د ننګرهار پوهنتون په هکله یوه دردونکې قصه

حقيار هوتک

عبد الله کاکا چی د ننګرهار پوهنتون په ګاونډ کي اوسیږي خپل د زړه درد یې مونږ سره شریک کړ. نوموړی د ننګرهار پوهنتون په هکله خپله خاطره داسې بیانوي.

کله مو چې د پاکستان څخه کډه وکړه او خپل وطن ته وګرځیدو، ننګرهار پوهنتون ته څیرمه مو واړول.

یو ځل مې د پوهنتون له لاسپیکر څخه په ډیر ښایسته آواز تلاوت واورید، پوښتنه مي وکړه چې دا تلاوت چیرته کیږې چا راته وویل چې دا محصلین دي، هوډ مې وکړ چي باید نن ددغه امام تر شا لمونځ وکړم ماشام ته لږ وخت پاتي وه د پوهنتون د لیلیې جمات خوا ته ولاړم په دې وخت کي مؤذن اذان پیل کړ چي ډیر په ښایسته آواز یې آذان وکړ. د هري خوا نه محصلین د مسجد خواته راروان وه، د لمانځه لپاره اقامت وویل شو دا چي زما عمر زیات وه محصلینو راته په اول صف کي ځای راکړ د محصلینو دې نیکو اخلاقو ډیر حیرت کي واچولم، چي دا څومره نیک خلک دي، نیت مو وتړلو امام قرات شروع کړ داسي تلاوت یې کاوه چي ماته یې ژړا راوستله په ډیر خوند مې لمونځ وکړ کله چی لمونځ څخه مو سلام واړاوه ومې کتل چي د جمات داخل او بیرون د محصلینو نه ډک دی او ټول ځوانان دي.

ډیر خوشحاله شوم د الله نه می شکر ادا کړ چي داسي پوهنتون لرو چی محصلین یې د فرایضو او سنتو ډیر پابند دي د ډیری محصلینو په مخ سپیڅلې ږیرې وې او په سنتو برابر ول او داسي کسان هم ډیر وه چي ږیري یې نه وې خو لمونځ یې په ډیر خشوع کولو کله چي د جمات نه بیرته راووتلم ډیر جم و جوش وه محصلینو ماته لاره راکړه او بوټان یې ماته مخي ته کښیښودل چي د محصلینو دې اخلاقو او دینداری په حیرانتیا کي واچولم ځان سره می وویل چی کاشکی زما زوی درس ویلای وای اوس به یې زما څومره قدر کولو.

ځان سره مي هوډ وکړ چي کله مي لمسیان د دولسم صنف څخه خلاص شول د ننګرهار پوهنتون څخه ماسوا په بل پوهنتون کي به یې داخل نه کړم.

ددی ورځي لمونځ نه مي چي کوم خوند واخستلو په هیڅ بل لمانځه کي مي نه وه اخستی.

تصمیم مي ونیولو چي هر وخت به دلته د لمانځه لپاره راځم ددې څخه وروسته کله چی سهار شو نو وختی مي د پوهنتون جمات خواته حرکت وکړ د سهار لمونځ هم د ماښام د لمانځ په څیر د محصلینو نه ډک وه کله مو چي لمونځ وکړ وروسته د سلام او څه ذکر کولو نه یو ځل ټول محصلین اوچت شول وارخطا شوم چي څه خبره شوه، ګورم چي محصلینو قران کریمونه راواخستل او د حلقې په شکل کښیناستل یو عالم د ممبر څنګ ته کښناست او د قران عظیم الشان ترجمه یې شروع کړه د قران سره د محصلینو بې کچي میني حیرت کي واچولم، خو ډیر خوشحاله شوم چي شکر دی زمونږ محصلین د عصري علومو تر څنګ قران کریم هم زده کوي.

کور ته ولاړم کله چی د ماسپښین آذان یې وکړ بیا د پوهنتون جمات خوا ته روان شوم د ماسپښین لمونځ مو هم د نورو لمنځو په څیر وه او محصلین ټول حاضر وه کله چي لمونځ خلاص شو ځینو تلاوت شروع کړ ځینو نور درسو خوا ولاړل او یو تعداد خپلو اطاقو ته ولاړل.

