افغانستان

په غزني کې يو امريکايى په اسلام مشرف شو

د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې يو امريکايي سلاکار د اسلام په دين مشرف شوى دى.

د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکیو رسنيو ته ويلي، چې د “ډګرمن ګورين” په نوم يو بهرنى درې ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د اسلام سپېڅلی دين منلى دى.

خلک وایې: ياد کس د اسلام مبارک دين په اړه مطالعه کړې او په خپله خوښه مسلمان شوى دى.

د نظم عامه پوليسو د عمومي قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کس د ګيلان ولسوالۍ د علماوو شورا پر وړاندې د شهادت کلمه ويلې او د “علي” نوم ورته غوره شوى دى.

د سرچينې په خبره ياد سلاکار د امريکا د کاليفورنيا ايالت اوسېدونکى دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx