شعـــــرونه

هم ولي وي هم والي / رحمت الله رحمتي

هم ولي وي هم والي:

خليفه چي د اسلام حضرت عمر ؤ
عدالت يې رسولى په ثمر ؤ

غم د دين غم د ولس ورسره مل ؤ
معرفي هم په نړۍ کي په اتل ؤ

يوه ورځ ناست ؤ پر ځاى د نازولي
صحابه وه ډېر، پر ده راګرځېدلي

په دې وخت کي يو نفر راغى وده ته
چي روغبړ يې وکړى کښېناست دېواله ته

دا حاضرو هيچا نه ؤ پېژندلى
هر يوه ؤ، دا سړى فقير بللى

کوښي دواړي وې پاره ، زړه جامه وه
يو لرګى او يوه غوټه ورسره وه

چي اميرالمؤمنين کله وزګار سو
يو څه کم په هغه ځاى کي بيروبار سو

نو ورتېر سو مسافر ته، ويل وروره
کوم مشکل دئ درته پېښ دسترګو توره ؟

مسافر چي يې پر مخ دوړي پرتې وې
بدخوابۍ يې اړولي سترګي سرې وې

هم يې لوږه پر وجود معلومېدله
سره ټول يې کړ، پاره ګرېوان په خپله

ويل تا ؤ، صاحب خط را استولى
ودې ځاى ته يم تا خپله رابللى

خو امير المؤمنين ورته ويله
چي ته ځان رامعرفي کړه يوار خپله

زه خو وايم ما په ژوند نه يې ليدلى
مګر ته وايې چي خط دي رالېږلى

ها ککړ په دوړو ځوان، وکتل ځان ته
بيا يې وويل ځاى ناستي د جانان ته

زه عمير بن مسيب يم محترمه
يم د حَمْص د ښار والي اوس حاضر دمه

تېر کال تاسو يم د حَمْص والي ټاکلى
اوس دي يم د کال حساب ته رابللى

خليفه د اسلام دې کار ته حيران سو
په ليدلو د عمير صاحب پرېشان سو

ويل ما چي کله ته والي ټاکلې
پر اوښانو دي هستۍ نه ځايېدلې

خوشحالي دي پر وجود باندي ښکاره وه
څومره ښکلى دي صورت، ښکلې څېره وه

نن دي غوښه پر تن وچه ده ښاغلې
زما په خيال هيڅ دي ډوډۍ نه ده خوړلې

بې خوبي دي پر څېره ښکاري له ورايه
په فکرونو کي د څه شي يې اشنايه؟

خداى دي خير کړي دا اوس ولي پردې حال يې
صدقه دي سم اخته په کوم جنجال يې؟

ويل يا زما د حبيب عادله ياره !
چي تا زه لېږلى نه وم تر دې ښاره !

زما کار سوداګري وه تجارت ؤ
ستا تر څنګ جهاد ته تلم، دامي عادت ؤ

خداى راکړې ښه بې حده شتمني وه
بل شى نه ؤ عبادت ؤ، يا خواري وه

اوس چي تا کوم مسؤليت ماته راکړى
و هغه ته يم صادق، ځان مي هېر کړى

ستا قربان سم ،د حمص ټوله ولسونه
راوړي خپلي جزيې او زکاتونه

نو اميرالمؤمنينه ! په تېر کال کي
ميليونونه درهم غونډ سول بيت المال کي

نور چي څه عوايدلاس ته دي راغلي
ها مو ټول په ابادۍ دي لګولي

ورته جوړ مو کړل ښارونه سړکونه
ښکلي ښکلي مساجد او حمامونه

حمص اوس ستا دخلافت شېرازه ښار دى
هر وګړى يې رهي د خداى پر لار دى

نو ويل حضرت عمر، وهغه ځوان ته
بيت المال نه دي څه ايښي دي و ځان ته ؟

خزانه د بيت المال دي ډکوله ؟
بندوبست دي د ځان کړى دئ په خپله ؟

ويل يا صاحب، د ورځي روژه زما وي
روژه مات مي په اوبو يا په خرما وي

زما هستي يو کنډولى يوه لوټه وه
دا لکړه او يوه مي لوپټه وه

په لکړه د خپل ځان د فاع کومه
او څادر چي دئ، عورت په پټومه

چي عمر صاحب دا هر څه واورېدله
په ژړا سو هم يې دا دعا کوله

ويل يا پروردګاره عمير پاک دئ
په خدمت کي د اسلام ستړى هلاک دئ

ما دده سره يو ځاى کړې په جنت کي
ده تېر کړى ټوله ژوند ستا په الفت کي

ځان يې هېر دئ، خاص په غم کي د ملت دئ
اخښل سوى يې په خټه عدالت دئ

صدقه سمه تر دا رقم واليانو
چي په هر غم وي شريک د مؤمنانو

تر ځان ډېر يې و اولس ته فکر و پام وي
پوره کړې يې د هر يتيم مرام وي

چاچي خپله روح بللې امانت وي
هم ولي وي هم والي د ولايت وي

شاعر: ښاغلی رحمت الله رحمتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

خیریوسی مننه کور ودان ډیر ښه حکایت مو را نقل کړی وو. اوډیر مطالب پکښی نغښتی وه. خصوصا دمسؤلینو او حاکمی طبقی لپاره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x