
د طالبانو او روسیې داړیکو موضوع ته کتنه
خالد افغان زوی
کیسه څنګه راپورته شوه؟
آبله ورځ په کابل کې د روسیي فدراتیف سفیر ضمیر کابلوف د روسیې له خبري اژانس انترفاکس سره په مرکه د طالبانو په اړه وویل چې : په افغانستان کې دداعش شتون ته په پام سره په یاده برخه کې زموږ او طالبانو د منافعو ترمنځ انطباق راغلی ،مطلب دا چې دداعش ددواړو ګډ دښمن دی.
ضمیر کابلوف چې د طالبانو په لاس کې د اسیرو روسانو د خلاصون مسؤل هم پاته شوی،له طالبانو سره د روسیې اړیکي درلودل ومنل. نوموړي وویل د روسیې لپاره دا ډیره مهمه ده چې افغان او پاکستاني طالبان د داعش مشر خپل خلیفه نه بولي بلکې ددښمن په نظر ورته ګوري هغه چې روسیه یي هم دښمن بولي.
د ضمیر کابلوف له یادو څرګندونو ځینو رسنیو دا اخیستنه وکړه، چې طالبانو له روسیې سره د داعش په خلاف د ګډې مبارزې په اړه مذاکرات کړي دي، طالبانو د یوې اعلامیې په صدور سره د رسنیو دا ډنډوره رد کړه او ویي ویل چې دوی نه د داعش په خلاف د مقابلې په اړه له روسیې سره خبرې کړي او نه هم ددغسې خبرو اړتیا ویني ددوی په باور چې طالبان د ۴۹ ملکونو ټلواله ماتولی شي نو دا څوغوږه داعشیان هم مهارولی شي لکه څنګه چې یي اوس په ټول افغانستان کې مهار کړي او یوازې د سپین غر د لوړو په څو غارونو کې پاته دي چې د طالبانو د حملې په مهال د پاکستان خواته تښتي خو چې طالبان له غرونو کوز شي دوی بیا په غرونو کې ځان ښکاره کړي.
رښتیا هم که دداعش وضعیت ته وکتل شي او بیا د طالبانو پوځي توان ته، نو طالبان شاید هیڅکله دې ته مجبور نه شي چې له کوم هیواده مرسته وغواړي ، په افغانستان کې د داعشیانو لوی قوت د فراه او زابل خصوصا ازبکستاني داعشیان وو چې طالبانو په څو ساعتیزو عملیاتو کې رام کړل، په ننګرهار کې دداعش ټول قوت هغه اورکزي داړه ماران وو چې د پولې له کوزې غاړې را اوښتي وو، هغوی هم د طالبانو په وړاندې درانه تلفات ورکړل او وروسته په سیمیزو خلکو کې د نه قبولیت له وجې بیرته له افغانستانه ووتل. داعش ته اوس په ننګرهار کې یوازې څو پوهنتوني وهابیان ورپاته دي، چې په راډیويي نطاقۍ غښتلي اما د جګړې بار ته د ټینګي نه دي،امریکایان او د کابل رژیم چې د داعش په رامنځته کولو یي له پخوا پانګونه شروع کړي همدغه څوتنه داعشیان ډیر مطرحوي او بیا بیا یي په رسنیو کې یادونه کوي، چې د وروستۍ ډنډورې د راپورته کولو یو غرض هم شاید همدا وي تر څو دداعش موضوع له واقعي کچې نه په مراتبو لویه اودرنه وښيي.
له دښمن سره مفاهمه طبعي او مشروعه ده
انسان مدنی الطبع دی،همداراز د انسان معنی له أنس یعني محبت ، الفت ، نږدیوالي او ګډون څخه اخیستل شوې ده، د انسان نه پرته نور حیوانات وحشیان بلل کیږي چې د نفرت او تښتتیدنې مفهوم په کې موجود دی، انسان په فردي او اجتماعي لحاظ په هر حال کې له نورو انسانانو سره تعامل او اړیکو ته طبعا مجبور دی.
په انساني تاریخ کې هیڅ داسې انساني فرد یا ډله نه ده ثبت شوې چې هغو دي له نورو انسانانو سره تعامل، خبرې او تعلق نه وي درلودلی، هرڅوک له خپل همسایه او هر هغه چا سره چې ګټه او تاوان یي ورسره تړلی وي تعامل او روابط ساتي.
که له دیني اړخه وګورو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل دور له هر ډول کتابي او غیرکتابي کفارو سره اړیکي، مفاهمه یا روابط درلودل، په مدینه کې یي د همدې اړیکو په اساس له یهودو سره تړون وکړ، وروسته یي د مختلفو قبائلو له سردارانو او امیرانو سره همیشه ناسته ولاړه او خبرې درلودې، حتی لویو امپراطوریو ته یي خپل استازي ولیږل او له هغوی سره یي بالواسطه مذاکرې وکړې، تر څو د اسلام او مدني امارت د ګټې،استحکام او له اضافي اضرارو د خوندیتوب لپاره ترې استفاده وکړي.
له لرې او نږدې حکومتونو او سیاسي مجامعو سره تعامل، داستازو استول، هغوی ته خپل پیغام رسول او د هغوی پیغام اوریدل د نبوي سیاست یوه لویه برخه وه،نبي علیه السلام له نړیوالو سره داسې وچ دښمنانه چلند نه درلود لکه دداعش، هغه چې ددښمن استازي ته هم د واجب القتل دښمن په نظر کتل کیږي او سر ترې غوڅیږي،دغه ډول تړلی او تنګ دریځ د شر القرون داعشي تصور او اجتهاد دی چې په اسلام کې ځای نلري.
زموږ د پیغمبر علیه السلام وروستی وصیت خپل امت ته داوو چې تاسو له استازو او پیغام وړونکو سره ښه چلند وکړئ، له دې څخه ثابتیږي چې له کافر حکومت سره خبرې، ناسته او مفاهمه کوم ناروا عمل نه دی په شرط ددې چې هدف یي مشروع وي او ددین اصول په کې تر پښو لاندې نه شي.
