دیني، سیرت او تاریخ

د فرعون د بدن کيسه او د فرانسوي عالم (موريس بوكای) اسلام راوړل

لیکوال: عبدالمالک همت –

کله چي په مصر کي د قبطي قوم ډېري متعصبي کورنۍ د قدرت واګي په لاس کي واخيستې پر بني اسرائيلو يې د هغو ظلمونو لړۍ پيل کړه چي قرآن کريم يې د حضرت موسى علیه السلام په کيسه کي يادونه کړې ده. د دغي کورنۍ دهري او د لوى څښتن جل جلاله او معنويت نه منونکو واکمنو ته يې فرعون ويل. چي معنا يې ده د لمر د خيالي معبود اولاد. له دغه مهاله به هر واکمن ځان ته د فرعون لقب غوره کاوه. دغو فرعونانو بني اسرائيل په ډول ډول عذابونو زورول؛ د هغو هلکان به يې وژل او نجوني به يې پرېښوولې؛ ځوانان يې مريان کول او ټيټو کارونو ته به يې ګومارل.

حضرت موسى علیه السلام دغه د لوى څښتن په امر د مصريانو له اسارت څخه د بني اسرائيلو ژغورونکى د فرعونانو د دوهم رمسيس د واکمنۍ پر مهال وزېږېد او د دغه فرعون په کور کي لوى سو. بیا تر ډېرو سړو او تودو وروسته د لوی څښتن له خوا د نبوت په منصب وویاړل سو او دنده ورکړه سوه چي تر ټولو ستر دهري او له لوى څښتن او معنوياتو منکر فرعون ته ور سي او دى او د هغه قوم د لوى څښتن لوري ته وبولي. د حق آواز اوچت کړي او د ظلم او طغيان پر ضد مبارزه وکړي او خپل قوم ځني وژغوري.

نو هغه وو چي موسی او ورور يې هارون علیهما السلام د فرعون او د هغه د قوم په وړاندي بې امانه مبارزې وکړې او فرعون هم پر موسي او د ده پرقوم باندي ډول ډول ظلمونه وکړل چي یادوني يې په قرآن کریم، تفسيرونو او نورو کتابونو کي په تفصيل سره راغلي دي. څنګه چي پر موسى علیه السلام او د هغه پر قوم باندي د فرعون ظلمونه او تېري تر حد تېر سول، نولوى څښتن حضرت موسى علیه السلام ته وحي وکړې چي خپل قوم دي له مصره وباسه، څو خپل دين وساتلاى سي. هغه وو چي دوى پټ د شپې له مصر څخه ووتل. کله چي فرعون د دوى په وتو خبر سو او وبېرېدى چي ښايي دوى به زما او زما د واک د له منځه وړلو او انقلاب راوستلو لپاره تياري نيسي. ځکه نو د پياړو او سمبالو پوځونو سره پسي وخوځېد، څو هر څه ژر هغوى تعقيب کړي او ټول ووژني. بني اسرائيل د سويس خليج ته نژدې د سره سمندرګي څنډي ته رسېدلي وه چي د فرعون لښکري ور ورسېدې. موسى علیه السلام د سمندر څپڅپاندو څپو ته لکړه وروغورځول، اوبه په ټپه ودرېدې او د لويو غرو غوندي پورته سوې، په  سمندر کي وچه لار جوړه سوه. لوى څښتن جل جلاله موسى علیه السلام ته له دغي لاري د تېرېدو امر وکړ. ټول بني اسرائيل د سمندر بلي غاړي ته تېر سول. کله چي فرعون او پوځيان يې ورورسېدل فکر يې وکړ چي دوى ته به هم دغه لار همدغسي وي، دوى هم د بغاوت او دښمنۍ په موخه ور وړاندي سول، کله چي ټول ورننوتل د سمندر څپو د لوى څښتن په امر  په مخه کړه او ټول غرق سول.

دغه مهال فرعون بوغي کړې او د ځان د ژغورني لپاره يې زارۍ وکړې چي:

﴿ آَمَنْتُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آَمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ (90)﴾ [ يونس ١٠: ٩٠ ] ژباړه:”ماومنل (او ايمان مي راوړ) چي کوم خداى چي بني اسرائيلو ايمان پر راوړى دى، له هغه پرته بل کوم د عبادت وړ خداى نسته او زه هم (په غاړه ايښوونه او اطاعت سره) له فرمان وړونکو(موحدو مسلمانانو) څخه يم“.

لوى څښتن يې په جواب کي داسي وفرمايل:

﴿ آَلْآَنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (91) فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آَيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آَيَاتِنَا لَغَافِلُونَ (92) ﴾ [ يونس ١٠: ٩١ ـ ٩٢ ] ژباړه: (نو څنګه چي د مرګ د ليدلو په وخت کي توبه نه قبليږي، لوى څښتن په جواب کي ورته وويل:) اوس(له ژونده څخه تر نهيلۍ وروسته) ايمان راوړې؟! په داسي حال کي چي (د عذاب تر راتلو) د مخه دي (له خدايه په کفر او د هغه له لاري د ځان او د خلکو په اړولو سره) سرغړونه (نافرماني) کول او (د ځان او د نورو د ګمراهۍ له امله) له پرله پسې وراني کوونکو څخه وې!!(اوس نو د زکندن او د مرګ او عذاب د ليدو په وخت کي توبه څه ګټه نه کوي).

