خلافت د څرنګه خلګو په لاس قائمیدایشي: لومړی برخه.

شیخ عبد اللہ عزام شهید

ژباړه: جابر نعماني.

دا دین دالله جل جلاله دین دی، الله جل جلاله يې د هر حاسد له حسده، او د هر شریر له شره د ژغورلو ذمه اخیستي ده، او اعلان يې کړی چي دا به باقي ټولو دینونو غالب راځي (ولو کره الکافرون) د ده له لوري د رالیږل شوي نبي زیری دی چي دا دین به د شرق او غرب په هر خام، او پوخ کور داخلیږي، هيڅ پروا نکړي چي د دین دښمنان يې پروړاندي هر څومره خنډونه جوړ کړي، همدغه کریم رب جل جلاله فرمایلي: َمَنْ جَاہَدَ فَاِنَّمَا یُجَاہِدُ لِنَفْسِہٖ اِنَّ اللّٰہَ لَغَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ. یعني: چا چي جهاد وکړ، نو د خپلي فایدي لپاره يې جهاد وکړ، بې شکه الله جل جلاله دواړو جهانونو څخه بې نیاز دی.

نو بیا د الله او د د الله د دین ساتلو ته زمونږ هیڅ لږکۍ اړتیا هم نشته، که مونږ ټول فنا شو، دا لوی لوی جهادي تنظیمونه، مجموعې او ترتیبات ختم شي، څرګند، او مشهور قائدین، او سرلښکري شهیدان یا اسیران شي، د الله جل جلاله لوړ ذات ته، د هغه شان، شوکت، قوت، او جبروت د یوې زرې نقصان هم نه رسیږي، که هغه وغواړي نو هواوو، فضاګانو ته به حکم وکړي، دریابونو، طوفانونو، مځکي، او غرونو، لمر، سپوږمی، او ستور ته به اشاره وکړي، نو د سترګو په رپ کي به د کفر درواغجن شان او شوکت د خاورو سره خاوري کړي.

د داسي قهار، او جبار رب دین زمونږ هیڅ محتا نه دی، هو مونږ یقیناً د دې خبري محتاج یو چي الله جل جلاله له مونږ څخه د دین کار واخلي، مونږ ته پر خپل دین باندي استقامت راکړي، او پخپله لار کي د جهاد او قتال توفیق راکړي، محتاج خو دراصل مونږ یو او هغه غني او حمید دي یٰٓاَیُّھَا النَّاسُ اَنْتُمُ الْفُقَرَآئُ اِلَی اﷲِ وَاﷲُ ہُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ!‘‘ مونږ که جهاد کوو نو د خپلو ګټو لپاره، د حنت د حاصلولو لپاره، د الهي دیدار لپاره، نو ځکه مونږ باید فکر وکړو چي مونږ د الله په نزد قبول او مقبول شو، او پخپل ځان کي هغه صفتونه پیدا کړو، چي د رضا باعث يې شي، مونږ باید هر وخت په دې غم کي واوسو چي د رب تعالی جل جلاله د سنت استبدال په ګرداب کي را حصار نشو، او زمونږ پر ځای نور رانشي، چي بیا له چا سره الله جل جلاله محبت کوي، او چي هغوی هم مینه ورسره کوي، د مؤمنانو په حق کي نهایت نرم وي، او پر کافرانو نهایت شدید، د الله په لاره کي جهاد کوي، او د کوم ملامتونکي پروا ونه لري.

لاندي د شیخ عبدالله عزام شهید رحمه الله د یوه اډیو بیا (الخلافة، کیف، ومتي) د یوې اهمي حصي ژباړه وړاندي کوو، په بیان کي عزام رحمه الله مجاهدین مخاطب کړیدی دا حقیقت بیانوي چي الله جل جلاله د خپل دین اقامت، او د خلافت د قیام لوړ خدمت ترسره کولو لپاره هغه خلګ انتخابوي کوم چي پخپل ځان کي مؤمنانه صفات، او اسلامي سیرت او کردار ژوندي کړیدی، همدارنګه دا حقیقت هم واضحه کوي چي د مجاهدینو دیني تربیت باندي توجه کول، نه یواځي دا چي د جهاد لپاره بلکه د ټول امت لپاره څومره مهم دي.

څرنګه د مجاهدینو مشران او د امت علماء، او مربیان اړ دي چي د مجاهدینو دیني، او اخلاقي تربیت باندي غور وکړي، همداشان باید په صف کي د اصلاح کوښښ هم باید وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د