نظــر

امریکا ته غ و ل ورغلي

لیکوال: محمد امین بسمل
لیکوال: محمد امین بسمل

محمــد امین بســـمل-

بښنه غواړم چې سرلیک به د ځینو درنو لوستونکو خوښ نه شي خو زه باید د لوستونکو سر ورخلاص کړم، چې دا د کوم وخت خبره او د امریکا له سیاست او اعمالو سره څومره اړخ لګوي.

هو!

د ظاهرشاه وختونه وو زه په دریم ټولګي کې وم موسم د اوړی او زموږ د کلي تر مخ ګیمیندې ګیمیندې درمندونه پراته وو.

دماښام ډوډۍ په تیارېدو او د کلي دروازې هم خلاصې ولاړې وې.

چا غږ وکړ وېل هله راووزئ، چې غله دي زموږ مشران چې له کار څخه ستړي راغلي وو نو یې د زمریانو په ډول له هجرې (مهمانخانې) څخه پسې وځغاستل.

موږ کوچنیان چې هم وهم اخیستي وو او هم مو غوښتل ووینو څه پېښه ده نو له کلي غلي غلي په همدې تیاره ماښام کې پسې ور ووتو.

زموږ د کاکا زوی چې پوخ او قوی زلمی و هغه له نورو کلیوالو مخکې د کلي کنډو ته ځان رسولی و په همدې توره تیاره کې یې غږ زموږ غوږو ته راورسېد وېل څه خبره ده څه شول په کومه ولاړل؟

مقابل طرف د حسین جان اکا زوی کوم چا چې دا د غلو خبره کړې وه ورته وویل دلته یو څوک ښکارېدل.

زموږ د کاکا زوی ورته وویل :

کوم دي دلته خو هیڅوک هم نشته ځغله ورشه ځان دې ښه تش کړه تا ته غول درغلي دي.

د خپل کاکا د زوی داخبره مې داسې په ذهن کې ثبت شوې ته وا همدا نن ماښام مې ځینې اورېدلي.

نوکه رښتیا ووایم دا خبره د امریکا له ګډوډ میجاز او خونړي سیاست سره سل په سلو کې سر خوري.

تاسو خو دا لاندې خبر چې په روهي ویبپاڼه کې خپور شوی یو ځل په ځیر سره ولولئ:

د امريکا سفارت د چين په پلازمېنه کې د ترهګريزو بريدونو د احتمال خبرداری ورکړی

نن د امريکا سفارت په چين کې خبرداری ورکړی، چې داسې احتمالات شته، چې د ترهګرو لخوا په پلازمېنه پکن کې بريدونه ترسره شي.

سرچينې زياته کړې، چې کيدی شي ترهګر پر چينايانو او بهرنيانو باندې په پلازمېنه او نورو لويو ښارونو کې بريدونه وکړي او سپارښتنه يې کړې چې پاملرنه ورته وشي. د دوی په وينا چې کيدی شي دا بريدونو د کرسمس په ورځو کې يا تر هغې لږ وروسته تر سره شي.

د چين دولت لخوا هم په ښارونو کې امنيتي تدابير زيات شوي او له ولس نه يې غوښتنه کړې، چې بيدار اوسي او د مشکوکو مشاهداتو په صورت کې دې امنيتي ارګانونو سره اړيکې ونيسي.

د يادونې ده، چې د امريکا سفارت په کابل کې په وارو وارو دا ډول خبرداري ورکړي او معمولا بريدونه هم شوي؛ يو شمېر خلک بيا شک کوي، چې په دې بريدونو کې پخپله د امريکا لاس دی.

نو درنو لوستونکو!

که امریکا ته غول نه وي ورغلي نوڅه کاره ده، چې چین ته داحتمالي بریدونو خبرداری ورکوي؟

ايا چین امنیتي او استخباراتي تشکیلات نه لري؟

ايا امریکا د چین او بشریت دومره خواخوږې ده؟

ايا د تایوان په سر یې څو ورځې مخکې دچین اعصاب ورخراب نه کړل؟

ایا له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته همدې خونړۍ امریکا ۳۰ ملیونه له هغو څخه ۹۰سلنه ملکي وګړي قتل نه کړل؟

اوس چې امریکا چین ته داحتمالي بریدونو خبرداری ورکوي ایا دا پخپله دچیني وګړو اروايي ترور نه دی؟

زه د کوم چا اړخ نه نیسم له ما سره دټول بشریت غم دی ما په یوه لیکنه کې لا تقریبأ دوه کاله مخکې ددریمې نړیوالې جګړې خبرداری ورکړی و.

د۲۰۰۱زکال دسپتمبرد یوولسمې له ډرامې څخه وروسته دنړۍ په مخ هر عاقل او بالغ انسان ته ثابته شوه چې امریکا له بشریت سره یوه لویه جفا پیل کړې ده او زموږ دګران افغانستان له اشغال څخه وروسته دعراق اشغال او ورپسې دعربو دروغجن بهار خو په حقیقت کې دعربي نړۍ دتباهي خزان، دلیبیا ناتار او ورپسې دمظلومو یمنیانو او سوري وګړو ناورین د روسې او اکراین تر مینځ دښمني او بلاخره دداعش عجیبه اوغریبه ډرامه یوازې او یوازې دټول بشریت په سترګو کې خاورې وراچول دي اوبس.

روان حالت دټول بشریت په زیان او په هیڅ حال روس او چین ته دزغملو وړ نه دی ځکه خو روسانو په سوریه کې بمباریو ته زور ورکړی خو ترکله؟

وړمه ورځ په مسکو کې دهمګټو هیوادونو ددفاع وزیرانو له ګډې غونډې مالومیږي، چې روسیه نوره دداعش په وړاندې بې تفاوته پاته کېدای نه شي همدا راز چین او هند هم په سیمه کې دپټ مخو بدماشانو څېرې نه شي زغملای ځکه خو دسیمې هیوادونه یوې سرښندونکې فزیکي قوې ته ضرورت لري او دا قوه بې له طالبانو بل څوک نه شي کېدای.

