نړۍ

په زرګونه هزاره ځوانان، پېغلې او ماشومان د پنځه اتيا وژل شويو له جسدونو سرو له تېرو دوو ورځو احتجاج کوي

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه  کې د شنبې د  ورځې په چاودنه کې دو وژل شويو هزاره ګانو په زرګونه ښځې او نارينه چې زياتره پېغلې، ځوانان او ماشومان دي، د خپلو پنځه اتيا مړيو سرو ته ناست له تېرو دوو ورځو راهيسي احتجاج کوي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې قاتلين دي ونيول شي، د قانون منګولو ته دي وسپارل شي او د امنيت  د ټينګښت په موخه دي د امنيت چارې دي پوځ ته په واک کې ورکړل شي. ځکه چې د دوى په وينا پوليس او ملېشه ځواکونه د ولسي خلکو د ژوند په ژغورلو کې پاتي راغلي دي. او  تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل شوې، دوى به  نه يوازي خپل مړي خاورو ته ونه سپاري بلکې په ټول پاکستان کې به په پراخو احتجاجونواو لاريونونو  لاس پوري کړي.

په احتجاج کې شريک هزاره ګان چې زيات شمېر د ښځو او ماشومانو دى، په لاسونو کې د وژل شويو د کورنۍ د غړيو او خپلوانو عکسونه نيولي د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او د انصاف غوښتنه کوي.

د مجلس وحدت المسملين، شعيه علماء کونسل،  عزاداري شورا او هزاره ډيموکراتيک ګوند مشران وايي، چې په تېره يوه لسيزه کې په سلګونه  بې ګناه هزاره توکمه شعيه مسلمانانو په بمي چاودنو،هدفي وژنو او د ناامنۍ په نورو پېښوکې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى، چې د دوى په وينا د وژل شويو شمېر يې په تېرو لسو کلونو کې نهه سوه او په روان مېلادي ٢٠١٣کال کې تر دوه سوه پوري رسېږي.

د شعيه مسلمانانو د وژنې پر ضد د بلوچستان ايالت تر څنګ په  کراچۍ، لاهور او د پاکستان په نورو برخو کې هم احتجاجونه پيل شوي. او د پاکستان حکومت له سخت غبرګون سره مخ  دى. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو هم پېښه په کلکو تورو غندلې ده.

په بلوچستان کې چې ايالتي حکومت ړنګ شوى او د ايالت چارې د والي يا ګورنر په لاس کې دي، والي نواب ذوالفقارمګسي ملېشه ځواکونه، پوليس او استخباراتي ادارې د ناامنۍ د پېښو په مخنيوي کې ناکامه او مسوول ګڼي. د نوموړي په وينا امنيتي ادارې  له ويري  نه شي کولاى د افراطي ډلو پر ضد هدفي عمليات وکړي اومذهبي تندلاري ونيسي. خو يو بل دولتي چارواکى بيا ادعا کوي، چې د شعيه مسلمانانو په وژنو کې د ښکېلو وسله والو پر ضد يې خپلي هڅي ګړندۍ کړې دي. او هدفي عمليات يې پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده، د تېري شنبې په ورځ  د کوټې د هزاره ټاون په علي اباد سيمه کې په يو ټانکر کې د زر کيلوګرامه چاودېدونکي توکيو د چاودېدو له امله چاودنه  شوې وه، چې په کې د وژل شويو شمېر يو نوي او د ټپيانو شمېر تر يو سل نوي هم اووښتى دى. په ژوبل شويو کې  د شلو تنو حالت هم مرګونى  دى. چې ځيني د درملنې په موخه کراچۍ ته انتقال شوي دي.

يوه مياشت وړاندي د جنوري په لسمه نېټه د کوټې پر علمدار سړک په غبرګو بمي چاودنو کې د درېو خبريالانو، د خيريه موسسې ايدهي د پنځو تنو کارکونکو،  د پوليسو د لوړ پوړي چارواکي او د ملېشه ځواکونو د وياند په شمول يو سل لس تنه وژل شوي او تر دوه نيم سوه پوري ژوبل شوي وو، په وژل شويو کې څلور اتيا هزاره توکمه شعيه مسلمانان وو.

د دواړو چاودنو مسووليت سني افراطي ډلې لشکرجنګهوي منلى دى. د يادې وسله واله ډلې وياند ابوبکرصديق يوه شخصي اردو ژبي تلويزون  ته  له ناڅرګنده ځايه د ټليفون له لارې مسووليت منلى او ويلي چې دا ځانمرګى بريد د دوى د ډلې له خوا شوى دى.protest by rafiullah2

protest by rafiullah3

protest by rafiullah4

protest by rafiullah5

protest by rafiullah6

 رفيع الله مندوخېل 
rafiullah.mandokhail@gmail.com                                  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x