شعـــــرونه

نړۍ والو!!!

فهيم عمري

نړئ والو ښه یی واورئ

ښه مو خپل غوږونه خلاص کړئ

دغه خوآر غریب هیواد دی

دلته هره مور ده بوره

هر بچي یی خوار و زآر دی

ددی چم غریب وګړي

په نس خوار په زړه ټپي دي

خو همت یی تر آسمانه

څملولي ډیر پردي دي

نړی والو ښه یی واورئ!

چا چي اور دلته بل کړی

نو لوګي يې ان تر کوره

له دي ځایه دي ورغلي

په لمبو يې سوځېدلي

ټول جهان ورته کتلي

زما دا مشوره واورئ

نور له دې ځايه ځان باسۍ

کنه تاسې به شئ داسې

څنګ چې ها نور يرغلګر شول

چې تباه شول در په در شول

نور مو خوښه نړۍ والو

نور مو خوښه نړۍ عمري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x