داچې مسکو له طالبانو سره داسخباراتي همکاري ادعا لري دا په حقیقت کې یوه سړه تبه ده چې په سپینه ماڼۍ یې راوسته ځکه خو د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي رېچرډ اولسن ويلي، پاکستاني طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره پاکستان ته د افغان طالبانو پر خلاف جګړه کول په کار ده.

اوس نو د روسې، چین او دسیمې دهیوادونو د دې حیاتي اړتیا له وجې افغان طالبانو ته بهترین چانس په لاس ورغلی خو که سمه استفاده ورڅخه وکړي.

په پای کې یو ځل بیا تکراروم، چې نړیوال حالت دتشویش وړ دی خو د چين، روس، سیمې او ټول بشریت لاسونه تر شا نه دي تړل شوي خامخا به غبرګون ښيي.

که خپله لیکنه را لنډه او نتېجې ته یې ورسوم بس دومره وایم، چې دامریکا دیوې نیمې لسیزې دا سپکو ډرامو نه یوازې امریکا، بلکې ټول بشریت زخمي زخمي کړنوبیا هم هغه زما دکاکادزوی خبره، چې امریکاته غول ورغلي.

دالاندې لینکونه وګورئ:

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=42555
http://www.bbc.com/…/151224_gn_rahmanullah_pakistani_afghan…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammed

لیکوال صاحب ستاسو ددی خبری په تایید باید دا ووایو چی په رختیا امریکا باندی فشار راغی دیره مرداری وکاوه توله نړی یی ولاړه او لګیا دی کوی یی خو ستاسو ددی خبری دومره موافق نه یم چی امریکا مو دچین او روس دښمنان اوروسان مو دمسلمانانو دوستان یا دمنطقی خیر خواه اشاره کړی زکه چی تولو نه اولنی خبره چی کفار یو ملت ده که ظاهری اختلافات یی وی هغه تول مادی دی چی (حل کیدونکی) دی او دمسلمانانو سره یی اختلافات معنوی ده (نه حل کیدونکی) او دوهمه خبره داده چی مونږ د همدی روسانو له لاسه سونه… نور لوستل »

منیر

محموده زه نه فهیژم چی ته سوک یی خوزمادفخوانی یوه تنظیم وال شک درباندی رازی کوموچی دعلماوو له دشمنی اوس هم لاس لانه دی اخستی به هرحال ته داسی زان شه یی لکه مجاهدینو سی خدای ج مکره له روسانوسره اتحادکری وی نعوذبالله من ذالک محمودجانه دادهغوشهیدانوسف ده چی ویل به یی زه نه فهیژم چی له چاسخه وزارم اوفه چاباندی وزارم زه دحکمتیارفه فلاروزارم چی فرون دروسانو سره فه مقابله کی فه شهادت ورسید اوکه له حکمتیاره وزارم چی هغه کمونستان یی فه قیادت ومنل نوچی دویی دروسانودغلامانودقیادت منون کودله منزه ورودفاره دونه قربانی ورکری چی ساری یی فه… نور لوستل »

mohammed

منیر جانه همیش ته زما په خبرو باندی داسی انتقادونه کوی چی هیس دلیل نلری او هسی غلط شکونه او انتقادونه کوی خو بیاهم زه له تانه خوابدی شوی نه یم او هغه زکه چی زه په تا باندی خه شک دیو مخلص مجاهد البته نا اګاه ددنیا او افغانستان د حالاتونه خکاری خو بیاهم مونږ الله ته زان دپاره تالپاره او تولو مسلمانانو ته هدایت غواړو او په حق باندی داستقامت توفیق غواړو او الله داخیره خاتمه مو ایمان په الله باندی ولری البته دا چی ما کومی خبری کړی داددی لپاره نده چی کوم مجاهد یا جهادی دله… نور لوستل »

mohammed

او بله خبره داده چی تاسو هر زای کی افغانان یادوی د قوم پرستی په بڼه چی همدا افغانان دی چی کفار ماتوی نو مونږ باید داخبره هیر نکړو چی پدی جنګونو کی دافغانانو نه علاوه دیر نور مسلمانان هم قربانی ورکړی تر دی اخوا بله خبره دا چی دوی یوازی افغانستان کی مات نشو بلکی عراق هم لویه ونده درلوده که دافغانانو نه دیر نه ول کم هم نه ول لکه زرقاوی صاحب او په همدغه افغانانو کی دیر خاینین ول چی (امریکا )سره یوزای ول نو کوشش وکړه شریعت او اسلام سره د مینه دی زیاتوه نه قومیت… نور لوستل »

احمد

دوه به سره جوړ شی د دریم مخ به کی تور شی لیکنه څومره خوندوره ده او منیر محمود وګوری د افغانانو لنډ مثال لاحول ولا قوت

حبیب

دا په نن ټکی آسیا والو څه وشول،
مونږ د اصیل اسلامي کلتور ته ژمنې یوې وېبپانې ځخه د عصمت قانع په سبک د سپکو خبرو د خپرېدو زغم نه لرو. بې له شکه امریکا د ډېرو کنځلو او لعنتونو ور ده خو لږ مو د خپلو خولو پاکۍ ته هم پاک کوئ.
مونږ تاند د همدې بې ادبه لیکوالو له لاسه پرې ايښی، که دلته هم ددې غوندې مضامین خپرېږي نو خپل لوستونکي به له لاسه ورکړی.

منیر

حبیب جانه موافق یودرسره

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x