نظــر

اسلام سیاست او دیموکراسی فتنه ده

بسم الله الرحمن الرحیم

په دی هکله ډیرو منورو پوهو لیکوالانو ډیری لیکنی کړی  چه دیموکراسی  د اسلام په ضد جوړه شوی ،  نړیوال  استعمار د اسلام دین په رامنځته کیدو سره خپلی ټولی ګټی یو د بل پسی له لاسه ورکولی  ، نو د دی سپیڅلی دین له  منځه وړلو او کمزوری کولو د پاره یی له هر ډول وسیلو او دسیسو کار واخست خو کومه ستره ګټه یی ورته ونه کړه .
اسلامی نظام  وکولی شول چه  دحرص مخه ، چه د فسادونو  وسیله ده  ، ونیسی.

نو  په دی وسیله د پوره سولی او هوساینی په  تضمین  سربیره  د انسانانو تر منځ  ورورولی او یووالی  رامنځته  او رامنځته کیدونکی وه . دی تضمین د استثمارګرو پښی لړزولی ، هر ډول پلانونه  دسیسی او وسیلی یی جوړی کړی چه د اسلام او مسلمانانو مخه ونیسی .
 که د تاریځ  پاڼی واړوو،  یهودانو تل   د اسلام  اومسلمانانو له منځه وړلو ، بدنامولو ، ویشلو ، او کمزوری کولو د پاره  تر ننه  په تولو ساحو او اړخونوکی  په پراخه توګه هڅی او هلی ځلی کړی چه مسلمانان سره وویشی ، جنګونه ورسره وکړی مالی بندیزونو پری ولګوی، اسلامی منحرف  کتابونه چاپ او خپاره کړی ، په نظامی ، سیاسی ، فرهنکی  ، تبلیغاتی  او داسی نورو ټولو  یی خپله پوره وسه کړی مګر د ماتو او شرمندګیو سره مخ شوی ، خو دا هم نه شو ویلای چه هڅو به یی هیڅ اغیزه نه وی لرلی.
 لکه د مدیینی یهودانو څومره  دوه مخی او په خپلو ژمنو به یی وفا نه کوله ، څومره   کاذب پیغمبران  دوی خلق نه کړل ، دا چه  د عربو او عجمو د قومونو تر منځ به یی د نشنلیزم د فتنی اور ته لمن وهله ،  د خلفاوو تر منځ یی   د نفاق اور بل کړو تردی چه د حضرت علی کرم الله وجهه  او د بیبی عایشی رض تر منځ جګړی یی راولاړی کړی،د خوارجو فتنه  د یهودو په لاس جوړه شوه  ،مسلمانان د اهل تسنن او اهل تشیع په نوم وویشل شول  او تر ننه دا لویه فتنه شتون لری چه ځینی احمق او ناپوهه شیعه د حضرت عایشی رض او نورو جلیل القدرو صحابوو سپکاوی کوی د کفاروسره مینه او  خپلو کی کرکه او یو بل  ته کافر وایی اوځینی پکی داسی هم دی چه په رشتیا هم کفرته رسیدلی او یا  نزدی شویدی .
د  استعمارګرو یهودانو  کرکه  هله زیاته شوه چه مسلمانانو  له یوی خوا هسپانیا خپله کړه  او د تمدن بنسټ یی پکی  رانوی کړو  او د بلی خوا ترکانو نیمه اروپا، شمالی افریقا او د اسیالویه  برخه د اسلامی حکومت لاندی راوستل  . کله چه به اسلام خلکو ته ورسید نو بیا به هغو  نوو مسلمانانو د اسلام د خپریدو او پرمختګ  د پاره  قربانی ورکولی  او اسلام به  هلته د تل د پاره  پاتی شو.
یهودانو چه د مسلمانانو دا پرمختګ نه شو هضمولی ،  د( ماسونیزم) په نوم یی یو نوی نړیوال مقتدر ګوند  تاسیس کړو چه په دغه ګوند کی د دویلوی سرمایداران  ، مقتدر، مبتکر ، ډیر پوه ، تجربه کار او ډیر کینه کر یهودان او صلبیانو ګډون او غړیتوب  واخست .  دا د دوی لمړنی او ډیر اغیزمند او مهم  او خطرناک ابتکار وو ،  ډیر امکانات یی په لاس کی وو .