د مازدیګر لمانځه ته په تلوسه وم کله چي مازدیګر آذان وشو زه هم جمات ته حاضر شوم د تیر په شان د محصلینو ډیر تعداد کسان مسجد ته راغلل چي په جمات کي نه ځایدل لمونځ وشو د سلام او دعا څخه وروسته په مسجد کی محصلین ځای ځای را ټول شول او څو حلقي یې جوړي کړې چا د تجوید درس کولو، چا د حفظ او چا هم سیرت نبی صلی الله علیه وسلم، په دې کار ډیر خوشحاله شوم د یو محصل څخه مي پوښتنه وکړه چي دا استادان څوک دي هغه را ته په ځواب کي وویل چي کاکا جانه دا کوم چي درس ورکوي د شریعاتو د پوهنځی محصلین دي او نور چي درس زده کوي د نورو پوهنځیو شاګردان دي، ددې خبري په اوریدو مي مخ قبلي ته کړ او محصلینو ته مي دعا وکړه لدې څخه وروسته به همیشه د لمانځه لپاره پوهنتون ته راتلم تر دی پورې چي د ځینو محصلینو سره ملګرتیا هم شوه هغوی به زما ډیر احترام کولو.

په پوهنتون کي کامله اسلامي فضا حاکمه وه.

محصلینو به په خپلو کی ډیره مینه کوله او په خپلو کي به یې د یو بل ډیر احترام کولو. د اوړې(دوبي) د تیرولو په خاطر کابل ته راغلو تردې چي په کابل کي مو ژوند اختیار کړو خو د محصلینو سره یو ځای لمونځ کول به مي همیشه یادیدلو او کله کله چي جلال اباد ته تلم نو د محصلینو دیدار مي هم کولو.

رسنیو څخه می واوریدل چي د ننګرهار پر پوهنتون د حکومت لخوا چاپه اچول شوې او لسګونه محصلین یې نیولي ډیر خفه شوم ځکه ددې محصلینو اسلامی روحیې تل په تشویش کي اچولاي وم چی کیدای شي د ننګرهار پوهنتون د اسلام د دښمنانو لخوا داسي پرینښودل شي.

څو ورځي وروسته مي د جلال اباد خوا حرکت وکړ ماسپښین درونټې ته ورسیدم خپلوانو خواته ولاړم هلته مي دمه وکړه د مازدیګر لمانځه لپاره د پوهنتون خواته روان شوم کله چي د پوهنتون دروازې ته ورسیدم حالات مي بل شانته ولیدل هری خواته امنیتي موټر ولاړ وه په داخل د پوهنتون کي هم امنیتی کسان ګرځیدل په پوهنتون کي د ویري او ډار فضا خوره وه لمونځ مو په جمات کي وکړ خو د پخوا په شان نه وه په جمات کي د محصلینو تعداد کم وه.

د تجوید او د قران کریم د حفظ حلقې بندي سوي وې کله چي د جمات نه را ووتلم یو محصل می ولید چی پخوا می پیژندلو ورته نږدی شوم او ترې مي پوښتنه وکړه چی څه حال ده پوهنتون کي، درسی حلقې خو هم اوس نشته؟

نوموړی د حوصلی په ښلو راته وویل چي کاکا جانه نه حلقي شته، نه د قرآن عظیم الشان ترجمه شته ، نه د چهارشنبې شپې انجمن شته چی محصلینو به پکی د وینا کولو طریقه زده کولو او هغه محصلین یې هم ټول نیولي چي درس به یې کولو او نه هم په پوهنتون کی پخوانی جم او جوش شته.

زه هم په ځان ویریږم چي د ږیرې له وجهي مي ونه نیسي.

ددې د خبرو په اوریدو ډیر خفه شوم او هغه خبره مي را یاده شوه چي د اسلام دښمنان به هرومرو د ننګرهار پوهنتون په داسي حال کي پرينږدي.

په داسي حالت کي د پوهنتون څخه ووتم چي په سترګو مي غیری اختیار اوښکي رواني وې او ننګرهار پوهنتون نه مې رخصت واخست.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
راشد بشارت
میلمه
راشد بشارت

انا لله و انا اليه راجعون
ډيره دردونکې وه . الله تعالی دې د حق لارې مجاهدينو ته بری ورکړي چې دغه طاغوتي نظام رانسکور کړي. الله ته مو نصرت وکړه !