نظــر

د جهاد له دسترخوانه د يهودي پروژو تر پلي كولو

د پښتو ادب فولكلوريكه برخه خورا بډايه ده، د مومن خان او شيرينو كيسه په همدې ادب پورې اړه لري، وايي چې مومن خان له شيرينو سره كوژده وكړه، خو د واده لپاره يې دومره څه نه لرل چې د خپلې خسرګنۍ غوښتنې پوره كړي، نو يې د هندوستان لاره ونيوه چې هلته مزدوري وكړي او راشي خپله نامزاده را واده كړي، هغه ته، ته، په لاره كې پر يوه داسې ځاى پيښ شو چې  دښته ده او يوه ډولۍ پكې ايښې ده، دى حيران شو چې په دې كې به څه سِر وي، له ډولۍ نه پرې غږ وشو چې زه د پاچا لور يم، او دلته نژدې په غره كې يو ښامار اوسي، ښامار به راغى په ښار به ننووت چې څومره خلك به يې خوړلى شول،

هغه به يې وخوړل، بالاخره پاچا ورسره قرار داد وكړ چې وخت په وخت به يوه پيغله نجلۍ سينګاروو او په ډولۍ كې به يې در وړو او په دغه دښته كې به يې  پريږدو او ته راځه غاښونه دې پرې تودوه چې دا دى نن زما نوبت دى نو پښې سپكوه، ما خو هسې هم خوري، خو چې تا ونه خوري. مومن خان ته غيرت ورغى او ولاړ نه شو، ښامار راغى او چې په مومن خان يې سترګې ولګليدې نو په قهر يې ورته وويل، چې له مخې مې لرې شه او كه نه، اوس به دې يوه مړۍ كړم، مومن خان ورته په عذر سره وويل چې نن دې زه ميلمه يم، خو ښامار ورته وويل چې زه ميلمه نه پېژنم، بالاخره مومن خان او ښامار سره كيوتل چې په نتيجه كې يې ښامار وواژه او خپله په مخه ولاړ، سبا چې خلك راغلل چې كه د پاچا د لور كوم هډوكى پاتې وي چې هغه يوسي او ښخ يې كړي، خو كه ګوري چې شهزادګۍ ژوندۍ ده او ښامار وژل شوى، له شهزادګۍ نه يې حقيقت وپوښته او هغې ورته كيسه تېره كړه بيا نو هر چا د ښامار په وينو كې چاړه سره كړه او پاچا ته ورغى چې ښامار ما وژلى او پاچا نه به يې انعام تر لاسه كاوه.