ځکه نو نن موږ (تا اى فرعونه له سمندر څخه راباسو او يوازي) ستا بدن ژغورو(او د مځکي پر يوه لوړ ځاى دي غورځوو) څو ته تر تا وروسته وګړو ته د عبرت نخښه وګرځې، او حقيقت دادى چي ډېر خلک زموږ له نښانو (د قدرت له دلايلو) څخه غافل دي(او فکر نه پکښي کوي).

وايي هغه ځاى چي لوى څښتن د دغه فرعون جسد له سمندر څخه د باندي د شګو پر سر وغور ځاوه، تر نن ورځي پوري د سينا د ټاپو وزمي په لوېديزه غاړه كي موجود دى او « جبل فرعون » ورته وايي. هلته نژدې يوه چينه هم سته چي د سيمي اوسېدونكي يې « حمام فرعون » بولي. او وايي چي په دغه ځاى كي د فرعون جسد پروت وو. بېشكه چي د لوى څښتن هره ژمنه رشتيا ده.

دا چي د موسی علیه السلام فرعون کوم يو وو او څه نومېدی په دې کي ډېراختلافونه او مناقشې سوي دي چي زياتي يې سياسي، غرضي او ناسمي دي. ځيني وايي چي د موسي د لومړیو وختونو فرعون دوهم رمسيس ( Ramesses II) وو. بیا دغه رمسيس ومړاو د هغه زوی « منفته » نومى فرعون واکمن سو او موسى او ورور يې د دغه فرعون سره مقابلې ته چمتو سول. خو زیات پوهان دغه فرعون يو او همدغه دوهم رمسيس ( Ramesses II) بولي کوم چي په ۱۳۰۳ قبل ميلاد کال وزېږېد. هغه د فرعونانو د نولسمي کورنۍ درېیم واکمن وو، له ۱۲۷۹قبل ميلاد څخه يې تر ۱۲۱۲ قبل ميلاد پوري ۶۷ کاله پاچهي وکړه او شاوخوا ۹۰ کاله يې عمر وکړ.

کله چي د دغه فرعون جسد له سمندر څخه د باندي د شګو پر سر وغور ځول سو، د فرعون هغو درباریانو چي له ډوبېدو پاته سوي وه د دغه فرعون بدن او واخيست، موميايي يې کړ او د مصر د نيل سيند ته نژدې د طيبه نومې سيمي په ” وادي الملوک“هديره کي يې په ځانګړو مراسمو ښخ کړ.

د دوهم رمسيس موميايي سوی بدن چي د کتان په ټوکره کي پېچلی دی(د مصر موزيم)
د دوهم رمسيس موميايي سوی بدن چي د کتان په ټوکره کي پېچلی دی(د مصر موزيم)

بیا هغه وو چي د رمسيس تر مرګ ډېر کلونه وروسته د غلو له خوا د دغسي قبرونو کيندل او له هغو څخه ډېر بيي شیان غلاکول دود سول. د قاهرې د پوهنتون استاذ او اسلامي څېېړونکی او ليکوال دكتور رشدي البدراوي په خپل کتاب(کتاب موسى وهارون عليهما السلام من هو فرعون موسى؟) د دغي خبري د راوړلو په ترځ کي ليکي: څنګه چي د دغو غلاوو مخه نه سوای نيول کېدلای، نو د مصر د نامتو آلهې ”آمون“ کاهنانو وپتېيل چي د دغي هديرې د فرعونانوبدنونه، په تېره د رمسيس بدن خوندي کړي. نو هغه وو چي د رمسيس بدن يې په بل نوي باندني کفن کي وپېچی، د تختو په عادي تابوت کي يې د پټ ساتلو لپاره کښېښووی او د هغه د پلار لومړي سيتي په هديره کي يې د نورو فرعونانو د جسدونو سره ښخ کړ. په دغه کتاب کي دا هم راغلي دي چي د هغه پر کفن يې داسي لیکلي وه: ”دغه ښخېده د يوولسم رمسيس د واکمنۍ د ۲۴ کال د درېيمي مياشتي پر پنځلسمه ورځ تر سره سوه“. نو څنګه چي يوولسم رمسيس د فرعونانو د شلمي کورنۍ وروستی واکمن وو او ۲۷ کاله يې واک وچلاوه، نو هغه کال چي دوهم رمسيس يې همدغه دوهم ځل ښخ کړ د هغه تر مريني ۱۲۷ کاله وروسته ۱۰۸۹قبل ميلاد ګڼل کيږي.

بیا کله چي د فرعونانو د يوويشتمي کورنۍ پېر سو او د آمون د کاهنانو مشر ” دوهم بینودجيم“ ومړ او بیا د قبرونو د کيندلو او غلا بېره رامنځ ته سوه، نو د ” دوهم بینودجيم“ ملګرو بیا د فرعونانو جسدونه راوايستل او په دير البحري نومي ځای کي يې د ملکې ”انحابي“ په قبر کي ښخ کړل. او دا جملې يې ورته وليکلې: ”دغه چاره د  سیامون  پاچا د واکمنۍ پر لسم کال تر سره سوه“. چي دغه کال د ۹۶۹ قبل ميلاد سره سمون خوري.