یهودانو ته دا معلومه وه چه مسلمانان په نظامی جنګونو کی مخکی ، له اوله ګټونکی جنګ کوی ،نه ماتیږی او لا نور قوی کیږی ، د مسلمانانو جنګ د مادیانو په خاطر نه بلکه د معنویاتو  د پاره چه د الله ج رضا ده  تر سره کیږی ، هدف ته د رسیدو د پاره خپل ژوند وسیله ګڼی  نو د دوی ماتول په نظامی ساحه کی  ډیر مشکل او ګران کار دی .
دوی له ډیرو فکرونو او پلانونو سنجولو وروسته دی نتیجی ته ورسیدل  چه مونږ باید د دوی  د  دین په شان یو شیطانی دین رامنځته کړو  ،  دا  پلان د لویو شیطانانو له خوا منظور او په دی باندی کار پیل شو .  د  اسلام دټولو اساساتو له  خبریدو  وروسته  یی  د( دیموکراسی) په نوم نوی  دین رامنځته کړو چه د اسلام ( سرچپه کاپی) وه  یعنی هغه څه چه به اسلام کی روا په دیموکراسی کی ناروا او هغه څه چه به اسلام کی ناروا په دیموکراسی که روا وټاکل شول.  ، نور ډیکوریشن یی هم ورکړو  . دا نوی دین یی په داسی وخت کی چه  یهودیت او عیسویت له خپل اصلی مسیر څخه  انحراف کړی وو ، رامنځته شو   ،  د زر ، زور او زیور  مثلت ټول په یو وجود کی خلاصه کیدلویعنی   د هغه وخت د دیکتاتوریو سمبول د هغه وخت دینونه او مشران یی وو  .
د اسلام سپیڅلی دین  بیا  په  ټولو هغو ملکونو کی چه د مسلمانانو تر تسلط او حکومت لاندی وو د تمدن او مدنیت ځانګو، د انسانی سولو او هوساینو تضمینونکی  او د انسانی پرمختګونو ، ساینس او تکنالوژی نوی دور وو  مګر دا چه ټولی  اروپا ته  په بشپړ ډول نه وو رسیدلی ، دا ځکه  مسلمانانو نه غوښتل چه په زور مخی ته ولاړ شی ددی په انتظار وو چه ګوندی خلک به په خپله  اسلام قبول کړی او په خپله به اسلامی حکومت تاسیس  اواسلامی  شریعت به پلی کړی. دا یوه اجتهادی خطا وه  ، او یا به د الله ج  اراده داسی وه چه د مسلمانانو ازموینه سخته او له سره  کړی.
 د نړیوال ګوند پلانونه  مخ په پریالیتوب مخی ته  ځکه روان وو چه یهودیت او عیسویت کی له مسخرو اومضخرفاتو زیات څه نه ښکاریدل  په پوهنتونونو کی به  ماسونیستانو ټول دینونه د ټولنی او تمدن د پاره د افیون مثال ښودلو او ویل به یی چه  د دوی په مقابل کی باید قیام انفلاب رامنځته شی  چه مونږ د داسی جعلی خدایانو مقابل کی بی خدایی او د بی خدایی دین ( دیموکراسی ) غواړو .
د ماسونیزم اصلی هدف  اسلام او مسلمانان وو . د ماسونیزم ګوند د سپټمبر د خودساخته او خود بافته پیښی په شان  د اسلام او مسلمانانو په مقابل کی د اروپا خلک واکسین کړل، اواسلام یی  د دوی د استثماری پروژی د پاره د تخریب عامل وګاڼه .  او اسلام یی دعیسویت او یهودیت انحرافی دینونو  په قطار کی ودراوو .   ټول دینونه یی ( د  دیکتاتوریو او مضخرفاتو سمبول) او د دیموکراسیی نوی شیطانی دین یی د  ( ټولو نیکمرغیو او ازادیو سمبول ) په خلکو قبول او ومانه . او ددی کار د پاره یی چه د یموکراسی د دیکتاتوری نظام په مخالف قطب کی قرارولری زیاته سرمایه او وخت مصرف کړو.
