بې چاره سوالګر

ليکوال: جاوېد چودهري
ژباړن: احمدالله احمدزی

ليکوال د پاکستان وتلی ژورنالېست او کالم ليکونی دی، دی وايي:« دا کالم مې د ژوند تر ټولو غوره کالم دی او له الله تعالی دعا کوم، چې دا کالم مې د بښنې ذريعه شي زما ګرانه رسوله صلی الله عليه وسلم زما هديه قبوله کړه.»

نوم يې طيبه و، مګر عربانو يثرب بلله او عربي کې يثرب کړاوونو او ستونزو ته وايي. دا خبره يې پر ځای هم وه؛ ځکه چې تر ټولو زيات ورښتونه په همدې سيمه کې کېدل او دې دره کې د بارانونو زهرجنې اوبه ټولېدې او له دې اوبو ګڼې ناروغۍ پيدا کېدې، مګر کله زما خوږ پيغمبر عليه السلام پر دغه خاوره قدم کېښود، څېړونکي وايي، چې دا د ۶۲۲م لومړنۍ اوونۍ وه، ځينې وايي، چې اکتوبر مياشت وه، رسول الله صلی الله عليه وسلم په قبا کې څوارلس ورځې تېرې کړې او له هغې وروسته يثرب ته داخل شو، نو د بنو نجار قبيلې وړې نجونې د هرکلي په موخه راوتلې وې.

له دې پېښې پوره ديارلس سوه اتيا کاله، يوه مياشت او درويشت ورځې وروسته موږ دغه ځای کې ولاړ وو. مخامخ د يوې زړې ودانۍ نښې نښانې پاتې وې شيخ الحديث ډاکټر شېرعلي شاه ر حمه الله دغې کلا لور ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې «هغه نجونې په هاغه ځای کې ولاړې وې او د پيغمبر عليه السلام د هرکلي په موخه يې دريا وهله.» ورسره نږدې يو جومات و، راته يې وويل، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت لومړنی جمعې لمونځ دلته ادا کړ، د جومات او کلا ترمنځ د يوې چوترې نښې ليدل کېدې، رسول الله صلی الله عليه هلته د يو صحابي په غوښتنه لمونځ کړی و، رسول الله صلی الله عليه وسلم، چې پر دغه خاوره قدم کېښود، نو يثرب په مدينه واوښت او بيا دا ښار نړۍ کې د سکون، ايمان، شفا او قبوليت پر مرکز واوښت.

دا ښار څه دی؟ تاسې، چې د دې ښار حدودو ته ننوځئ، داسې به انګېری، چې تاسې د کويلې په سر له ستړۍ مزل وروسته داسې يوې سيمې ته ننوځئ، چې د ګلابو ښکلې پاڼې پر لاره پرتې وي، هوا د مشکو او عنبرو په بويه معطره وي، د نړۍ ټولې ونې د ورځې اکسيجن اخلي او د شپې کاربن اکسايډ پيدا کوي، پرته د مدينې منورې له ونو؛ ځکه چې د مدينې ونې داسې بې ادبي نه شي کولای.

ډاکټر شرعلي شاه صيب يو عربي شعر ووايه، زما دې د شاعر نازک احساس ته سلام وي. «که ستاسې زړونه په مدينه کې سکون پيدا نه کړي، نو چېرته سکون کوي او که دعاوې مو په مدينه کې قبولې نه شي، نو چېرته به قبليږي.»

انصارو په ډېره بې صبرۍ د رسول الله صلی عليه وسلم د ورتلو انتظار کاو، هر سهار به له کوره راوتل، له ښاره د باندې به يې د رسول الله صلی عليه وسلم انتظار کاو، ماښام به، چې لمر ډوب شو، نو سهار به بيا په ډله راووتل، دغه ورځې ډېرې ګرمې وې، يو ماښام خلک نهيلي کورو ته روان شول، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم اوښې په قبا کې قدم کيښود، يو يهودي دغه اوښه وليده، د مدينې خلکو ته يې نارې کړې، چې « ای خلکو ستاسې ژغورونکی راغی» يهودي په لارو کوڅو کې دا نارې وهلې او د خلکو د خوښۍ هيلې يو ځل بيا راوټوکېدې، څوارلس ورځې وروسته، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مدينې پر لور روان شو، نو سلګونو فدايان يې شاوخوا روان وه، دا فدايان د رسول الله صلی الله عليه وسلم انصار وه، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د راتلو لپاره يې شپې ورځې يو کړې وې، د پيغمبر عليه السلام ملګري يې په خپلو کورونو، پټيو او هټيو کې شريک کړل او په بدل کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ذات مبارک خپل کړ.

