چې هر ډول اختلافونه يې ورباندې څنګ ته کړي دي. د سياسي چارو ټول څېړونکي په دې ښه پوهيږي چې د مصر او ترکيې او يا پاکستان او بنګله دېش ترمنځ څومره ژور اختلافات شتون لري. مګر بيا هم په دغه اېتلاف کې سره يو ځای شوي دي، چې دا ټول په دې دلالت کوي چې د دغه مهم اېتلاف دستور له يوه داسې لوري څخه صادر شوی، چې له دغو لاسپوڅو هېوادونو څخه لوړ مقام لري او یا هم د هغوی د بادارانو بادار دی. له شک پرته دا امريکا ده، چې دغه بېلابېل هېوادونه يې له ټولو اختلافاتو سره-سره په يوه مېز راټول کړي دي. ځکه که دغه اېتلاف د بېلګې په توګه د ترکيې په پارلمان کې تر بحث او غور لاندې نيول شوی وای، نو حتما به داسې بحثونه ورباندې شوي وای؛ چې ولې موږ د سعودي په مشرۍ په دغه اېتلاف کې ګډون وکړو؟! ولې له خپل رقيب او دښمن مصر سره په داسې مهمه چاره کې شريک شو؟! د دغه اېتلاف موخې څه دي؟! ځکه دا مهال به ولسونو په دې غور او فکر کړی وای چې موږ له چا سره جګړه کوو؟! آيا دا جالبه نه ده چې تر ۶۰ زيات هېوادونه د امريکا په مشرۍ، د روسيې په مشرۍ ايران او د سعودي په مشرۍ ۳۴ نور هېوادونه؛ دا ټول دولتونه يوازې له داعش سره جګړې ته مټې را بډوهلې دي؟! آيا داعش دومره لوی زبر ځواک دی، چې ټوله نړۍ بايد ورسره جګړه وکړي؟! نو له دغو ټولو پوښتنو څخه بشپړ څرګندېږي چې موضوع له داعش سره تر جګړې ډېره لويه ده. له همدې امله بن سلمان په ډېر صراحت سره وويل چې دغه اېتلاف د تندلارو افکارو او له هر هغه چا سره د جګړې لپاره رامنځ ته شوی چې خلک افراطيت ته رابولي. په داسې حال کې چې اوس ټول اسلامي امت ته ثابته ده، چې د هغوی په ليدلوري کې افراطيت او تندلاريتوب د اسلامي دولت له لارې د اسلامي شريعت د بشپړ تطبيق مفکوره ده او بس.

همداراز کله چې د روسيې له خوا ترکيه په دې تور تورنه شوه چې ترکان غواړي د خپلو نيکونو لويي او عظمت بېرته را منځ ته کړي، ترکيې په بيړني ډول دغه تورونه رد کړل او ويې ويل؛ چې ترکيه يو ډيموکراتيک هېواد دی، د اسلامي خلافت د تاسيس او د اسلامي شريعت د تطبيق هېڅ هوډ نه لري او دا د روسيې له خوا بې ځايه او دروغ تورونه دي چې په ترکيه لګول کيږي. له همدې امله څرګنديږي چې ترکي چارواکي له اسلامي دولت او خلافت څخه خپله بېزاري په ډېره علني توګه بيانوي. له دغو ټولو مسايلو څخه له ورايه ښکاري چې دغه دولتونه په ياد اېتلاف کې د دې لپاره سره يو ځای کيږي، ترڅو په اسلامي نړۍ کې د اسلامي دولت او راشده خلافت له مفکورې سره جګړه وکړي او د حاکميت مخه يې ونيسي. هغوی د دې لپاره دغه اېتلاف رامنځ ته کوي، ترڅو د اسلامي دولت له زيږېدو مخکې دغه مفکوره په مسلمانو ولسونو کې وځپي او بشپړه يې له منځه يوسي.

