د روسانو پوځي یرغل

لیکوال: احمد الله عاطفي

اعوذبالله من الشیطن الرجیم،

وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَاد( البقره ،۲۰۵)

ژباړه:خو کله چې(دچارو) متولي شي نو په زمکه کې ددې هڅه کوي چې فساد په کې خور کړي،فصل اونسل تباه کړي او الله خو فساد نه خوښوي.

دا مبارک ایت ،وړاندی او وروسته ایتونو په شمول ،ددوه ډوله خلکو پیژند ګلوي کوي، مفسرین کرامو هم دواړو په اړوند بیلا بیل شان نزولونه بیان کړي دي،مونږ ئې دموضوع په ارتباط یواځی په همدی بسیا کوو: اخنس بن شریق یو منافق و،چې خوږه او فصیحه ژبا ئې درلوده په ښکاره ښکلی او دخو اخلاقو او کړو شخصیت څرګندیده، خو په پټه دانسان په شکل کې شیطان او دشیطاني کړوبیلګه و!

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حاضر شو ډیری خوږی خبری وکړی او دخپل مسلمانیدو دباور لپاره ئې په الله جل جلا له قسمونه خوړل او الله ئې ګواه نیوه، چې داخلاص سره سره دنیکو کړو مالک دي(!)

اخنس چې باوري شو ،رسول الله صلی الله علیه وسلم ئې په خپلو خبرو تیر ویست  او په آمن کې شو، درسول الله صلی الله علیه وسلم نه رخصت او دوخت په میندلو سره چې دمسلمانانو په کښت او څارویو بر لاسی شو ، کښت ته ئې اور ورته کړ او څارویو ته ئې ضرر ورسوو!! امام قرطبی  لیکی ددی مبارک ایت شان نزول همدا پیښه وه،والله اعلم.

دمفسرین کرامو اتفاق دی چې ځانګړي موضوع ته اعتبار نشته بلکې ټولې معنی ته اعتبار دی، که څه هم  دقرانکریم ددځینو مبارکو ایتونو دنزول لامل ځانګړی خو حکم ئې عام او تر قیام دقیامته تطبیق او عملي دی او په هری ټولني او وخت کې داسي پلی کیږی چې ګواکې همدا اوس نازل شوی!!

حقیقت دادی چې هر چیرته په خلی نرم او په زړه سخت انسانانو ته زیر شئ دقرآنکریم ارشاد پری صدق کوئ،چې په ناسته او مجلس کې لافي، غوړه مالي او پستي پستي خبرو سره فکرونه بي پروا او مجردی چي زمینه ورته په لاس ورغله همدا کار کوي چې قرآن ورته اشاره کړي ده، بیا نه دچا عزت ورته عزت ښکاری اونه انساني کرامت پروا کوي،نه مسجد ویني اونه خانقا، په فساد سر شئ!

مطمئن اوسئ،چې الله جل جلاله فساد نه خوښوي،که هر څومره دژبی مداري شي او دکبر ساحه ئې پراخه ،خو دالله له غضب او رسوائې به امان یونسي، ځکه الله جل جلاله په پټو او ښکاره کړو ښه خبر دی!

د(تَوَلَّى) معنی مفسرینو کرامو په بیلا بیلواړخونو کړي چې ټول ېئ صحي دي. یوه معنی داده :چي کله ستا له مجلس نه په څنګ شي او خپل طبیعت ته ازاد شو بیا په هر ډول فساد خورولو صرفه نه کوي.(تفسیر طبري)

زیاترو مفسرینو د(تَوَلَّى) معنی  داسي کړي ده: چې کله واکمن او داقتدار خاوند شي، خپل ټول قوت او واک دفساد په خورولو کې مصرفوي، او دخپلو ژمنو او وعدو نه انحراف او په غلطه ئې تعبیروي!

داچې قرانکریم تر قیامته ټولو خلکو، او مخلوقاتو ته راغلی مبارک ایتونو مصداق ئې په هر پیر او سیمي کې  په بیلا بیلو بڼوپه ریښتینولې سره  څرګندیږي!

ښکاره اوغوره بیلګه ئې زمونږ په زمانه او څو لسیزی وړاندی دروسانو څر ګندوني او وړاندیزونه د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان په شمول دمرکزی اسیا نور هیوادونه او دقفقاز اوسیدونکو سربیره دختیزی اروپا اوسیدونکو ته چې تا سی دروسانو دکمونستي پلانونو مننه وکړی تاسوته په دنیا کې العیاذ با لله دجنت ماحول جوړوو،له انسانه به دانسان باداري پای ومومي نه به څوک وږی وي اونه به بادار!!

نتیجه څه شوه؟ هماغه څه وشول چې دقرانکریم مبارک ایت کې ورته اشاره شويده.

ملتونه ئې غلام کړل ، پانګې تالا او په زیر مو ئې اختیار ترلاسه او دولسونو ارام ژوند ئې په وحشت او ترور له مینځه یووړ!!

ورته چاری زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې تر سره کړل، دخلق او پرچم ډلو له کلونو خلک په خوږو او خیالي پر مختګونو وغولول، دروسانو سره ئې دکړیو موافقو او لوړو تر چتر لاندی داصیلو غلامانو رول په لوبولو  بالاخره خپل  احسان کونکی( داود خان) او دده کورني غړی په ډیر بی رحمی سره ووژل چې دګواری ماشوم ئې هم ژوندی پری نښود، دنادر خان دکورنې واکمني ته ئې دپای ټکی کیښود.

خلق دیمکراتیک ګوند چې ځان واکمن ولید ټولې پخوانی خبری هیری او په وعدو اولافوئې خاوری واړول، دواکمني دلمړیو ورځونه ئې دهیواد خپلواکی او دملت هوسايي ئې له ګواخ سره مخ کړه.

شاوخوا ۳۵۰۰۰ زره دهیواد  منور قشر ئې ژوندی ښخ کړل چې تر ننه ئې نه شناخته شته اونه ئې دښخیداځای معلوم دی، دښووني او روزنې عام کولو درواغ ژنو وعدوپه لړ کې په لسهاوو زره استادان ووژل،داوردو پیاوړی صاحب منصبان ئې تری تم کړل، مخور او دقوم مشران ئې رسوا او خیلخند کړل، دخلکو شخصی ملکیتونه ئې په غصب تصرف کړل، دبی حیائې نغاری په هر واټ،سرک او کوڅوکې په غږیداشوي.

له دی ټولو بدتره داچې نه ئې دهیواد په غرونو رحم وکړ اونه ئې په دښتو او بیابانونو، فصلونه ئې تباه او دغرونو ځنګلونو ته ئې اورونه ورته کړل دهیواد په لویشت لویشت ئې دبمونو باران جوړ کړ، پرته له محدودو غلامانو ټول هیوادوالو ژوند په سره تبی شوه.

دکمونستانو دفساد په ترڅ کې  یونیم ملیون افغانان ووژل شول دوه برابره معیوب او ټپیان شول، دوه برخي افغانان مهاجر او دهیواد په پریښودو مجبور شول، کونډي او یتیمان له حسابه بهر شول، دهیواد دشتی او میرو په شمول ځنګلونو ئې سخټ زیانمن شول، روسانو دافغانی کمونستانو په وړاندیزونو نیمه زروی بمونه وورول، دسکډ ،لونا او هورا توغندیو  توغول ورته دکلشینکوف دفیر کولوبرابر ښکاره شول،روسانو په دی طمه خپل پوځی قوت او پر مخ تللی وسلی افغانستان ته راوستلی ،چې دافغانستان په زیرمو قابض شي، افغانستان اشغال او افغانان غلامان کړي!!

