دیني، سیرت او تاریخ

د الله ﷻ د خوشحالی یو ښکلی مثال

رفیع الله برهانی الحنفی –

کله چه یو بنده ګناهونه پریږدی، او د الله  ﷻ لور ته متوجه شی ، نو الله ﷻ دومره زیات خوشحالیږی، چه موږ د دي تصور هم نشو کولاۍ.

د دي خوشحالی پوهولو لپاره رسول الله ﷺ یو مثال بیان کړی دی .

او په مثال سره یی دا خوشحالی ښکاره کړی ده، وي فرمایل: چه یو سړی په ځنګل بیابان کی یوي سورلی باندی سفر کوي، او د همدی سړی د خوراک او څښاک سامان پدي څاروی باندی پروت دی، او ناڅاپه دا سورلي ورکه شوه او دا سړی انتهایی زیات پریشان شو او بل طرف ته ځنګل دومره غټ دی چه دا بیچاره یی پیاده نشی ختمولی او نزدی څه آبادۍ هم نشته چه د خوراک، څښاک رسیدو څه امید وی، اخوا دیخوا یی د سورلی تالاش کولو لپاره یی ډیري منډي ووهلی، خو پیدا یی نکړه،  اخر ډیر زیات ستړی شو، او د یوي وني لاندي د مرګ په ارادي پریوت د مرګ څخه بغیر یی بله لاره نشته، د ستړي والی د وجی یی سترګی ورغلي وي، لږه شیبه ورورسته یی یوناڅاپه سترګې خلاصي شوی، چه ویی کتل همهغه سورلي د ټول ساز او سامان سره سر ته ولاړه وه.
نو ډیر زیات خوشحاله شو، دومره زیات خوشحاله شو، چه د ډیری خوشحالی نه یی جزبات قابو نکړای شو او بی اختیاره د هغه د خولی څخه دا جمله ووته:
(( أَللّهُم انتَ عَبدِی و اَناَ رَبُّکَ ))
په حقیقت کی ویل خو داسی پکار وو:

(( اَللّهُم انتَ ربِّی و اَناَ عبدُکَ  ))

چه ای الله ته زما رب او زه ستا بنده یم خو د ډیری خوشحالی په وجه د ده د خولی نه ووتل:

ای الله ته زما بنده او زه ستا رب یم  (نعوذ بالله)

نو د ده ژبه د ډیری خوشحالي نه په اختیار کی پاتي نشوه ، رسول الله ﷺ وفرمایل:  څومره خوشحالی چه دي سړي ته په خپلی سورلۍ لیدل سره وشوه کله چه یو بنده ګناهونه پریږدي او الله ﷻ طرف ته متوجه شي، نو الله ﷻ د دي څخه هم زیات پری خوشحالیږي.

الله ﷻ په انسان باندی ډیر رحم کوونکي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x