د طالبانو سیاسي استازي چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو له چارواکو سره ناسته پاسته، مفاهمه او خبرې اترې کوي، مهم اهداف یي د طالبانو په اړه دهغوی پوښتنې ځوابول ، د امارت ددښمنانو کمول،له بي ځایه او ناڅاپي شخړو څخه د امارت ساتنه،او د امارت داستحکام په موخه د هغو خنډونو له منځه وړل دي چې په دغسې لیدنو کتنو او مفاهمو له منځه وړل کیدلی شي.
روابط او وابستګي تر خپل منځ فرق لري
که د سیاسي او نړیوال عرف له نظره وګورو نو په نړیوال سیاسي عرف کې هم له کوم چا سره اړیکي درلودل ناشایسته عمل نه شي بلل کیدای،په نړۍ کې دښمنان هم یو تر بله اړیکي ساتې، خبرې کوې او په تر ټولو سختو حالاتو کې هم د مفاهمې چینل فعال ساتي، ایران او امریکا تردې وروستیو یو د بل خطرناک دښمنان بلل کیدل ددوی ترمنځ دښمني هغه وخت اوج ته ورسېده کله چې ایراني محصلینو د امریکا سفارت قبضه کړ، مګر له هغه وروسته چې امریکا په ایران کې سفارت نلري بیا هم ددغه دوه سره مخالف ملکونو خپل د اړیکو کانال په تهران کې د سویس سفارت ته انتقال کړی او له هماغه چینل څخه یو له بله اړیکي پالي.
سیاسي روابط په اصل کې هغه تاکتیکي چلند ته وایي چې دوه سیاسي اړخونه یي د خپلو منافعو لپاره له یوبل سره پالي په سیاسي روابطو کې د اجبار او احتیاج موضوع تر منځ نه وي، او نه هم یو لوری په بل باندې تنفیذي واک لري ، دغه ډول اړیکي چې زیاتره د یو بل له موقف او پیغام څخه د خبریدلو لپاره وي هیڅ کوم نادود عمل نه بلل کیږي.
اما هغه څه چې نامشروع یا په سیاسي عرف کې د پیغور وړ بلل کیږي هغه له کوم اړخ سره د سیاسي جریان وابستګي ده، وابستګي دا مطلب چې یو سیاسي اړخ له بل جهت سره داسې تړاو ولري چې کنټرول یي د هغه په لاس کې وي، مثلا د افغانستان کمونیستانو له شوروي اتحاد سره روابط نه بلکې وابستګي درلوده،ځکه شورویان توانیدلي و چې داخلي کمونیستان د خپلو سیاسي،فکري،اقتصادي او فرهنګي اهدافوپه لاره کې د ریموټي نانځکو غوندې وکاروي، دغسې تړاو هغه چې یو جهت په کې ځان بایلي او کاملا د بل اړخ په کنترول کي راځي نامشروع او د نه منلو وړ موقف بلل کیدای شي.
اکثره خلک په طالبانو دا تور لګوي چې له پاکستان سره تړاو یا وابستګي لري،مګر ددوی دا خبره بې ځایه او ناعادلانه ده،ځکه له پاکستان سره د طالبانو تړاو دا معنی چې پاکستان په طالبانو بشپړ کنترول لري او طالبان د خپل ګټو لپاره کاروي، په داسې حال کې چې هیڅ داسې ثبوت نشته چې په طالبانو د پاکستان کنترول ثابت کړي،که پاکستان په طالبانو کنترول درلودلی،باید چې طالبان یي دېته مجبور کړي وای چې د خپل واک په وخت کې د شرعي نظام په ځای پاکستانی سیاسي ماډل جمهوریت نافذ کړي لکه څنګه چې کابل میشت د امریکا وابسته ګان په ټولو برخو کې هوبهو امریکایي پلانونه او ماډلونه عملي کوي.
برعکس د طالبانو په اړه باید وویل شي چې له پاکستان سره روابط لري، هوکې طالبان د یوه سیاسي انساني حرکت په حیث مجبور او مکلف دي چې له هر هیواد سره خصوصا ګاونډیانو سره روابط ولري، د خپلو سیاسي سفیرانو په توسط له هغوی سره لیدنې وکړې،خپله خبره ورته ورسوي او د هغوی موقف درک کړي.
طالبان ولې باید له روسیې سره مفاهمه ولري؟
لکه وړاندې چې وویل شول نفس مفاهمه یو طبعي،مشروعه او سیاسي اړتیا ده، هر هغه جهت چې مواقف یي ستا په کار او فعالیت تاثیر لري نو تاسو له هره اړخه مجبور یاست چې له هغوی سره په خبره ځان پوه کړئ، تر څو د هغوی دوستي یا دښمني ، مثبت یا منفي موقف ځانته معلوم او بیا په رڼا کې په روښانه سترګو متقابل چلند وکړئ.
روسیه په دې سربیره چې دنړیوال سیاست مهم لوبغاړی دی، د افغانستان په سیاسي وضعیت مخامخ تاثیرګذار هیواد دی،که روسیه په افغانستان کې د سوریې غوندې مداخله وکړي نو کولای شي ډیرې معادلې معکوسې کړي،لکه په سوریه کې یي چې د حالاتو ټولو مبصرین ګوته پرغاښ کینول.
طالبان چې له امریکا سره لاس او ګریوان دي او په نړیواله سطحه یي هم دومره دښمنانو ته غیږ ورکړي چې نور یي په لیڅو کې نه راځي ورته په کار ده، چې د خپلې بقاء په خاطر د خپلو دښمنانو اضرار له ځانه دفع کړي او له اضافي او غیرضروري ټکرونو او تصادماتو ځان وساتي.
