دیني، سیرت او تاریخ

د تلاوت کوونکي مسلمان مثال

حامد افغان –

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : کوم مومن چې قران تلاوت کوي دهغه مثال د اترجه ( یوډول لیمون ده) په څیر ده چې بوی یې هم خوږ ده او خوند یې هم ، اوکوم مومن چې قران نه وایې د هغه مثال دخورما په څیر ده چې بوی نلرې او خوند یې ښه ده ، او کوم منافق چې قران وایې دهغه مثال د ګل بابري (ریحان) په څیر ده چې بوی یې ښه او خوند یې تریخ د ه ، او کوم منافق چې قران نه وایې دهغه مثال د مڼه غونې (حنظله) په څیر ده چې بوی هم نلرې اوخوند یې هم تریخ ده .

عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ ؛الأُتْرُجَّةِ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ, وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ؛ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ؛ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ) صحيح البخاري، برقم: (5427)، واللفظ له، وصحيح مسلم، برقم: (797).

اترجه څه شی ده ؟

کوم مومن چې تلاوت کوې دهغه مثال د اترجه په څیر ده چې خوند او بوی یې دواړه ښه دي ، داترجه په عربي کې نور نومونه هم شته لکه : الليمون الفردوسي , تفاح العجمي ، تـُرُنج ، كباد ، تفاح ماهي او داسې نور …. او په انګلیسي کې [ CITRON APAM’S Apple ].ورته وایې .

داسې میوې نورې هم شته چې بوی او خوند یې دواړه ښه وي په حدیث کې په ځانګړې توګه د دي میوې یادونه ځکه شوې ده چې دا میوه خورا زیات خصوصیات او ځانګړنې لري ، یو خو ددې میوې پوټکی د ځانګړیو ناروغیو علاج ده ، او دانې یې د زهرو له پاره علاج ده ، پخپله د دې میوې خورا ک ډیر زیات ګټور ده ، معده صفا کوي ، هضم راولې ، خوږه هم ده ، بوی یې هم ښه ده ، باکتریا ضد ده ، د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي اوداسې نور ….

الله دي موږ دقرانکریم له مینانو او تلاوت کوونکو نه وګرځوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx