ادبي لیکني

مامې د مور د جنازې کټ له اوږه ورنکړه

لیکوال: منیب شهکار

مامې د مور د جنازې کټ له اوږه ورنکړه

چې خدای به زما ځینې راضي وي کنه نه پوهیږم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غالباً اتلسمه روژه وه خو زه په داسې مسؤليت روان ووم چې هلته يواځې دنده وه هلته اختر خوښي لرله خو رخصتي نه .

مور جانې مې هم ښه په مينه رخصت کړم خدای پاماني مو سره وکړه . دا هم د تل په څير خدای پاماني وه دعاء ، مينه او شفقت پکې وو ….

نه ! نه ! هرې خدای پاماني وروسته ستړې مشې لرله او هرې خدای پاماني وروسته بيا دمورنۍ مينې شفقت لرلو هرې خدای پاماني وروسته ديدن لرلو او دې خداي پاماني مانه دا ټوله پا چاهي روانه کړې وه .

زه نه وم خبر ….. زه نه وم خبر چې زما له شونډو هغه قدمونه روان دي او بيا به يي ښکل نکړم دکومو لاندې چې جنت دی .

له هغې غيږې چې زه دنيا ته راغلم ، ستر يي کړم ، ويي پاللم ، الله هو راته ويل نن څومره بې نوا پاتې کېدلم ….؟

زه څه خبر ووم … ؟ الله ! عفوه غواړم . که زه خبر هم وای مابه يي کله حق ادء کړی وو ..؟

او تر هغه وخته چې په ټيليفون له مورجانې سره غږېدم .

زويه ! څنګه يي ؟ صحت او عافيت دې څنګه دي ؟ اختر دی کورته نه راځې ..؟

مور جانې ! ولې نه ..؟ زړه مې خو مې غواړي چې اختر لتاسره تېر کړم ..خو زما مجاهدين ملګري کورونو ته ځي زه به همدلته پاتې شم ځکه چې دلته دخدمت نور څوک نشته .

زويه !  خیر بیا مه راځه . پاتې شه .

زه ديوې داسې لارې لاروی يم چې په مزل کې ډېرې لوړې او ژورې لرم ، له هر درد څخه نوی درس اخلم او له هرې ستونزې نوې حوصله تر لاسه کوم ، زه دوخت داخلاقو دمعيار له استاذانو څخه تل په زده کړه بوخت يم، پرما يو دمسافرۍ اختر هيڅ کومه پروا نلري ، ځکه زه ډاډه يم چې زما همدا اختر دډيرو مسلمانانو درباط په سنګر کې تيريږي او ددې بدله ماته زما رب راکوي ان شاء الله ….

دوړوکي اختر له لمانځه اداء کولو او مبارکي وروسته مې اراده وکړه تر څو ، داختر خو ښيوته ښه راغلاست ووايم .

خو ! هلته چې دوحشتونو ددنيا واکمني نشته ، هلته ! چې زما دځوريدلي امت او ملت دوجود غوښې دصحرا مارغان نه خوري .

هو !!

په ويښه مې داختر دخوښيو دلمانځلو زړه نشو کولای ځکه مې خوب ته فناه وړله او غوښتل مې شیبه سترګه پټه کړم، دنيا هېره کړم له خپلو نيمګړو ارمانونو سره غاړه غړۍ شم . تر يوې اوږدې ساه وروسته مې سر په بالښت کېښود ، سترګې مې پټې او مزل مې پيل کړ او خدای خبر چې تر کومه به رسيدلی ووم …؟

چې دمورجانې مهربانې مينې بيا هم داختر په ورځ داختر ټولې خوښۍ هېرې کړې او زه يي ياد کړم .

ګرځنده ټيليفون ته زنګ راغې : کوچنې ورور داختر مبارکې راکړه او زياته يي کړه : چې مور جانه هم داختر مبارکې درسره کوي، ماورته ویل : سمه ده ګوشې ورکړه . مورجانې سره مې هم داختر مبارکې وکړه راته وه يې ویل : زویه ! کله راځې . ماورته ویل : مورجانې ! ملګرې مي چې پخیر بېرته راشې نودربه شم ان شاءالله .
مورجانه مې خوشحاله شوه . ويل يې سمه ده.

