افغانستان

طالبان: د داعش د مخنیوي لپاره مو له روسیې سره خبرې نه دي کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې د روسیې هیواد له دوی سره د داعش ډلې د مخنیوي لپاره اړیکي نیولي. طالبان وايي چې په دې اړه نه د چا همکارۍ ته اړتیا لري او نه یې له چا سره خبرې کړي دي.

طالبانو په دې تړاو یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکايي «اشغال» د پای ته رسېدو لپاره یې له ګڼو هیوادونو سره اړیکي نیولي او نیسې یې، او په خبره یې، دا د دوی مشروع حق دی. خو زیاتوي چې «په اصطلاح دداعش په ضد موږ د هیچا همکارۍ ته اړتیا نه لرو او نه مو هم له چاسره په دې ارتباط تماس نیولی او نه مو خبرې کړې دي».

طالبان وايي چې په افغانستان کې د داعش له نامه څخه کورني او بهرني استخبارات ناوړه استفاده کوي، خو زیاتوي چې «اسلامي امارت د خپل ولس د ريښتوني استازي په توګه تر ډیره حده د نوموړي تهدید په نامه پروژه له منځه وړې اواوس دهیواد په ۳۴ ولایتونوکې یوازي دیوه ولایت په یوه څنډه کې پاته دي چي د تشویش وړ نه دي».

د طالبانو اعلامیه لیکي چې دوی په تېرو ۱۴ کلونو کې ۴۹ اشغالګر هیوادونه او د هغوی ګوډاګۍ اداره له ماتې سره مخ کړې، چې په خبره یې، د نورو پردي پالو خطر هم دفع کولی شي.

وړمه ورځ د انټرفاکس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړ چې دا هیواد غواړي له طالبانو سره په شریکه د داعش ډلې په وړاندې مبارزه وکړي او په دې اړوند د دواړو خواوو ترمینځ خبرې او معلومات تبادله شوي دي.

د سیاسي چارو شننونکی نظر محمد مطمئن د روسي چارواکو د ورته څرګندونو تر شا هدف دا بولي چې روسان غواړي امریکایان وپوهوي چې که امریکایان د دوی د ګواښلو لپاره داعش ډله ایجادوي نو دوی هم کولی شي چې له طالبانو سره دامریکا د ځپلو لپاره مرستې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

هههه پدی اوس هر څوک پوهیږی چی دا استخباراتی لوبی دی اوس هغه پخوانی زمانه نده چی خلک په هره وړه او غټه خبره خطاوځی طالبان خو څه داعشیان ندی چی زور په راشی نو په هیڅ روا او ناروا ندی بند طالبانو دا تیر څوارلس کاله صرف دالله په کومک له ۴۹ نه د زیاتو صلیبی هیوادونو له نظامیانو او استخباراتو سره وجنګیدل او له شکست سره یی مخامخ کړل نو داعشی خوارج څه شی دی چی طالبان یی ددفع کولو لپاره له روسیی کومک غواړی آیا داعشیان په تسلیحاتی او مادی قوت له دی هیوادونو باندی دی او… نور لوستل »

mohammed

خالد جانه الحمدالله ثم الحمد الله چی کومی افتخارونه مسلمانان په اسلامی امارت کوو نو هغه یو واری له منځه نه ولاړو کنه نو سنګه چی اوازه پورته شو چی طالبان د کومی دلی سره ددخمنی په خاطر دروسانو سره استخباراتی معلومات شریکوی نو دیر دخفګان خبره وه خو بیاهم کومه اعلامیه چی خپره شوه هو په هغه کی دروسانو یا نورو هیوادونو سره تماس په کلی طور رد شوی نده بلکی مقصد یی بدل خکاره شوی ده او هغه داچی د اشغال خاتمه ده البته چی دا هم دیرو مسلمانانو ته دمنلو نده زکه چی اول خو روس زمونږ… نور لوستل »

mohammed

وبعد قال تعالی : إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ .[الممتحنة /۹]

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x