هر عاقل مسلمان دې ژور او روښانه فکر وکړي چې د ګډو عملياتو خونه څه معنی لري؟! آيا پاکستانی پوځ به له خپلو اتومي وسلو سره راشي په عراق او سوريه کې به له داعش سره جګړه پيل کړي؟! قطعا نه. همدې ته ورته د نورو هېوادونو پوځونه؟! طبعا نه. بلکې دوی به د تروريزم او افراطيت پر وړاندې ترهغه ګډ بيانونه صادروي، ترڅو بالاخره د اسلامي خاورې پر مخ ټول هېوادونه په دغه اېتلاف کې برخه واخلي، چې هغه مهال به په دغه اېتلاف کې د ګډون شمېر تر ۵۶ هېوادونو واوړي. هغه مهال به دغه ټول هېوادونه په خپلو خاورو کې د اسلام د حاکميت لپاره د مبارزې او دعوت په اړه معلومات را ټولوي او د دغه اېتلاف په مرکز کې به يې په يوه مېز سره شريکوي. همداراز له کومو امريکايي کمپيوټرونو او انټرنټ څخه چې دغه اېتلاف کار اخلي، هغه به د امريکا د انټرنټ په لوی جال او لوی کمپيوټر کې هم په غير مستقيم ډول ثبت کيږي، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول به امريکا او غرب له دغو معلوماتو څخه په خپله روانه جګړه کې پراخه ګټه اخلي. نو د دغه اېتلاف په واسطه به امريکا په ټوله اسلامي خاوره کې د هر دعوتګر، سياسي او مجاهد مسلمان په اړه بشپړ معلومات راټولوي چې هغه څه ترسره کوي او چېرته اوسيږي. نو دا مهال به امريکا دومره استخباراتي لګښتونو او فردي جاسوسانو ته هېڅ اړتيا ونه لري. مستقيما به د اېتلاف د غړو هېوادونو له خوا معلومات په ریاض کې را ټولېږي او له هغه ځايه به مستقيم د واشنګټن او لندن په لاس کې لوېږي. دا د دغه خبيث او خاين اېتلاف حقيقي او ريښتينې موخه ده.

بل خوا تاسو د ګډون کوونکو هېوادونو هغه لېست ته ځېر شئ، چې په دغه اېتلاف کې يې ګډون کړی دی. په لېست کې د داسې هېوادونو نومونه شتون لري، چې يوه ورځ يې هم چا په اړه نه دي اورېدلي، چې هغوی دې له تروريزم سره کومې ستونزې ولري، لکه بنین يا مالديف او … د داسې هېوادونو نومونه په دغه اېتلاف کې شتون لري، چې لا تراوسه د دولت په توګه شهرت نه لري. تاسو فکر وکړئ فلسطين هم په دغه اېتلاف کې ګډون لري. په داسې حال کې چې فلسطين له يهودي اشغال او تروريزم څخه شپه او ورځ کړېږي. هلته مسلمان تروريست له سره شتون نه لري، چا چې وسلې ته لاس کړی، د خپل ځان، دين او ناموس د ساتنې لپاره يې وسله را اخیستې، مګر بيا هم فلسطينۍ ادارې په دغه اېتلاف کې ګډون کړی دی. له دغو ټولو موضوعاتو څخه جوتېږي چې دغه اېتلاف د اسلام په لاره کې د مبارزينو او مجاهدينو په اړه يو پراخ استخباراتي ماموريت دی، چې په مستقيم ډول د سي آی اې، ايم آی سېکس او نورو لويو نړيوالو استخباراتي سازمونو لپاره خدمت کوي. ځکه دا ځل امريکا او غرب غواړي د مسلمانانو په اړه معلومات په ډېره ساده او بسيطه توګه د خپلو خاينو ګوډاګيانو، يعنې؛ د دغه اېتلاف په واسطه راټول کړي. ځکه دغو خاينو ګوډاګيانو په ډېر ساده ډول په دغه اېتلاف کې ګډون وکړ. آن تر دې چې ګڼ شمېر غړو هېوادونو يې د دغه اقدام سخته ستاينه وکړه.

