افغانستان

نريندرا مودي کابل ته راورسيد

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومى ۴مه، ۱۳۹۴ل): د هند لومړی وزیر نريندرا مودي نن سهار وختي کابل ته راورسيد.

د مودي رسمي ټویټر پاڼه وايي ليکلي چې نوموړی نن سهار پنځه بجې کابل ته ورسيد.

ویل کېږي نوموړی به د ملي شورا نوې ودانۍ چې د هند پر مالي لګښت جوړه شوې پرانېزي.

مودي به له ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري.

کابل ته د نريندرا مودي دا لومړنی سفر دی، چې نوموړي پخپله ټویټر پاڼه کې پرې خوښي څرګنده کړې ده.

په کابل کې د نوموړي د سفر په تړاو امنیتي تدابیر نیول شوي او ګڼې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

نريندرا مودي دا د مسلمانانو سرسخت دښمن، دا د هند د زرګونو مسلمانانو قاتل، دا د افغانانو سره د تاريخي دښمنۍ درلودونکي هيواد هندوستان ولسمشر، دا چي وايي: ”پټهان آگيا سب مرگيا“ خو کابل ته په راتلو خوشاله دی، خو په دې هم خبر دی چي د ده په راتلو سره د څومره کسانو خوشالي واخيستل سوه او په تکلیف سول. د ده د راتلو له شامته د کابل د ښار سړکونه او کوڅي د ترافيکو پر مخ تړل سوي دي. او نن يې د کابل د ښار له اوسېدونکو څخه د دوستانو او خپلوانو سره د ليدو کتو حق… نور لوستل »

البلاغ

لعنت دی وی پر ده او دده پر محبینو هندوستان هغه هیواد دی چې شوریانو پر ګران افغانستان بمبارد کاوه دوی یی ملا تړ کاوه

محمد داود شینواری

بیا هم تر پاکستان شه دوست دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x