د روسانو په مقابل كې زموږ د سپيڅلي جهاد په ليكو كې هم متاسفانه همداسې كسان موجود وو، جهادي تنظيمونو هم متاسفانه هغه د ((صد خراوار آب ګنده حمامي را دركار است)) په مصداق هر څوك په خپله ليكه كې ودراوه چې خپله ډله پرې غټه وښايي، ما پخپله داسې كسان پيژندل چې په لمانځه پسې به يې لوڅه توره ګرځوله، روژه يې نه نيوله، چې لاهور ښار ته به ورسيد نو بيا به د ((هيرا منډيي)) په ((رسواى زمانه)) منډيي كې چې د فحاشيو لوى مركز و، حاضر و. چې له خپل تنظيم نه به يې د جهاد په نامه وسلې تر لاسه كړې، هغه به يې د ادم خيلو درې په بازار كې وپلورلې او پيسې به يې په همدغسې لارو  لګولې، كله به يې چې له امريكا غږ سره خبريالي كوله، نو راپور به يې د پيښور د ارباب روډ د ګل حاجي پلازې له بامه وركاوه چې زه د خوست يا كندهار يا …. ولايت نه درسره غږيږم، خو افرين شه چې امريكا دنيا غولوي او ده امريكا غولولاى شوه، زما د هغو پيښو داستان هم ياد دى چې همدغسې كسانو د آى اس آى او پاكستاني پوليسو په مرسته د يوه جهادي تنظيم دفتر اشغال كړ او ډېر وسايل يې ترې وايستل او اوس چې وخت راغى، سر يې د امريكايي خوسا ډيموكراسۍ او سيكولريزم له ګريوانه را وووت، خو اوس تر ټولو د مخه دى مجاهد هم دى، خو د جهاد او مجاهد د بدنامولو لپاره له امريكا نه پروژې اخلي او هڅه كوي چې د افغان جهادوياړنې د آى اس آى په لكۍ پورې غوټه كړي او د مجاهدينو د كارنامو پر وړاندې د كمونيستانو شاباسې هم وګټي. په خداى شرم دى كه نور هيڅ نه وي څوارلس كاله خو د مجاهدينو پر دسترخوان تغذيه شوئ، نن د لويديځ با انصافه ليكوالان هم د افغان جهاد له تقدس او افغاني مجاهدينو له كارنامو نه سترګې نه پټوي، د پخواني شوروي وروستى سپاهي جنرال ګروموف هم چې پر حيرتان پله ورتېرېږي شاته نه راګوري او ژمنه كوي چې بيا به افغانستان ته نه راګرځي، خو دغسې كسان اوس د نمك حرام بهرام په څير خپل ميړنى بندي خوشحال خان د ډيلي پر مغل سوداګر پلوري، زه دغسې كسانو ته وايم چې كه پيسې پيدا كول مو هدف وي، نو د اسلام دښمنانو ته د چوپړ لارې خو ډېرې دي او ستاسې په څير كسان په دغه هنر ډېر ښه هم پوهېږي، بيا نو د جهاد هغه وياړ چې د لسګونو او سلګونو مجاهدينو وينې پكې تويې شوې دي ولې په آى اس آى پورې تړئ چې د جلال اباد جګړه (۱۳۶۷) يې يوه ښه بيلګه ده. په دې جګړه كې يواځې د ننګرهار مجاهدينو برخه نه لرله، بلكې د پكتيا مجاهدين هم ورته ورغلل، د پيښور د مهاجرينو په كمپونو كې مجاهدينو ته وچې ډوډۍ راټولې شوې او ډكې لارۍ د جهاد تودو مرچلو ته ورسول شوې، په هر ساعت دوو كې به يو امبولانس شهيدان او ټپيان د پيښور د جهادي تنظيمونو روغتونونو ته را رسول، حكمتيار او مولوي جلال الدين حقاني هم په دې جګړه كې سهيم وو.

پخوا به خلكو ويل ((كه كابل نه خورې نو بد هم مه ورته وايه)) دغسې كسان چې د جهاد پر دسترخوان رالوى شوي او نن يې په جهاد او مجاهدينو پسې لوڅې تورې را اخيستې چې خپله اخيستې يهودي پروژه پرې پلې كړي، يا يې پرون د آى اس آى د دروازو زنځيرونه شرنګول او نن يې ځان مخالف ښيي، دا اوسني باداران دې يې هم پوه شي كه سبا بل چا تر دوى زياتې پيسې وركړې بيا به د دوى پر خلاف ليكي او خپل نوى بادار به پرې خوشحالوي.

له افغان جهاد نه د پاكستان په شمول د امريكا او اروپا او نورې آزادې نړۍ ملاتړ څه پټه خبره نه ده، ځكه روس د ټولو ګډ دښمن و، نو كه افغان مجاهد د روسي استكبار مخه نيوله، نو امريكا او نور لويديځ دغسې د سيمې هيوادو او پاكستان به ولې ورته د خوشحالۍ لاسونه، نه پړكول، خو كله چې افغان مقدس جهاد بريالى شو، بيا خو نو ټولې دنيا وليدل چې هم پاكستان، هم امريكا او هم نورو هيوادو له مجاهدينو سره كومې لوبې راواخيستې، ځكه هغوى په افغانستان كې د مجاهدينو په لاسو د يوه اسلامي حكومت جوړيدل نه غوښتل.

عجيبه دا ده چې ځيني وختونه بدنام ترين كسان را پورته شي، او ځان د پښتنو د حقوقو مدافع هم وبولي! خو زه دغسې كسانو ته وايم:

چې د حق په لاره نه يې د وفا لافې دې مكړه
له خالق سره دې څه كړل، چې [پښتون] سره به يې وكړې

هغه څوك چې د جهاد او مجاهد د سپكاوي په خاطر، تنصيري- يهودي پروژې پلي كوي، هغه به د پښتون پت څه وپالي! پښتون يو مسلمان، مجاهد تاريخي قوم دى او د دغسې بې هويته او بې شخصيته كسانو دفاع او ملاتړ ته اړتيا نه لري.

علي ګل ځدراڼ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x