مګر دالله سبحانه وتعالی دا ارشاد ته نه دی ځیر شوي؟

اعوذبالله من الشیطن الرجیم،

وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ.(البقره:۲۵۱)
یعني: که چیري الله (جل جلاله) په خلکو کې دځینو مخه په ځینو نورو نه وه نیولئ، نوزمکه به ټوله فاسده شوي وی،مګر الله  په عالمونو باندې دلوی فضل خاوند دی چې دمفسدانو مخه په مصلحینومجاهدینو باندی نیسي، والحمد لله علی ذلک.

دروسانو  غروراو دافغاني کمونستانو دسرتمبی په وړاندی دګوتو په شمیر مجاهدینو دمقاومت پریکړه وکړه او خپلی سینی ئې دوخت زبر ځواک مرمیو ته سپر کړي ، دهری ورځی په تیریدو دروسانو دظلم او وحشت غرور چې مستیده په هماغه پرتله په خدای دمئینو مجاهدینو دمقاومت لیکي ټینګیدلي او دمقاومت سنګر پراخیده!!
که دمجاهدینو دغه ټولی  زبون شوي وائی، سستی ئې ښودلی وی،له مقاومت ئې لاس اخستی وی او خپل ژوند ئې په استراحت کې خوښ کړی وي له افغانستان څخه به بخارا او له مسجدونو څخه به دنڅا او ساز سرود مرکزونه جوړ شوي وو، نه یواځی افغانان به دغلامی په جال کې نغښتی وو بلکه ټوله نړی به دکمونیزم دوینی چښونکی  داړوڅخه امان نه وو تر لاسه کړی.

بدنامو واکمنو روسان هم وغولول  دهغوی امپراطوری ئې هم له ستر ګواښ سره مخ کړه چې بالاخره اتحاد جماهیر شوروي په روسی واوښت!!
محکوم ریاستونه خپلواک، ملتونه ازاد او دبرلین دیوال ونړید.

دتیر مبارک ایت دتفسیر په رڼا کې مفسرین کرامو  مصداق ته ئې  پنځه نښی په ګوته کړي:

اول : خبری ،وړاندیزونه ئې په مکاری، مکاری غولونکې او جالبه وي

دویم: په خوله دګبینو وعدی او په زړه کې دزهرو غوټی پټی کړی وي، دښکار لپاره ئې تومه ښکاره او لومه پټه کړی وي.

دریم: بد ترینه دښمنان وي، چې درحم ماده په زړونو کې نه ښکاري.

څلورم: هر کله ئې وخت ترلاسه کړ او بر لاسي شول نه په ژوندیو رحم کوي اونه په فصلونو او ودانیوو.

پنځم:  دغرور او جهالت لامله نه دچا خبره مني اونه دچا نصیحت پری اغیزه کوي.

دا پنځه واړه نښی په روسانو او افغانی کمونستانو په ریښتینی توګه تطبیق شول،.،څرنګه چې دروسانو دعوی وه چې مونږ کور کالی ډوډی ورکوو، طبقاتی توپیرونه ختموو!!؟؟ دامپریالیزم مخه نیسو ، دسولی او امنیت په راوستو کې زیار باسو !!

دکور پر ځای ګور هغه هم نامعلومه، ډوډی پر ځای خاوره او دکالیو پر ځای خپل زړی جامی هم ترینه وویستل او ژوندي ئې ښخ کړل، هر کال چې دامنیت شورا او ملګرو ملتونو په غونډه کې له روسانو داشغال دپای غوښتنه کیده ددوی ځواب داو،چې مونږ دامیت لپاره راغلي یو هرکله امنیت ټینک او سوله راغله بیا مونږ نه پاته کیږو!!

مګر دا ټولی هیلی او اټکلونه ئې هغه وخت بابیزه او تالا تر غه شول چې دمجاهدینو کلک ګذار ئې په خوله وخوړ او غاښونه ئې یو دبل پسي ورژیدل!! بیا ئې دخلکو خبرو ته هم ونه کتل په تیښته وتښتیدل!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د