د هیواد په شمال کې د طالبانو مضبوط شتون او د کندز، بدخشان او فاریاب د فتحو غوندې سترې بریاوې هغه حوادث وو چې روسان یي وپارول، روسان چې طالبان یي د شمالي ټلوالې د تعبیر او تعریف له عینکو لیدل، نو ددوی پرمختیا یي ځان ته مخامخ ګواښ تلقي کړه، دهمدې لپاره یي په شمالي افغانستان کې د مداخلې ګواښ وکړ، د طالبانو حرفوي دښمنانو لکه دوستم، عطاء محمد نور او په ټوله کې شمال ټلوالې له فرصت نه د ګټې پورته کولو هڅه وکړه، دوستم له پوتین څخه د ټانګونواو څرخکو غوښتنه وکړه، عطاء محمد نور د روسیې په مرسته د یوې نوې ملیشې جوړولو خبره وکړه، حتی د مشرانو جرګې د مشر په شمول ځیني کسان روسیې ته لاړل او له روسیې نه یي د پنځوس زره میله کلاشینکوفونو د مرستې اخیستلو خبره وکړه.
طالبان چې د اربکیزم له فتنې څخه یي ډیرې ستړې لیدلې وې دا ځل په شمال کې د یوې نوې ملیشې له خطر سره مخامخ شول، مګر ددې په ځای چې ددې ملیشې سره یوازې پوځي مقابله وکړي او په شمال کې د یوې نوې خونړۍ جګړې اور بل کړي د شمال د نوې ملیشې له شر څخه د امن په خاطر یي سیاسي قطعه وکاروله او هغه داچې د روان کال د میزان په شلمه نیټه یي د سیاسي دفتر لخوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټولو شمالي ګاونډیانو ته ډاډ ورکړ چې ددوی فتوحات به ګاونډیانو ته ضرر ونه رسوي، د منځنۍاسیا هیوادونو دې بي ځایه خطر نه محسوسوي. طالبانو په خپله اعلامیه کې هغه مهال ولیکل: د اسلامي امارت سیاسي دفتر خپلو ګاونډيو هېوادونو ته ډاډ او اطمئنان ور کوي چې هېڅ ګاونډي ته د ضرر رسولو اراده نه لري، اسلامي امارت د انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو له مخې له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د حسن جوار د اصل په اساس د ښو او مثمرو روابطو غوښتونکی دی، په دې اړه چې داسلامي امارت په خلاف کوم تبلیغات کېږي هېڅ اساس نه لري.»
د طالبانو دغې اعلامیې لوی کار دا وکړ چې د روسانو د ښکیلتیا جذبه یي سړه کړه، د شمال د ملیشو خبره چې د روسیې په مرستو به جوړېده همداسې پاته شوه او طالبان وتوانیدل چې ددښمنانو به بیروبار کې دیوه خطرناک دښمن له غیرضروري جنجال څخه ځان وژغوري او خپلو اولویتونو ته فارغ شي
دا واقعیت باید ومنو چې د اسلام ویښتابه ډیر سیاسي یا جهادي تحریکونه په تصادماتو کې له منځه تللي او ټول قوت او جوړښت یي ذوب شوی دی، تصادمات کله ناکله ناګزیره وي او له ناچارۍ ورته څوک مجبوریږي لکه د طالبانو او غربي ټلوالې تصادم ، اما کله ناکله غیر ضروري وي لکه بې موجبه ټولو لرې او نږدې دښمنانو ته جنګ اعلانول، هغه چې یوازې ددښمن د پاریدنې او دښمن ته د بهانې د په لاس ورکولو کار کوي او نور له تباهي پرته او د اسلامي خوځښت له څو ګامه شاته غورځیدلو پرته بله هیڅ نتیجه نلري.
د طالبانو یوه هوښیاري داده چې د نورو نړیوالو جهادي حرکاتو برعکس تر خپله وسه ټول کوښښ کوي چې له غیر ضروري او بوختوونکو تصادماتو او جنجالونو ځان وساتي، دوی په تیرو څو کلونو کې د همدې پالیسۍ په مټ وتوانیدل چې له ډیرې سختې او امتحاني مرحلې ژوندي ووځي حال داچې په دغسې مراحلو کې ډیری تحریکونو په بشپړه توګه له منځه ځي او جمعي وجود یي متلاشي کیږي.
۲۰۱۵/۱۲/۲۵ میلادي
اسلام علیکم افغان زوی صاحب زموژدکلی دیوه سفنژری فه اصتلاح ترژبه دی زارشم الله ج دی اجرعظیم درکری
په دی اړه کیدی شی زه هم کومه لیکنه ولیکم ،
والله ډیر خوشحاله شوم چې دا خبر مې واورید … روسیان اکثره ارتودوکس عیسایان دی او ارتودوکس عیسایان په شرقي اروپا ( یونان ، روسیه ، جورجیا ، اوکراین ، بلغاریا ، روماینه ….) کې زیات نفوس لري چې اوس وخت کې په ډیره تیزۍ سره خپل اصلي عیسایت ته راروان دی او مزهبی مشران يې په دې کوشش کوي چې عیساییت بیا هغه حالت ته ورسوي چې پخوا وه او ټولې نارواوې ترې لرې کړي ، اوس نور عیسویان لکه کاتولیک او پروتیستانیک د یهودو سره د ارتودوکسو عیسوانو په خلاف سره لاس یو کړی یونان يې د غربت… نور لوستل »
ذبیح الله وروره دا تاسو نه خو بیخی لاره ورکه ده چی وایی دوی روسان خپل اصلی عیسایت دین ته ګرزی کوم اصلیت د عیسایت دین خو منسوخ دی
پوهنتوني وهابیان: د دی کلمی استعمال هغه مرض ته هوا ورکول دی چی داعشیان یی نیولی باید دا خبره بیرته واخلی کنه اسامه رح د. ایمن ح ظ هم د همدی عقیدی په اساس حتا امیر عمر رح هم ور په درنه سترګه کتل مننه د ځواب
منتظر
د ذبیح الله ورور خبرو کی ډیره هیله مندی نغښتی ده ، د نړیوال استعمار ( چه راست کی یی حریص یهودان او صلییبیان قرار لری ) د سپټمبر د فاجعی او فتنی د رامنځته کولو څخه هدف همدا چه د اسلام او مسلمانانو سره د مظلوم بشریت فاصله لیری باسی ، تر څو په دی ډول د خلکو مسلمانیدل کم شی ، په مسلمانانو یی د دهشتګرو او په اسلام یی د دهشتګری دین نوم کیښود چه له یوه خوا به دوی په ډیر وحشت مسلمانان وژنی او له بلی خوا به نړیوال له مسلمانانو و ډاریږی او خواته… نور لوستل »
اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم
إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ال عمران
وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ 85 – (ال عمران)
ددی آیتونو له لیکلو نه دی څه منظور ده دا مقاله دی نده خوښه شوی که څنګه زما په نظر خو محترم لیکوال قانع کوونکی دلایل ویلی دی جزاک الله
بیانزی صیب ډیره مننه !!!! زما مطلب مو لا ښه واضح کړ …..
