افغانستان

سمنګان: ترافيکي پېښه کې ۴۳ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومى ۴مه، ۱۳۹۴ل): د سمنګان ـ بلخ په لویه لاره د ترافيکې پېښې له امله ۴۳ تنه مړه شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

له ملي دفاع وزارت څخه خپره شوې خبر پاڼه کاږي چې دغه پېښه د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولین وايي چې دوی د پېښې سیمې ته رسېدلي دي او مړه شويو جسدونه يې له اوبو نه راویستلي او ټپیان يې روغتيايي مرکزونو ته رسولي دي.

د حضرت سلطان ولسوالۍ ولسوال سراج الدين فطرت وايي چې پېښه تېر ماښام مهال د یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر او یو بل بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.

د هغه په خبره په پېښه کې سره ټکر شوي موټر نږدې ۱۵ متره لاندې سيند ته لويدلي، چې د مرګ ـ ژوبلې شمېره يې هم لوړه کړې ده.

تر دې وړاندې د سمنګانو د ترافيکو مديريت د تنظیم امر ويلي و، چې په پېښه کې ۲۴ تنه مړه شوي، چې ۱۷ يې نارينه، درې مېرمنې او څلور نور ماشومان دي.

ياده دې وي نږدې یوه میاشت وړاندې هم دې سیمې ته څېرمه ترافيکي پېښه کې شپږ تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شول.

د لویو لارو پر سر د ترافيکي پېښو علت ډېر وخت د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

نن دمرغومى ٤ ده خو تاسي ليندى ليكلى دا تصحيح كرى مننه

عبد الله

مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x