نو هغه وو چي دغه نوی قبر د غلو له غلا څخه تر ۲۸۰۰ زیاتو کلونو پوري خوندي پاته سو.

بیا په ۱۸۷۲ع.کال يو مصری بزګر او د هغه وروڼه په خبيئة الدير البحري کي پر دغه قبر پېښ سول، خو د هغه پیدا کېده يې پټ وساتل او په پټه به دغه قبر ته ورتلل او هغه شیان به يې ځني را اخيستل چي وزن يې سپک، خو بيه يې ډېره وه، لکه جواهر، ګېڼې، لوښي او داسي نور او دغه شیان به يې خرڅول او پيسې به يې سره وېشلې. دغو کسانو دغه کار ته تر لسو کالو دوام ورکړ، خو وروسته د دغو پيسو پر وېشلو سره مخالف سول او يوه يې پوليسو ته خبر ورکړ.

پر دې بنسټ د ۱۸۸۱کال د جولای پر شپږمه د مصر د لرغونو آثارو يوه ډله دغه ځای ته ورغله، د درو سوو تنو کارګرانو په مرسته يې په دوو ورځو کي د دغه قبر ټول شیان راوايستل او د قاهرې په بولاق کی يې په مصري موزيم کي ځای پر ځای کړل.

بیا کله چي په ۱۹۸۱ کال فرانسوا ميتران د فرانسې د چارو واګي په لاس کي واخيستې، له مصر څخه غوښتنه وسوه چي د دغه فرعون مومیايي سوی بدن د ځينو ازموينو او څېړنو او يو لړ ترميماتو او بیا رغوني لپاره له مصر څخه فرانسې ته واستوي. نو هغه وو چي دغه جسد يې فرانسې ته واستاوه، څو د فرانسې لوی لوی پوهان او لرغون پېژندونکي، د ډېرو ښو جراحانو په ملتيا پر دغه جسد باندي خپلي څېړني ترسره کړي.

د دې کسانو مشر د فرانسې يو نامتو پروفيسر موريس بوکای(په فرانسوي: Maurice Bucaille) وو. بوکای ته د څېړنو په پايله کي څرګنده سوه چي د مالګي هغه پاتي شوني چي د دغه فرعون پر بدن پیدا سوې، پر دې باندي دلالت کوي چي هغه په سمندر کي ډوب سوی او مړ سوی دی. او له سمندر څخه د هغه د بدن تر را ايستلو وروسته هغه مومیايي سوی دی. اما ډېره اریانوونکې خبره چي د پروفيسر بوکای د زیات تعجب لامل ګرځېدلې وه داوه چي څنګه دغه جسد تر نورو جسدونو زیات سالم پاته سوی دی. په داسي حال کي چي دغه جسد له سمندر څخه را ايستل سوی دی. په دې سره د پروفيسر ارياني نوره هم زیاته سوه کله چي يې وليدل چي د څېړني پايله ګټ مټ د فرعون د غرقېدو په باب د مسلمانانو د نظر سره سمه ده. هغه ته په دې اړه د نورو پوښتنو ځوابونه هم پیدا سول.

بالاخره  يې د فرعون بدن بېرته مصر ته واستاوه، خو موريس بوکای وپتېيل چي اسلامي هيوادونو ته د اسلام په اړه د زیاتو معلوماتو لپاره سفر وکړي. پای تر ډېرو څېړنو ګروېږنو وروسته هغه په ډاګه اعلان وکړ چي: ”زه مسلمان سوم او پر قرآن مي ايمان راوړ“. او بیا فرانسې ته ستون سو. هغه وروسته اسلام ته ډېر خدمتونه وکړل او د اسلام د حقانيت په اړه يې زيات کتابونه وليکل چي ځيني يې زيات مشهور سوی او نورو ژبوته اړول سوي دي. له دغو کتابونو څخه يو هم (كتاب التوراة والأناجيل والقران الكريم بمقياس العلم الحديث) دی چي په ۱۷ ژبو ژباړل سوی دی.

هغه ګيلاسونه چي دوهم رمسيس استعمالول (د مصر موزیم)
هغه ګيلاسونه چي دوهم رمسيس استعمالول (د مصر موزیم)
هغه ګوتمۍ چي دوهم رمسيس په ګوته کول(د مصر موزيم)
هغه ګوتمۍ چي دوهم رمسيس په ګوته کول(د مصر موزيم)
هغه طلايي چوکۍ چي فرعونان پر کښېنستل
هغه طلايي چوکۍ چي فرعونان پر کښېنستل
د سرو زرو هغه بګۍ چي فرعونانو به په تلو راتلو کي کار ځني اخيستی او په اسانو به لېږدېدل.
د سرو زرو هغه بګۍ چي فرعونانو به په تلو راتلو کي کار ځني اخيستی او په اسانو به لېږدېدل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x