fbpx

هلمند؛ سنګين:د پوځي چارواکو ضد و نقیض څرګندونې او جګړه کې ښکېل عسکر ـ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومى ۳مه، ۱۳۹۴ل): تر توندې جګړې وړاندې:

د هلمند ځايي چارواکو پر ضد و نقیض څرګندونو پيل وکړ، ځينو يې د هلمند ستراتيژيکې ولسوالۍ سنګين پر ګډون ټول هلمند «د ګړنګ پر غاړه» ګاڼه او خو نورو يې بیا وضعیت نورمال معرفي کاوه.

د تېرې میاشتې «لېندۍ» پر ۲۸ مه د هلمند مرستیال والي د خپل والي له اجازې پرته په بې نمونې ډول د هلمند وضعیت معرفي کړ، نوموړي د فیسبوک له لارې پخپله فیسبوک پاڼه د ولسمشر په نوم لیک خپور کړ او ولسمشر ته د هلمند د وضعیت په اړه ور رسېدلي نو راپورونه يې بې بنسټه وبلل.

محمد جان رسوليار پخپل لیک کې شخصاً ولسمشر غني مخاطب کړی او د هلمند وضعیت يې د هېواد په کچه لوی ناورين بللی دی، هغه د لیک په یوه برخه کې غږ کوي: «ولسمشره! هلمند د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.»

نوموړي له هغه رازه هم پرده پورته کړې چې لوړ پوړي پوځي منصوبین يې لا هم نه مني، رسولیار ويلي چې د نوزاد او موسی کلا ولسوالۍ چې له سقوط سره مخ شوې، لسګونه عسکر ووژل شول او ګڼ پوځي مهمات د طالبانو لاس ته ورغلل.

که څه هم د دفاع وزارت مسوولین او پخپله د هلمند والي لا هم نه مني چې د دې ولایت د خانشين ولسوالۍ دې د طالبانو په لاس کې وي، خو د هلمند مرستیال والي اعتراف کړی او وايي چې د دوی ځواکونو د لېندۍ پر دوولسمه له دې ولسوالۍ نه پښې سپکې کړې او اوس د طالبانو په لاس کې ده.

سنګين د جګړې په اور کې

د خانشين له سقوط وروسته د طالبانو د بريدونو ډېر زور سنګین ته مخه کړه، د لېندۍ پر ۳۰مه خواله رسنیو کې د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړل شو، خو طالب ځواکونو يې پخلی نه و کړی.

پر همدې ورځ د هلمند ولايتي شورا غړو وېره ښکاره کړه چې هلمند بشپړ له سقوط سره مخ دی.

د هلمند ولایت د ولایتي شورا رییس محمدکریم اتل رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې طالبان ورځ تر بلي په هلمند ولایت کې پرمختګ کوي، نن یوه ولسوالي نیسي او سبا بله، په همدې توګه حکومتي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي او پراخي سیمي یې له لاسه وتلي دي.

اتل وويل چې طالبانو د ولس پوره ملاتړ تر لاسه کړی او د هغوی په ملګرتیا پر مخ ځي د هغه په خبره په هلمند کې د امنیتي ځواکونو شمېر غلط دی.

نوموړي په هلمند کې د ۸۰۰۰ عسکرو تعداد د کاغذ پر مخ وګاڼه او ويې ويل چې دا شمېره خيالي ده او په واقعیت کې دومره شمېر ځواکونه هلته نشته.

د مرغومي پر لومړۍ د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت مسوولینو د هلمند په سنګين کې جګړه تاييد کړه او ويې ویل چې د دوی مېشتو ځواکونو ته يې تازه دمي ځواکونه هم لېږلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي وويل چې په هلمند کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی، خو د ده په خبره په سنګين کې يې یوازې شپږ پوستې له لاسه وتلې دي.

له بله اړخه په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازو ويل چې د سنګين په جګړه کې ۲۹۰ عسکر وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا د سنګين په جګړه کې د ۱۵ عسکرو د وژلو پخلی وکړ او په وينا يې نور ناسم معلومات دي چې په جګړه کې د ښکېلو عسکرو روحيه له منځه وړي.

