په سوریه کې د جیش الاسلام تنظیم مشر زهران علوش تر وژل کېدو دمخه یوې غونډي ته وینا کوي

د سوریې د جیش الاسلام تنظیم مشر زهران علوش وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۵ مه، ۱۳۹۴ ل): په سوریه کې د اسد رژیم د مخالفینو یو لوړ پوړی مشر دمشق ته نژدې د روسيې په هوایې بریدونو کې وژل شوی دی.

عربي رسنیو خبر ورکړی چې د جیش الاسلام تنظیم مشر زهران علوش او دهغه ځیني ملګري وروسته تر هغه ووژل شول کله چې د دوما ښار په څنډو کې ددوی پر غونډه روسي الوتکو بمبار وکړ.

سر چېنو د جیش الاسلام د مشر زهران علوش او ځینو نورو قومندانانو وژنه تایید کړي، جیش الاسلام په سوریه کې د اسد رژیم د مخالفینو له لویو تنظیمونو څخه شمېرل کیږي او دوی د سوریې پلازمېنه دمشق ته څېرمه ډیر نفوذ لري.

ځایې سرچېنو ویلي چې ممکن ددوی غونډه د سوریې یا روسیې استخباراتو کشف کړي وي او وروسته بیا ورباندي برید شوی ځکه زهران علوش دواړو حکومتونو ته ډیر مطلوب کس وو او په دې وروستیو کې یې د اسد رژیم ځواکونو ته سخته ضربه ورکړل او د دمشق پر لور یې د پرمختګ تر څنګ ډیري سیمي هم تر خپل واک لاندي راویستلي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله تر اوسه د علوش مرګ نامعلومه بولي خو ځایې رسنیو او پر ټویټر د مخالفینو ځینو پاڼو د هغه وژنه تایید کړي او په اړه یې خفګان څرګند کړی دی.

زهران علوش که له یوه پلوه د اسد رژیم او روسي ځواکونو ته مطلوب وو خو له بله پلوه نوموړۍ داعش ته هم ډیر مطلوب کس وو ځکه کله چې داعش د جیش الاسلام او جبهة النصره د پلویانو څخه سرونه غوڅ کړل نو جیش الاس هم تر هغه وروسته د داعش سره توند چلن پیل کړ او ددوی ډیر بندیان یې ووژل.

په سوریه کې دا د خپل ډول دوهمه لویه پېښه ده چې رامنځته کیږي، تر دې د مخه د سوریې د دریم نمبر تر ټولو لوی حرکت (احرارالشام) پر غونډه هم برید وشو چې په پایله کې یې د حرکت د مشر په ګډون ډیر قومندانان ووژل شول، هغه وخت په برید کې د داعش ډله پړه وبلل شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جانان
میلمه
جانان

تر څو چې دغه دسرطان بوټی داعش وي د جهادي حرکاتو بریا محاله بریښي دا د خدای دښمنان په هیڅ نه دي تړلي ضرور به د مجاهدینو معلومات د دوی لخوا دښمنانو ته ورکول کیږي ځکه دوی د خپل هدف لپاره هره کړنه ترسره کوي
په ننګرهار کې یي له مفسد رژیم سره ښکاره ایتلاف کړی چې یو پر بل به کار نلري تر څو به ګډه طالبان ختم کړي
الله دې بغدادي هلاک کړي

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

تقبل الله شهادته:ألله ج:دی دغه مفتنه أومفسده ډله ورکه کړی(داعیش)

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون کل نفس ذایقته الموت ، هر نفس د مرګ څکونکی دی یعنی هر ژوندی شی څه چه غیر ژوندی شیان هم یوه ورځ پناه کیدونکی دی یوآخی څوک چه به تل شتون ولری هغه د الله ج ذات دی . زه د هغه مجاهد ورور په مرګ د هغه د پاره خوابدی نه یم څه چه خوشاله یم ، هغه د خپل څو ورځو ژوند وخت کی هغه څه ترسره کړل چه باید تر سره کړی یی وی یعنی هغه سپیڅلی هدف ته ورسید د کوم دپاره چه الله ج مونږ ټول خلق کړی… نور لوستل »

نعمان
میلمه
نعمان

Allha de Alowsh ta perdaws janat warkri Shukar Khdaya Che yaw bal bandadi ham pa shahidano ki wa shmaral sho