نړۍ

امریکایې استاد: اوباما جنګي جنایتکار دی

د یوه امریکایې پوهنتون د استاد او مدني فعال له انده د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ترویزم د تش په نامه جګړې تر عنوان لاندې په خورا زیاتو او ناوړه جنګي جنایاتو کې ښکېل دی.

کارنل ووسټ د بې پېلوټو الوتکو په تروریستي بریدونو کې د ۲۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو وژنې ته په اشارې سره وویل نیکسون،بوش او اوباما جنګي جنایتکاران دي.

ښاغلي ووسټ زیاته کړه : « دوی د آزادي لپاره د مبارزې په نوم بې ګناه وګړي وژلي دي، د نورو په اړه يې قوانین تر پښو لاندې کوي؛ خو د خپلو په اړه يې بیا اجرا کوي. لکه څرنګه  چې يې د وال سټرټيټ دجنایت په تړاو قانون د ځان په ګټه وڅرخاوه.»

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په نورو هېوادونو کې د ملکي تلفاتو او بې خرته بمباریو په اړه د اوباما جنګي ستراتیژۍ په کور دننه او بهر تر سختو نېوکو او پوښتنو لاندې ده .

ووسټ وایې : له مودو راهیسې د  بې ګناه وګړیو د تلفاتو او د جګړې پر غیر اخلاقي اړخونو  خبرې او بحثونه کوم.

د امریکا د هوایې حمل و نقل مرکزي اداره ((FAA د فبروري پر ۱۵ نېټه د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له ۲۰۰۷ع کال راهیسې تر اوسه پورې یې د شاوخوا یو زر څلور سوه اته وېشت ( ۱۴۲۸) مختلف النوع بې پېلوټه الوتکو د پرواز لایسنسونه صادر کړي دي.

همداراز دغه سازمان په خپله خبرپاڼه کې په راتلوونکیو پنځو کلونو کې  شاوخوا لسو زرو ( ۱۰۰۰) نورو بې پېلوټکو الوتکو ته د احتمالي جوازونو (لایسنسونو) د صادرولو خبر ورکړ.

په داسې حال کې چې افغانستان، سومالیا،یمن،لېبیا او پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دي چې عملاً د دغو الوتکو تر خونړیو بریدونو او ړندو بمباریو لاندې دي.د امریکایې بې پېلوټو الوتکو د الوتنو او په ځانګړې توګه د هوایې حریم د نقض او پایملولو پر سر په امریکا دننه او بهر کې د خلکو جدي انديښنې را پارولې دي.
امریکا که څه هم د خپلو بریدونو د توجیهه لپاره وایې له دغو الوتکو څخه د خپلو مخالفینو په ځپلو کې کاراخلي. خو د عیني شاهدانو او سیمه ایزو مقاماتو ارقام په ډاګه کوي چې د بې پېلوټه الوتکیو په بریدونو کې عموماً  تر ټولو ډېر او زښت درانه تلفات ملکي وګړیو ته اوړي.
ملګري ملتونه ظاهراً د بې پېلوټه الوتکو بم ورۍ او بریدونه د هدفي وژنو په لړ کې راوستلي او زیاتوي چې دا شان بریدونه بین المللي قوانین تر پښو لاندې کوي؛خو عملاً یې په افغانستان څه په لیبیا،پاکستان،یمن او سومال کې په داسې بریدونو کې د اوښتیو ملکي تلفاتو په اړه کوم جدي غبرګون ښودلی نه دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x