برتانويان په هلمند کې او د سنګين سقوط:

تر دې یوه ورځ وروسته د مرغومي پر دویمه د سنګين امنیه قومندان له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ، د امنیه قومندانۍ ودانۍ او د ملي امنیت اړوند ودانۍ نیولې او دوی په یوه کنډک کې محاصره پاتې دي.

هغه پر امنيتي مسوولینو په تېره بیا د کورنیو چارو پر وزارت غږ وکړ، چې که بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي، نو دوی ته دې ۲۰۰ قبرونه تیار وکيندل شي.

هغه وویل چې په ټول کنډک کې ۳۵ قوتیه لوبیا پاتې ده، چې که د طالبانو په بريدونو کې ونه وژل شي، له لوږې سره مقاومت نه شي کولی.

د ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي امنيه قومندان د هلمند له والي سره يادي خبري د ټيلفون پر کرښه کړې او نوموړي له دوی سره پر نه کومک او نه همکارۍ افسوس کړی دی.

په همدې ورځ د هلمند په سنګين کې د محاصره عسکرو د مرستې لپاره برتانوي عسکر یو ځل بیا دې سیمې ته ولېږل شول.

د مرغومې پر لومړۍ ورځ د برتانيا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوی د پوځ ۳۰ کسیزه ډلګۍ د هلمند شوراوک پوځې اډې ته رسېدلې ده.

که څه هم د برتانیې دفاع وزارت وویل چې عسکر به یې په قرارګاه کې دننه پاته کیږي او د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې برخه نه اخلي، بلکې افغان عسکرو ته به د مشاورینو په توګه مرسته رسوي، خو دغه عسکر په داسې وخت کې هلمند ته ولېږل شول، چې سنګين د امنيتي ځواکونو له ګوتو په وتو و.

د مرغومې په په دویمه طالبانو رسماً ومنله چې د هلمند دغه مهمه ولسوالۍ بشپړه د دوی په واک کې ده.

د هلمند په سنګين کې د طالبانو نظامي مسوول ملا مشر د دولتي سرچينو هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې طالب ځواکونو د خلکو دوکانونه لوټ کړي دي، هغه د طالبانو رسمي ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې ۷۰ تنه دولتي عسکر يې ژوندي ونیول خو خپلو سیمو ته يې د موټر کرايې هم ورکړې او خوشي يې کړل.

نوموړي وویل چې تر اوسه پورې د دوی ځواکونو په جګړه کې هغسې برخه نه ده اخیستې، چې څومره د دوی هیله وه، ځکه چې جګړه ټول ځايي خلک پر مخ وړي.

په ورته وخت کې د هلمند د ولايتي شورا رییس هم مني، چې طالبانو د خلکو ۹۵ سلنه ملاتړ خپل کړی او په وينا يې د ولسي ملاتړ په وسیله پر مخ ځي.

ځايي چارواکي:

د هلمند والي میرزاخان رحيمي او دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی لا هم نه مني، چې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.

د هلمند والي وايي چې دوی په سنګين کې څو پوستې له لاسه ورکړې او تېره شپه يې پوځي عملیات ترسره کړي، چې طالبانو ته يې درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

له بله اړخه د سنګین د اربکیانو عمومي قومندان په ټپي حالت کې د جګړې له ډګره را ویستل شوی، نوموړي له «خاور» ځايي تلویزون سره په خبرو کې ويلي، چې لوړ پوړي دولتي چارواکي بې وفا دي او له دوی سره يې زیاتی کړی دی.

هغه وايي چې په میاشتو ـ میاشتو زموږ د ملګرو جسدونه له موږ سره په پوستو کې پراته و، وړاندې زياتوي: «بې وفا دا دولت دی، رییس جمهور بې وفا دی، راساً دی بې وفا دی، زموږ والی بې وفا دی، قومندا د امنيې مو بې وفا دی، رییس د خاد مو بې وفا دی…»

ياده دې وي سنګین د هلمند هغه ولسوالي ده، چې تر ۱۰۰ ډېر برتانويان پکې وژل شوي او هغوی به دغه ولسوالي د ځان لپاره د دوزخ کنده بلله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د