مګر ولې يې سعودي د دغه اېتلاف لپاره ټاټوبی او مرکز وټاکه؛ د ډېر بسيط او ساده ځواب په ترڅ کې ويلی شم، ترڅو د اسلامي امت د ساده وګړو عامه افکار وغولوي، ځکه سعودي د حرمينو خاوره ده، اسلامي خاوره ده، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تولد، بعثت او حاکميت خاوره ده، دا نو کله امکان لري چې داسې يو هېواد دې د اسلام پر وړاندې په جګړه کې برخه واخلي. ترڅو هغه شبهه بيخي له منځه يوسي چې سعودي به له اسلام سره په جګړه کې برخه اخلي. بل دا چې دا ډول استخباراتي مرکز ډېرو زياتو لګښتونو ته اړتيا لري، له همدې امله اړينه وه چې بايد په داسې يوه هېواد کې دغه مرکز جوړ شي، چې د لګښتونو لپاره يې بشپړه مالي وړتيا ولري او سعودي د داسې يوه مرکز د تمويل پوره وړتيا لري. نو دا ځل به سعودي د اسلامي امت د تېلو په پیسو د اسلام د حاکميت د مخنيوي لپاره د کفري – صليبي اېتلاف لپاره د جاسوسۍ لوی نړيوال ماموريت تمويل او رهبري کړي. ځکه پاکستان، ترکيه او مصر د نظامي ځواک له پلوه تر سعودي ډېر پياوړي وو، خو يوازې د پورته دوه سببونو لپاره سعودي ته د دغه اېتلاف د مشرۍ او کوربه توب حق ورکړل شوی دی او بس.

د پايلې په توګه د سعودي په مشرۍ د «تروريزم» او «افراطيت» پر وړاندې دغه امريکايي صليبي ايتلاف د کفارو او پر اسلامي خاوره د هغوی د لاسپوڅو طاغوتيانو تر ټولو لوی، خاينانه او له خباثت نه ډک نوی ماموريت دی، ترڅو په اسلامي خاوره کې د اسلامي دولت يا خلافت له لارې د بشپړ اسلام د تطبيق مفکوره مخکې له ثمرې ورکولو څخه له منځه يوسي. ځکه د دا ډول اېتلاف له لارې د روانې صليبي جګړې د پرمخ بېولو اغېزې د غرب لپاره د هغوی له مستقيمې مداخلې څخه خورا غوره دي. فرضا که هغوی د تېر په څېر په مستقيم ډول د اسلامي امت پر وړاندې جګړه وکړي، نو ټول امت وايي چې دا زموږ او د اسلام دښمنان دي، خو که دغه جګړه د داسې کسانو په واسطه پر مخ يوسي چې ظاهرا زموږ په دين دي، زموږ په ژبو خبرې کوي، زموږ وطنوال دي، يعنې په ټوله کې اهل اسلام دي، نو ګټه يې کفارو ته تر پخوا بيخي زياته ده. نو دا په ورستۍ اندازه د غلامۍ، خيانت او خباثت تر ټولو لويه او عظيمه پروژه ده، چې کفار او لاسپوڅي طاغوتيان يې له لارې هڅه کوي ترڅو د اسلامي ريښتيني خلافت د راتګ مخه ونيسي. د راشده خلافت له لارې د اسلام د حاکميت په لار کې د مخلصې او پياوړې مبارزې تر څنګ يو ځل بيا الله سبحانه وتعالی ته د دعا لاسونه لپه کوو ترڅو د دوی دغه هلې ځلې او لګښتونه د پخوا په څېر بې اغېزې او ضايع کړي او امت يو ځل بيا د اسلامي عقيدې او نظام په واسطه را ويښ او د اسلامي دولت؛ راشده خلافت خاوند کړي، ځکه دا د الله سبحانه وتعالی لپاره کوم ګران کار نه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د