تاسو په یوټیوب کې دې باره کې د شیخ عمران الحسین النظری صیب ویډیوي تقریرونه کتلای شۍ …. په انګلیسی ژبه دي
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ [ سورة النور – الآية 55 ]
mohammed وروره !!! زما مطلب دا ندی او الحمدالله نه مې دا عقیده ده چې غیر د اسلام څخه بل کوم دین ته اصلي ووایم … مطلب مې دا وه چې د ارتودوکسو عیسایانو په نظر . ځکه دا دهغوۍ په حساب یو اصلی دین دی چې اوس د الله عزوجل له لوری منسوخ شوی دی . د بیانزی صیب نظر زما هم دی کیدای شي چې په وروستیو کې اکثر ددوۍ (ارتودوکسو) ایمان راوړي ……. شیخ عمران حسین النظري صیب وايي « زما په نظر د عیسی ع راتلل دومره نږدې دي چې دغه وخت ۱۵ یا ۱۶ کلن… نور لوستل »
ګوری وروڼو خدای ته وګوری دادروافضو لوبی پریږدی دقیامت په باره کی خبری مه کوی چی کوم وخت به راځی ددی دنیټی دقیق علم له الله(ج) سره ده لدی کارونو نه کفار نن سبا ډیره زیاته ګټه اچتوی او قسما قسم دسیسی یی د مسلمانانو په ضد په کار اچولی دی وسلام
اول رازو د ذبیح الله جان خبری ته که هرسه ستاسو مقصد وو خو ستاسو تبصری نه داسی خکاریدو چی په عیساعیت کی تاسو اصل او کم اصل پیدا کړی حالانکه دعیسی ع تول دین منسوخ دی اوعیسی دهماغی زمانی خلکوته راغلی وو چی دیر تفصیلات نشو ورکوی خو مقصد داده که دوی غواړی اصل دین دالله ته وګرځی نو اسلام د قبول کړی هسی سه دپاره ارتودوکسان او نور خپل قیمتی وقت ضایع کوی کیدای شی دوی کی ځنی خلک چی خپل اصلی دین پسی ګرزی تر هغه ورز ژوندی هم نه وی چی بیا مسلمانان شی او کیدای… نور لوستل »
دویم رازم خالد جان ته نو خالد جانه ګوره ایتونو باندی خوابدی کیږه مه رانه دا خو زمونږه قران دی زمونږ هدایت دپاره رالیږل شوی ضرور نده چی خوخ او ناخوخ پکی ولتوو سنګه چی تاسو وایی ما نه غوختل ددی مقالی په باره کی تبصره وکړم خو ماته داسی خکاری چی تاسو زما دتبصرو لیوال شوی یاست نو رازه چی دا شوق دهم پوره شی اول دا مبارکه ایتونه ما محترم عبدالحق ته ور په یاد کړی چی په ما باندی د وهابی… تاپی لګوی ته وارخطا کیږه مه دمقالی په باره کی نور مبارک ایتونه به در په… نور لوستل »
ورونو
يو وروري تولي ألفت وغيره
بل روابط تعلقات اوسياسي جورجاري
دا به خامخا فرق ولري
دوم دادومره لوي امارت به دومره كمزوري نه وي سي د قرآن دا ايتونه
دي له فامه وغورزوي
دريم دادسياف غوندي علم اوتقوى دي هم خداي جاته نه وركوب
وهابيانو فه حواله به سه نه وايو
زمونږ ځینی ورونه د مناقشی له چوکاټه کله کله وځی ، د مناقشی په محوری او مرکزی موضع باید فکری تمرکز وشی ، مګر زمونږ ځینی ورونه له مثالو هم کله موضع چوړه او اصلی موضع شاته پاتی شی راځی چه د اسراییلو د غوا د پیداکولو بی ځایه پوښتنی ځانته ډیری نه کړو ، حق کله هم په بیلا بیلو رنګو عینکو نه بدلیږی په ځانګړی هغه څه چه د الهی نظام او اوسنی حالاتو په اړه یی مظرح کوو ، هر څه په ډاګه دی ، لکه سایافان او ربانیان چه په هماغه ایتو چه د جهاد د… نور لوستل »
( وقـل جـاء الـحـق وزهـق البـاطـل إن البـاطـل كـان زهـوقا) الإسراء:81
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېر سپټمبر پر ۱۵ نېټه دپاکستان دسفیر په شتون کې په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو له مشر ملااختر محمد منصور سره لیدلي دي. په دوشنبه کې ددې لیدنې ترتیبات دپاکستان دسفارت پر غاړه وو، خو په تهران کې دطالبانو دفتر په دې لیدنه کې مهم رول لوبولی دی، ډیپلوماتیکې او رسمي سرچینې وايي: پاکستان دکراچۍ له هوايي مېدان څخه دالوتکې په مټ ملا منصور دوشنبې ته لیږدولې وو، دا ډول یو سفر روسانو، پاکستانیانو او طالبانو ته ډېر اهمیت لري. سرچینې وايي: دپاکستان ډیپلوماتیک چلندپه دې برخه کې څو اړخیزه دی، په دې وروستیو… نور لوستل »
ددی خبری دومره موافق نه یم چی امریکا مو دچین او روس دښمنان اوروسان مو دمسلمانانو دوستان یا دمنطقی خیر خواه اشاره کړی زکه چی تولو نه اولنی خبره چی کفار یو ملت ده که ظاهری اختلافات یی وی هغه تول مادی دی چی (حل کیدونکی) دی او دمسلمانانو سره یی اختلافات معنوی ده (نه حل کیدونکی) او دوهمه خبره داده چی مونږ د همدی روسانو له لاسه سونه تباه او برباد شوو نو بیا هم مونږ دوی نه سه دخیر تمه کوی شو یا ګته پورته کوای شو او یاهم دشر نه یی زان بچ کوی شو ؟ ځواب… نور لوستل »