تاريخ د حنيني هغه پېښه هم هېڅکله نه هېروي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نوو مکي مسلمانانو ته د غنيمت له ماله ډېره برخه ورکړه، نو ځينې انصار پر دې وېش ناخوښه وه. رسول الله صلی الله عليه وسلم انصار مخاطب کړل او ورته يې وويل: «ايا تاسې پر دې نه خوښېږئ، چې خلک له اوښانو او وزو سره روان وي او تاسې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره خپلو کورونو ته راځئ» انصارو بې اختياره چيغې کړې، په زوره زوره يې نارې کړې، چې موږ رسول الله صلی الله عليه وسلم غواړو او دغه مهال د اوښکو يو سېلاب جوړ شو، د انصارو ږېرې په اوښکو لمدې وې، د مکې خلکو اوښان او وزې بوتلې، انصارو ته د الله تعالی رسول په نصيب ورسېد او د نړۍ هېڅ ځواک له انصارو دا نېکبختي نه شي اخيستی.‏‏

انصار ډېر مېلمه پال خلک وه، له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې بې کچې مينه کوله، نن هم که د مدينې خلک کوم اجنبي وويني، نو هغه د محمد په نوم بولي او ملګری د صديق په نوم. دا د نړۍ يوازېني ښار دی، چې هر اجنبي په کې د محمد او ملګری د صديق په نوم پېژندل کيږي.د مدينې خلک اوس هم د مېلمه ښه قدر کوي، روژه کې د مدينې ټول خلک د خوراک څښاک شيان مسجد نبوي صلی الله عليه وسلم ته ځغلوي، دسترخوانونه خپاره وي، د کوربنو زامن د جومات په لر و بر کې د خکلو خدمتونو ته ولاړ وي، دوی، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم هر مېلمه ګوري، دسترخوان ته يې رابولي، که مېلمه دعوت ومني، نو د کوربه رنګ له خوښۍ روڼ شي او که يې قبول نه کړي، نو د کوربه رنګ پيکه شي.

زه چې مسجد نبوي ته داخل شوم، نو يو اته کلن ماشوم زما لمن ونيوله او په ډېر تکليف راته وويل، چې «کاکا جانه ته به له ما سره کينې» دې سره زما په وجود کې يوه لمبه بله شوه، زه ور کوز شوم، ماشوم مې په تندي ښکل کړ او ځان سره مې فکر وکړ، چې دا خلک، خو رښتيا د دې وړ وه، چې الله تعالی خپل رسول له خپل کوره راپورته کړ، د دوی په کور کې يې مېشت کړ او بيا مکې ته نه ولاړ.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکې روضې سره يوه دروازه ده، باب جبريل، رسول الله صلی الله عليه وسلم به د حضرت عايشې رضي الله عنها په کوټه کې قيام کاوه. د روژه ماتي وخت به چې شو، نو دسترخوان به خپور شو، کور کې موجودې خورما او نيم ګيلاس شيدې به پر دسترخوان کېښودل شوې، حضرت بلال رضي الله عنه به اذان ته پورته شو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به بي بي عايشې رضي الله عنها ته وفرمايل، ای عايشې ته لږ باب جبريل لور ته وګوره، کوم مسافر يا اجنبي خو به نه ښکاري، هغې مبارکې به وکتل، بيا به يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وفرمايل، «يا رسول الله هلته خو يو مسافر ښکاري.» رسول الله صلی الله عليه به خرما او د شېدو پياله د باندې مسافر ته ولېږله.

زه، چې کله باب جبريل ته ورسېدم، زما د پښو نوکان، هډوکي او غوښې ټول د ډبرې په څېر شول، هلته کيناستم، له باب جبريل لږ وړانې د بي بي عايشې رضي الله عنه مبارکه کوټه وه، هلته به رسول الله صلی الله عليه وسلم مېشت وه. ما پر خپل زړه لاس کېښود او فکر مې وکړ، چې نن هم د روژې مياشت ده، لږه شېبه وروسته به اذان کيږي، نن به هم رسول الله صلی الله عليه وسلم له بي بي عايشې رضي الله عنها پوښتنه کوي، چې هلته خو به کوم مسافر يا مېلمه نه ښکاري، بي بي عايشه رضي الله عنها به ورته فرمايي، چې يا رسول الله هلته يو مسافر ناست دی، له قوارې مسکين بريښي، پښېمانه دی، ستړی دی، د سوال حوصله او ځواک نه لري، سوالګر دی، خو د غوښتو جرئت نه لري، خلک دلته له خپلو کشکولونو سره راځي او دی په خپله د کشکول په څېر راغلی، پر ده رحم وکړئ، يا رسول الله دا سوالګر ډېر بې چاره دی، د تمې او اسرې بل هېڅ ځای نه لري، او بيا زما ټول بدن سترګې سترګې شي او له ټول بدنه مې اوښکې روانې وي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جانان
میلمه

لیکواله ودې ژړولم . . . باور دې وشه

صلی الله علیه وسلم

ضياء
میلمه

د مینی ژڑا ڈیر خوند کوی .زما هم اوشکی روانی شوی .ای خوژه نبی صلی الله علیه وسلم پر تا دی بی حسابه درود وی

شاه ولی
میلمه

د مینی ژڑا ڈیر خوند کوی .زما هم اوشکی روانی شوی .ای خوژه نبی صلی الله علیه وسلم پر تا دی بی حسابه درود وی جزاک الله