ازلي پريکړ ې کله بدليږي ؟؟ څومره پړاوونه به مې ووهل؟؟ او څومره به کور ته رانږد ې شوم ..؟ خو چې دديدن نصيب يي نه وي …نو زما غوندې دسترګو په پرده به يې ديوه درانه مسؤليت انځور وي ، او دفکر هېنداره به يې دمورجانې په قدمونو کې لوبې کوي . زه نه پوهېدم چې تقدير ته زما او زما دمورجانې وروستي ليده کاته تېر شوي دي ځکه به مې دخپل مشر هغه غوښتنه وځنډوله چې نور خو شپه ده کور دې هم لنډ دی لاړ شه کورکې شپه تېره کړه سهار وختي به بيا راشې . او ما به داحرص وکړو چې خير دا کار دې خلاص شي بيا به په ارام څو ورځې تيرې کړم . قسمت ويل : بيا چې ته ورځې په هغو سترګو کې به رڼا نه وي پاتې چې دزمکې پر سر يي تر بل هرچا تاته ډېره مينه د رکړې ده ، لورينه يي درباندې کړې ده ، او ته يي پخپله غېږ کې پاللی يې . نن په دوهم ځل خپل مسؤل راته ويل چې که ځې شپه به کور کې تېره کړې سهاربه بيا راشې خو ما بيا ونه منله . اودس مې کولو چې زنګ راغی . نمبر مې دمشر ورور وو، پورته مې کړو ناببره يي وپوښتل چيرته يي ؟ دلته لنډ يم . مورجانه ښه نده .؟ هله ژر يي روغتون ته رسوه . ( زما غږ بې اختياره لوړ شو ) په څومره وارخطايي مې په يوه قدم تر خپل امير پورې ځان وررساوه او عرض مې ورته وکړ: زما والده ښه نده که اجازه وي زه به يي په خدمت کې حاضر شم . لاره کې مې ګړندي ګړندي وارخطا ګامونه اخيستل چې کشر ورور مې زنګ وواهه پورته مي کړ له واره يې نعري کړې: ته چیرته یې ؟ ولې نه راځې ؟ مورجانه مرېضه ده . ماورته ویل : شور مکړه ، خدای به خیر کړې ، دروان یم تاسې یې روغتون ته رسوئ زه درسېږم . اړيکه پرې شوه زما حالات هم خراب شول اوښکو مي روانې شوې ، و ړې وړي سلګۍ مې له خولې پورته شوې . يو ملګري ته مې زنګ او وا هه. هغه زر موټر راوستلو ورسره وختم لار کي بیا زنګ راغئ کوچنی ورور مې وو . راته ویل یې : چې راځه کورته ، روغتون ته مه ځه . مور جانه وفات شوه . زه کور ته ورسيدم خو ما ډېر څه له لاسه ورکړي وو ، زما پاچاهي په يوه کالبوت کې بې ساه پرته وه ، ما مې مور جانه ليدله خو هغې ستړې مشې راته ونه ويله بلکې دحال په ژبه يي راته ويل : زويه ! ماچې دکوم ارمان لپاره تاته خپلې شيدې درکړي دي هغه زما امانت دی تاسره . هغه به نيمخوا نه پريږدې . زويه ! ژوندي قومونه تاريخ جوړوي ، ازاد وي ، دظالم لاس نيسي او دمظلوم په سر لاس تيروي . ډېرې داسې بورې ميندې ژوند کوي چې دزړه ټوټې يې له لاسه ورکړي دي . ته دهغو ميندو زوی يې ، تاته دهغوئ ستر ګې دي او تانه به دهغوئ پوښتنه کيږي ، ځکه چې ته دجهاد داعي يې ، ته دټولو شهيدانو وارث يې . ته به دهر يتيم اوښکې پاکوې ، دهرې بورې او ورارې عفت به خوندي کوې ، او زما سر به دمحشر په ورځ لوړ ساتې . او بيا ديوې جنازې په شکل کې زما دژوند نيم روح هم په يوه نامعلومه لوري روان شو . دوخت مجبوريتونو مې دمور دجنازې لمونځ اداء کولو ته پرېنښودم ، او نه مې دهغې مزار وليدلو . خو دهغې راکړي درسونه مې کرار کرار له ځان سره تکرارول او ديوه نوي سفر دپيل تابيا مې نيوله ، په فکر کې مې دامت هرې بورې مور ته ډاډ ورکولو چې : مورې ! زه خو يم کنه . ولې زه ستا بچی نه يم ..؟ زه به ستا دبچي له قاتل سره حساب کوم او تاته به ستا دبچي نيمګړي ارمانونه راژوندي کوم بس ته صرف دعاء کوه او مونږ مه هېروه .

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x