محموده نه فهیژم چی ستامطلب سه ده ته ولی هغه زیونه گروی چی نه دی تخیژی فه والله می دی قسم وی چه ته منافق مطلق یی ته ماته داووایه چی روسان چافه دوستی نیولی دی محموده فه الله قسم ده چی مجاهدینودفاکستان نه غلامیت تولی نری ته سابط کرل اوس داتاغوندی ایمان فروشان به فه سه شی خطاکوی الحمدلله مجاهدین هغه فراووته رسیدلی چی فه تولوطرفوکی یی کفاروامرتدومنافقوغلامانوته ماته وکری زکه دانوی بانی سی داعش اوله روس سره دی داعش فه اره له روسه سره لیدل فه والله که میعاد نه لری فه فقط دمرتدودمرداروخولوشعاربه شی چه مخکی به… نور لوستل »
منیر جانه زه خو تا سره په بړستن کی نه یم ننوتی چی داد ګرولو بی ادبی خبری کوی خو بیاهم که له ادبه وزی خو داسلام له حدودو خپی مه وباسه داته دکوم دین پیرو یی چی تاته اجازت ورکوی چی مسلمان شخص ته د منافق نسبت کوی او بیا دالله په نوم قسم کوی له الله نه ودار شه دا خبری به د جهنم کندی ته وغورزوی که دلیل درسره نه وی او بیاهم نه منی نو کم از کم غلی شه نه دا چی دیو مسلمان شخصیت باندی دشریعته وتلی خبری کوی او زه سوک نه خطا… نور لوستل »
محموده فه شرعی دلیل غژیدل له تاغوندی سری سره فقط دوخت تیریدل دی زکه ته هغه زایی گره وی چی نه دی تخیژی
یارا محمد وروره دیر تریخ حقیقتونه دی ویلی خو افسوس دا جای ده چه دیر خلک یو شخص یا اشخاص او یا تنظیم یا یو امیر ده حق معیار کرزوی یا چه پنزوس کاله جهاد کری وی هغه ده حق معیار کرزوی خو البته چه هر سوک یا هر تنظیم یو سه وخت صحیح کیدای شی بیا لاره ورنه خطا شی یا نقصانات پکشی پیدا شی نو هغه مخکنی اعمال دا نشی خلاصوی بل دا چه ملکرو نه دا غوشتنه ده چه بی زایی تاپو نه زان وه ساتی او ادبی چوکات مراعات کری بل خدای ناکرده لکه یهود غوندی… نور لوستل »
احمد جانه کاشکی دوی تاغوندی دخبرو درک کوای شوای خو افسوس چی بعضی دبنده په مینه دالله دمینی نه محرومیږی حالانکه ز مونږ مینه باید دالله دمینی په خاطر وی او که بنده سره مینه کوو هغه هم الله او دالله درسول دپاره او بله خبره داده چی دابعضی خلک وایی استاد سیاف اوله کی په پته دروس نه کمک غوختو وروسته دامریکی سره په ړنا ورز لاس یو کړو البته همدا دالله حکمت وو چی اوله کی دکفر سره پته ملګرتیا باندی راضی شوی وو وروسته بیخی له حیا ووتو او په رنا ورز د امریکی سره په یوه… نور لوستل »
احمدجانه دمحمودفه اره به دی سنگه فوهه کرم خوکوتا به درته وایم دمحمودفه هغه دعشیانودیرچورت خراب ده سی مجاهدینو فه زابل کی دخفلوشومواعمالوفه سزاورسول بیل آخره محمودچی دسیاف مثالونه وایی دده فه عقیده مجاهدین هم دسیاف له برخلیک سره مخامخ دی استغفرالله نورنواحمدجانه ویش اوسه دتاند دورز فانی فه مینه والوسی تیر نوزی اوافغانان دبنده فه مینه دالله مینه نه فریژدی زکه شه مثال یی دتولو گوندوخطمیدل اویومتحیدصف راوستل چی امارت اسلامی افغانستان ده ده چی مثال یی فه توله نننی نری کی نه ترسرگوکیژی اودادسه سه دفاره دالله ج دراضااویوشرعی نظام راوستوفه خاطروبس
محمد وروه په کوتو او قلم ده برکت شه خو البته دا ووایم چه حقایق ده ویلی البته ستا تاید په ده معنی هم نده چه زه تا ده حق معیار وه کنم خو البته دلایل ده صحیح ویلی پاتی شو ده ازبکان مسئله ذکر کریده نو یقنا هغوی اخلاص که سه شک نه وه خو خیر یو سه نقصانات هغوی که هم به وه خو دا رقم معامله ورسره نه وه پکار یقنا دیر خوا شی شو زکه ده امت مسلمه یو جز وه بل دا کار که چیری خود مختاری که شوی او بل چا لپاره نه وی… نور لوستل »
منیره بیا د خوله خلاصه کړه خو بیا دهم جواب درکوم تا غوندی نه یم له الله نه کمک غواړو او هغه دا چی که سوک تا هم په دار ووهی نو که راته معلومات وشی خامخا دی تپوس کوم او علت یی معلومول غواړم زکه مومنان دیو بل ورونه دی رازو دی خبری ته چی دوی خپلو شومو اعمالو په سزا ورسیدو نو بیا خو زه دا وایم چی کوم شوم اعمال؟ ایا دغه شوم عمل وو چی دوی خلک له موتره کوز کړی ول؟ نو که دا شوم اعمال ول او ددی سزا همدا وه نو بیا چی… نور لوستل »
