افغانستان

د افغانستان زلزلې یو ځل بیا تاجکستان، پاکستان او هندوستان ولړزول

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۵مه، ۱۳۹۴ ل): د جمعې په ورځ ناوخته یوې قوي زلزلې د کابل په شمول اسلام اباد، نیو ډلهي او تاجکستان ته سخت تکان ورکړ.

زلزله چې مرکز یې په بدخشان ولایت کې وو، د جمعې په ورځ ناوخته پر ۱۱:۴۵ شوې.

د زلزلې عمق ۲۰۳ کیلومټره ښودل شوی، او قوت یې ۶.۳ وو، چې له کبله یې په لیرو لیرو پرتو سیمو کې تکان محسوس شوی.

تر اوسه د زلزلې له کبله د کومي لويي حادثې خبر نه دی ورکړه شوی ، خو ویل کیږي چې په ننګرهار کې لږ تر لږه ۵ تنه ژوبل شوي دي.

د پاکستان په اسلام اباد، لاهور، ابیټ اباد، کراچي او د خیبر پښتونخوا په اکثرو سیمو کې زلزله محسوس شوې، خو تر اوسه لا وختي دی چې د ځاني او مالي زیان په اړه معلومات وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x