د نن سرلیکنه

هلمند ته د برتانوي ځواکونو بیا راستنیدل څه په ډاګه کوي ؟!

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: په هیواد په تیره په هلمند ولایت کې د طالبانو تر وروستیو پرمختګونو وروسته د برتانیا دفاع وزارت اعلان وکړ چې دوی ۳۰ کسیزه پوځي ډلګۍ د هلمند ښوراوک پوځي اډې ته لیږي.

د برتانوي پوځ پخواني لوی درستیز لارد دنت وايي چې له هلمند څخه زمونږ د ځواکونو د پرشاتګ په وخت کې افغان ځواکونه له پوځي او تسلیحاتي پلوه ښه غښتلي ول خو اوس مهال د افغان سیاسي او پوځي مشرتابه د کمزوري او ناکامي له وجې افغان پوځ د طالبانو په مقابل کې د مقاومت روحیه له لاسه ورکړي او دا هغه څه دي چې زمونږ د تیرو لاسته راوړنو د ضائع کولو معنی لري او زه ترې وییږم .

د ښاغلي لارد دنت په شمول ډیری غربي چار واکي اوس دې حقیقت ته رسیدلي چې ګډ حکومت په دې نازکو شرائطو کې دهیواد رهبري وړتیا نه لري.

په ننګرهار ولایت کې د نا پیژانده الوتکو له لوري د نامعلومو وسله والو د ښکته کیدو اوازې ، د قندوز تر سقوط وروسته د طالبانو په لاس د هلمند ولایت د سقوط تهدید ، د ګډ حکومت د مختلفو ټیمونو ترمنځ سیاسي او قومي رقابتونه او … ټول هغه څه دي چې د ګډ حکومت په نا کامي او بی کفایتي دلالت کوي.

امریکایان او د هغوی غربي مؤتلفین د ګډ حکومت دغه ناکامي ویني او د له منځه وړلو پر ځای يي د لازیاتوالې کوښښ کوي ، همدا لامل دی چې هغوی اوس په مختلفو امنیتي او سیاسي برخو کې د خپلو مخکینیو ژمنو پر خلاف خود سرانه اقدامات کوي .

د امریکایانو او د هغوی د نورو غربي ایتلافیانو له خود سرانه اقداماتو څخه له افغانستان څخه د ځواکونو تر پرشاتګ وروسته بیرته دهغوي دوباره راستنیدل دي چې هلمند ولایت ته د برتانوي سر تیرو برګشت یې یوه بیلګه ده .

د برتانویانو تر څنګ امریکایانو او د ناټو تړون هم مخکي تر مخکي اعلان کړی چې د دوئ ۱۲۸۰۰ پوځیان و ۵۵۰۰ امریکایان به په افغاانستان کې پاتي کیږي.

امریکایان ، برتانویان او همدا راز د ناټو تړون ځکه دې پریکړې ته اړیستل شول چې هغوی د ګډ حکومت په هرډول اداري او پوځي وړتیا باور له لاسه ورکړي ، هغوی د طالبان په لاس د قندوز تر سقوط وروسته په دې وپوهیدل چې ګډ حکومت په یواځي سر هیڅکله په افغانستان کې د بقاء چانس نه لري ، لهذا کوښښ کوي تر څو بیرته د کابل په شمول د ولایاتو په مرکزونو کې عملي شتون ولري ، چې دا کار په خپل ذات کې د دوئ او د ګډ حکومت ترمنځ د کړیو توافقاتو ښکاره نقض دی.

ځکه په یاد تړون کې دا خبره فیصله شوې چې د افغانستان د امنیت تأمین د امریکایانو مسؤلیت دی اوس چې خبره د ولایتونو د مراکزو تر سقوطه ورسیده او د هلمند ولایت د ژغورنې لپاره برتانوي پوځیان بیرته هلمند ته ستون شوی ، لیري نه ده چې کندهار ته کاناډايي ، کاپیساته فرانسوي ، روزګان ته هالنډي او … ځواکونو هم بیرته را وګرځي او ګډ حکومت ته ووايي چې ستاسي د بي کفایتې له وجې په یادو ولایتونو کې زمونو پخوانۍ لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.

هلمند ته د یو محدود شمیر برتانویانو بیرته راستنیدل پرته له دې چې هلته نوره ګډ وډي او د جګړو شدت رامنځته کړې بله هیڅ ګټه نه لري ، امریکایان غواړي په دا ډول کړنو سره د ډیر وخت لپاره په افغانستان کې د جګړې د جاري ساتلو وجوهات فعال وساتي ؛ځکه په افغانستان کې د جګړو دوام د امریکایانو لپاره د هغوی ټول مصالح په ښه ډول تضمینوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
naimat khan

ددا ویب سائټ مسئول سوک دی چی په افغانانو پسی داسی پچ او رد وایی ته لکه چی د پنجاپیانو مزدور او غلاک ئی یی افغانان غیرتی قوم دی مرګ غواړی خو غلامی نه

بتان

افسوس ستا به حال نعمت خان ته اوس هم د ازادی تمعه لری

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x