محموده خه فهیژی خوبیاهم خیر مامخ کی درته وویل چی لتاغوندی سری سره فه شرعی دلیل هسی دوخت تیریدل دل دی نوزکه نه غوارم چی دیربحص درسره ورکرم محموده امارت اسلامی افغانستان امارت اسلامی دی که نه که اسلامی وی نوکه سوک دامارت مجاهدینو ته باغیان نه بلکی مرتدووایی نوسه کول ورسره فه کاردی 2 هم دغه اوزبکیان چاراوستل اوفه سونه وفاداری اوقیامت یی راوستل اوفه کوموشرعی شرطویی راوستل 3دموتره شکته کیداخبره ده دموتره چی سوک شزی شکته کوی اوبیاسی شکته کری بیاسرونه تری غوسه وی اویادله یزجنسی تیری فری کوی 4 فه دی فیشه کی خویوازی ازبک نه وو… نور لوستل »
بس بس دیر بیزایه خبری کوی او تهمتونه دی هم دیر زده دی زما بحث دی هم له اصلی موضوع نه ویستی خو بیا هم جوابونه د واوره ته ورشه په انترنیت کی نن هم ددوی ویدیوګانی وګوره چی خلاص شوی بندیان سه وایی دوی وایی چی په اوله ورز چی خکته کړو مونږ ته وویل شو چی مونږ تاسو نه وژنو دا چی وروسته بندیان د چا لخوا ووژل شول دا دجنګ نه وروستی دا کار شوی تر هغه وخته نه وو وژلی پدی خو تول خبر دی او کوم یو یی وژلی وی نو هغوی سره به کوم… نور لوستل »
محمد صاحب نور ډیر بیځایه بحث مکوه او خفه هم نشی ځکه ته داسی جاهل انسان یی چی تر اوسه ما والله که تا غوندی جاهل کس لیدلی وی ددی اوزبکانو په ضد د اقدام لپاره همدا کافی وه چی دوی له داعش نه ملاتړ اعلان کړ او داعشیان خو ماتاته پورته تشریح کړی چی څنګه کسان دی هغه چی بی له ځان نه ټول مسلمانان ورته بدعتی، مشرک، ګمراه او مرتد ښکاری او د اسلام په نوم باندی یی داسی کارونه وکړل چی پیغور به یی تر ډیره وخته مسلمانانو ته پاتی وی د امریکا افتصاد یی بیرته په… نور لوستل »
د نن ټکی اسیا له پاڼی زما هیله !!! که ممکنه وی چه په یوه لیکنه کی تبصری زیاتی شی ، او په ځانګړی ډول بی ماهیته او بی اهمیته تبصری چه د ګټو په ځای هم دی پاڼی او هم په دی تبصرو کونکو ورونو کی د تشنج او خوابدی سبب کیږی ، که یی بندی کړی بده به نه وی کیدی شی هر ډول کسان په دغه تبصرو کونکو کی شتون ولری . خدای وکړه تبصره کونکی ورونه له ما خوابدی نه شی . مننه ——— ښاغلی بیانزی! د نن ټکی اسیا په لیکنو کې د تبصرو شمېره… نور لوستل »
الحمد الله ثم الحمدالله دستایلو ذات یوازی یوالله دی پدغه موقع کی به زه یو واری بیا د نن تکی اسیا دپانی یوه نړی مننه وکړم چی زما تبصری او د تولو مسلمانانو تبصری او مقالی نشروی خو زه بیا هم دا تبصری صرف او صرف دالله درضا په خاطر کوو نه د چا سپکاوی غواړو او نه داسلام له دفاعه لاس اخیستی شو خو که بیا هم ما دیری تبصری په کمه موده کی کړی سوک د زما نظر له اسلام څخه په تکر کی بولی زه له الله نه مغفرت غواړم او بیا نو زه خپله دنن تکی… نور لوستل »
محموده فه غم دی خوشحال یم ته واسونه دونه فری خوشحال یم لکه ته سی فه داعشیانوخفه یی
غمجن خو به هاغه وی چی په کفر مری او زه خو لا ژوندی یم الحمدالله ایمان سره او امید لرم چی مرګ به می دشهادت وی غم خو به ته وکړی چی بیهوده غږیږی او دطالب خو د بلا در باندی شه ته دطالبی په لاره هم نه یی تللی کاش تاته رختیا داسلام قدر معلوم وای او پوهیدی چی الله د سه لپاره پیدا کړی یی خو ته هاغسی خبری کوی چی لوچک ظاهر لالا دی کوی او ورشه ورسره زان چانته کړه چی وقت دی ضایع نشی او که دالله کلام دی زړه ته نږدی وی خلاص… نور لوستل »
فه الله ج قسم دی محموده لکه سونه سی می له اوباماچی کرکه کیژی هم دونه می له ظاهره اوله داعشیانوسخه کیژی زکه دری واره داسلامی نظام فه راوستلوکی خندونه دی اوخیرده تابه نه یادوم اومحموده ولوکه زه فه اول سرکی درباندی فوهه شوم خوبیاهم خیرنه اوسی سی خفله هغه سیره دی فه اخرکی فه خفله خه بربنده کره چی اوس هرسوک فه اسانی دخالیدجان فه رقم درته تخلصونه درکوی فه اخرکی بیاهم زنده آباد امیرالموءمنین الملااخترمحمدمنصورحفظه الله
خالد جان ته زه هم خپله فیصله اورول غواړم او هغه دا چی زه دشریعت په رنا او اصولو کی له کفارو سره نه پخلا کیدونکی نظریه لرم او ورسره انس کوی نشم که هرسوک ورسره انس او الفت وکړی زه تینه بیزار یم الله می تینه په حفظ کی وساتی الهم ارنا الحق حقا ورزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا ورزقنا اجتنابه
محموده اخیری تبصره زمااوستادتبصروفه نتائجوبه وغیوژومنزگری توب سه کوی خونه زه مولوی نظرمحمحدیم اونه ته مسلم دوست یی زااوستافه تبصروکی زماگومان فه یقین بدل شودایی یودوهم زماملگری دیراوته ورتل شوی دریم ستاحقیقی سیره بربنده شوه 4 ته منزکری زکه نه یی یافه مسلمانونه خویی ژی زکه ستانوکی خاص فه مسلمانانوخاصتن دامارت اسلامی فه مجاهدینو دی 5ته هغه سوک زکه یی کوم چی خالدجان یامایابیانزی صاحب درته ویلی دی چی ستاتبصری فقط فه دایوه مضمون کی دی فه اخرکی به یووصیت درته وکرم هغه داچی ستاتوله سعیه فقط دروس اوانگریزانوفه گته دی زکه دروسانوسره دطلبانواریکه دانگریزانواوروسانویوه درووغژنه اوبی معنا اعاده اوهغویی… نور لوستل »
ګوره محمد صاحب بیا بحث یوی خوا او بلی خوا ته کشوی ما کله دا ویلی دی چی زه له کفارو سره دوستی غواړم او انس ورسره کوم له کفارو سره زما د ولا او برا اساس د ابراهیم (ع) اسوه ده چی په قرآن کی یی الله (ج) داسی ذکر کړی ده قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَاء مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاء أَبَداً حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ او همداشان می له هری هغی بدعتی او ګمراه ډلی سره چی خوارجی او تکفیری… نور لوستل »
احمدجانه له تانه زارشم بااحساسه اوویش زلمی یه
ګوری زه ته خالد صاحب بیا نزی صاحب تول داسلام دعوی کوو او زه دا تولو ورونو ته احترام لرم که رختیا دشریعت دفاع خپله نیتونو کی ساتلی وی چی الله په مونږ اوتاسو عالم ده نو زمونږ دبحث نتیجه دیره په اسانه وزی اوله خبره دازه هم وایم طالبان خه اوبد لری حتی ما یو طالب ته ویلی وو په الله قسم که پدغه صف کی دچا نیت دالله رضا وی نو ماته دکعبی برحق امام نه برتره خکاری او دخپو خاوری به زمونږ زخمونه تداوی کړی خو چی تاسو وایی طالبان توله برحقه داسلام دله ده او داسلام… نور لوستل »
زه ستاسو مقالات زه تعقیبوم البته محمد وروره دیر حقایق ده ویلی البته ده ازبک په تراو چه کومه کیسه شویدی دا یقنا جفا او ظلم وه شو خو که بیا هم ده په خپلواکی شوی وی او ده بل چا لمسون نه وی شوی الله سبحانه وتعالی هغه خلکوته عفوه وکری چه دا کار ورنه شوی که چیری ده بل چا په لمسون شوی وی نو الله سبحانه وتعالی خپله پوهیژی خو البته چه ده علما فتوا نه وه او خپلسری کار وه چه بیا ده علماو هم دیر غبرکون وه شو خو فتوا موجود نه وه نو مونژ… نور لوستل »
ح دی حدایه ق دی له کابله رامعلوم شوی مسلمان گوله چا سره بی؟ کومه خوا سل په سله درته سمه شکاری؟ والسلام علی من اتبع الهدى په کومه خوشحالی؟ ابومصعب زرقاوی چاسره بیعت کی وه؟ ته په مری کی دچا بیعت لری اوکه نه؟ داسلام خدمت په زان زانی کی شه کیگی که په جماعت کی؟ او په آخر کی دا روان جنگ کوم جنگ او دچا ترمنخ؟ دوه فریقه یو دبش یا ده هغه زای ناستی دوهم مرحوم ملا عمر أو رهغه زای ناستی أو که نور هم نوی را پیدا شوی؟ آیا صرف د پیسو په بدل… نور لوستل »
همدی صاحب که دسوالونه ماته راجع وی نو واوره خو یوازی په سوالونه نخلاصیږی زما دسوالونو زوابونه به هم ورکوی جواب سه دلیکلی سم ولیکه په لیکل دی پوی نشوم زه دالله بنده یم. جواب هره دله چی دقران اوحدیث په حکم وعده او عمل کوی تر سو چی په همدغو وعدو عملا ولاړ وی. جواب ضرور نده چی د هری ویبپانی هره لوستونکی مسلمان وی او که تاسو خفه یی نو تاسو ته اسلام وعلیکم ورحمة الله وبرکاته. جواب. اسامه بن لادن اما دبیعتو چی دواړه شهید دی جواب .شخصی پوختنه تاته ګته نرسوی جواب. په جماعت کی البته… نور لوستل »
که څه هم مونږ تصمیم نیولی وو ، چه په دی موضع کی به نور څه ونه لیکم ، څه چه مو د موضع په اړه زده وو هغه مو ولیکل ، د رحمان بابا کلام دی وایی [ …. هغه خدای بی لیاری کړی به په لیار نه شی ) د یو چا قانع کولو لمړی د حقایقو د تر لاسه کلو د پاره د متکلم او مخاطب بیطرفی ، اخلاص او د تقوی اړه ده چه دواړه یی باید ولری ، دوهم متکلم او او مخاطب د وړه د قناعت کولو حوصله او زغم ولری . زمونږ متکلم… نور لوستل »
محمد او جواد سیب تاسو ته سلام او احترام ستاسو ليکني د افغانستان او افغانانو له مصالحو سره په تکر کی دي، تاسو داسي هيله لري چی اسلامی امارت دي هم د کابل اداری شانته د اجنبيانو په قومانده او استادی باندی نیابتی حرکت او فعالیت وکري، ستا اجنبي امامانو عراق او سوریه په غولو ولرل، زمونز اسلامی هيواد هم زمونز سره د هغوي د خیانت په نتیجه کی اشغال شو، افغانان نباید د ويده اجنبی امت په نیابت جگره وکري، دي کی ثواب نشته، بل دا چی تاسو ولی په داعش باندی شرميژي? د امارت په تخریب کی د… نور لوستل »
محترم غوربندی صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته و بعد اعتراض بی زایه وه بل دا چه کوم خبری زه چه کوم په ثبوت او دلیل باندی کوم نه تا غوندی متعصب چه ده افغانان مصالح راته تر اسلام مصالح دیر اشکاره شی او دویم دا چه مونژ په دغه صف دیر وخت تیر کری او دغه جنک اشکار هم شوی یو چه په اول که مونژ ته خطونه اشکارول کیده چه دا خلک بالکل دولت اسلامی پوری تراو نلری نه ده عراق شام پوری مربوط شاخ ده خو خیر دیر تحقیق نه بعد مونژ پوه شو چه دا جنک… نور لوستل »
غوربندی صاحب بل دا که زمونژ معیار افغانیت مصالح وی نو بیا خو صحیح ده او که اسلام وی نو بیا هغه عالمی دین ده داسی نده چه ده یو قوم پکشی کته وی نو بل قوم تاوان وی نو هغه کار وکرو او یا خپل شخصی مصالح یا قومی تر اسلام پورته کرو که چیری داسی وه شی نو بیا په دغه دنیا که هیس سوک ملامت نه رازی نو زکه چه هر قوم یا هر حکومت ده خپل مصالح په خاطر نور سره جفا او ظلم کوی او یا په بل عبارت چه زمونژ هیواد په اشغال که… نور لوستل »
غوربندی صاحب تاسو ته هم سلام او احترامات که زمونږ لیکنی دافغانانو دمصالحو سره په تکر بولی هغه ستاسو خپل قضاوت ده خو مونږ نه دقیامت دورزی دالله په نزد دیو مسلمان په صفت پوختنه کیږو نه دیو افغان او مونږ هیسکله نده غوختی چی امارت د یو اجنبی کافر یا افغانی کافر خبره ومنی زمونږ امام او رهبر عربی محمد رسول الله وو چی دهغه که چاته اجنبی وو زمونږ دزړه روخانونکی زمونږ د پلار او ورور نه راباندی ګران دی او دعرق اوسوری خبره د مرداری خبره هاغه خبره را په یاد شو راته چی خلکو ۲۰۰۲ کی… نور لوستل »
جواد سیب د خلافت احیا باید چی له افغانستان سخه وشي، ز که په معاصر وخت کی په تول جهان اسلام کی يوازيني ارضي قطعه افغانستان دي چی د اسلام تر تولو مهم اصل جهاد او جهادی روحیه پکي احیا او راژوندي شوه، د نورو اسلامی ملتونو لپاره نه شايي چی زانونه مونژ ته د جهاد استادان وتراشي، بلکه باید او شاید له افغانانو سخه په الهام او تقلید په خپلو مربوطه ارضی (جغرافياوي) قطعو کی د اصلاح لپاره لاس پکار شي. د جهانی استعمار لپاره د افغانانو ابتکار او آزادیخواهانه سرشاري کله هم د ز غم ور نه ده،… نور لوستل »
بیا ده هم جواب ورکوم که استادی دعوه کوی نو بیا خو زمونژ استاد رسول الله صلی الله علیه وسلم ده او که تاسو ویاست چه ننی عصر که مونژ استادان یو که هر سه کوو نو مونژ اجازه لرو نو خو بیا دا فکر ده هم غلط ده او که ته وایی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل دشمنان کم کری وه نو دا درسره منم خو البته هغه لپاره هم شریعت اصول تاکلی ده رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حربی کفار سره هم معامله نده کری او که کری دی نو هغه وخت که… نور لوستل »
یاره ته خو په خبرو کی تمرکز نلري دمبوره شانتي دنباله داری بی ربط او بی مفهومه ليکل کوی.
سیاف هم د سلفيانو شرم ده افغانانو ته يي مه يادوي
سیاف د وهابيانو مرشد ده، ظاهرشاه ته يي کافر ویل نن سبا يي لکه صحرایی چرگه مرداري خوري.
خبری لژي او سنجیده کوه
کرزی دی هم تور زن افغان دی او هم زان ته حنفی مذهبه وایی بلا د امام صاحب ابوحنیفه پر تا او قدیر لالا دی هم افغان تورزن دقوم او وطن خدمت ګار او دمبوره خو ته یی چی د قران خبری درباندی بده لږیږی او دوطن سندری مونږ ته وایی انګریزان به دی پریخی ول چی وطن درته جوړاوه تاسو هم پوتین ته کافر ویل اوس ورسره برستن کی ننوتی لږ دالله نه ودار شه چی مرګ خو حق ده او سونه کفار زان سره یو کړی بیا دهم دعزراییل نه نشی خلاصوی
ګوره محمد صاحب بیځایه کړیتی پړیتی مه غږوه زما د سوالو ځواب راکړه د رسول (ص) سیرت او د خلفای راشدینو سیرت زمونږ په مخ کی پروت ده داعش په یوه هم نده برابر ما له تا نه د هغه فتوا په مقاله کی هم ډیری پوښتنی کړی وی زما یوه پوښتنه دی هم نده جواب کړی څان یوی او بلی خوا ته مکوه د حزب التحریر د خلافت په باره کی چی دا ۷۰ کاله یی چیغی وهی دی څه نظر ده صحیح ده او کنه او له داعش سره ولی بیعت نکوی د طالبانو د اړیکو په باره… نور لوستل »
##### محمودزه تااوقدیرسره دیوه فلارزامن بولم اومحموده اول اول تبصره وگوره زمااواخیرنی تبصره وگوره که کوم فرق فه کشی وو نوزه ملامت یم اوستا هغه اولنی خبری می هم فه یاددی اودغه اوسنیه خبری دی هم گورم بس دغه زلت درته بس ده الحمدالله فه اول سرکی ماوفیژندلی سی ته ##### یی