د خپلو تبلیغاتو په واسطه یی  دا  د نړی په خلکو او ناخبرو مسلمانانو قبوله کړه چه  دیموکراسی یعنی ټولی ازادی ، ټولی نیکمرغی ، د ظلم او ظالمانو په مقابل کی قیام ،  د سولی او تمدن تضمینونکی  ،  د خلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو باندی ،  دینونه له  حکومته او سیاسته لری کول او ګوښه کول ،  ټولنه په انسانی قوانینو  اداره کول  ، د ښځو ، ماشومانو او بشر د حقوقو مدافعین او داسی نور او نورو د پاره یواځنی جوړونکی او مجربه نسخه دیموکراسی ده.
د نړی استثمارګرو  په دغو هم  اکتفا ونه کړه او د نورو  نوو پلانونونو په ترڅ کی یی ( بی شمیره  ایزمونه)  لکه کمونیزم ، کاپیتالیزم ، نشنلیزم ، سکولریزم ، فاشیزم …. هم رامنځته کړل  چه ځوان یی په لومو کی بند پاتی شول چه  د هغو ایزمیانو په واسطه یی د هغه ملک ټولنیز جوړښت ویجاړ  ، خپلو منځو کی  یی په دشمنی واچول  او بیا په نوبت سره کله یوه او کله بل ایزم ته سیاسی قدرت په لاس ورکړی نو هغه ایزمیان   به د  وخت د استعمار لاسپوڅی مامورین وی  .
•       د ماسونیزم  شیطانی ګوند  د مسلمانانو د ويشلو د پاره هر اړخیزه هڅی کړی چه اسلام او مسلمانان یی په   افراطی  ، معتدل ،  بنیادی، مروجه او داسی نورو باندی ویشلی دی داسلامی علاماوو په  وسیله  په مسلمانانو دا ومنل شی  چه اسلام په خپله دیموکراسی ، یا اسلام هم دیموکراسی لری، یادا چه اسلام د یموکراسی سره کومه دشمنی نه لری او دا هم د اسلامی علماوو په خوله ورته وویل شی.
نن صبا د (  اسلام ، دیموکراسی ، سیاست او فتنی)لغتونه  خلک د دشمن په تبلیغاتو غلط معنی او تعبیروی ، زه به په دی هکله مسلمانانو ورونو او خویندو ته صرف دومره  ووایم چه  ددی اصطلاحاتو په استعمال کی استعمار تاسی ته بازی درکړی او تاسی یی د لویو غلط  فهمیو سره مخ کړی یاست چه اسلام له سیاست د او دیموکراسی له  فتنی جلا کړی کوم چه  سیاست  د اسلام او فتنه د دیموکراسی روح  تشکیلوی  اسلام  له سیاست  او دیموکراسی  له فتنو او فریب کاریو غیره مړه دی  .
مونږ که  سیاست تعریفوو  چه د یوی ټولنی مثبت کنترول او اداری ته وایی چه په هغه ټولنه کی د فرد استثمار په فرد باندی نه او یو انسان د بل انسان غلام نه  وی  . نو داسی مثالی  ټولنه به له اسلامه غیر د کوم دین او یا کوم ایزم په واسطه رامنځته شی ؟ نو  د سیاست دا تعریف د اسلام له  تعریف سره څه توپیر لری؟ ، ددی معنی دا ده چه اسلام سیاست او سیاست اسلام دی .
 اسلام د  نړی  ، ملک ، قوم ، کلی ، کورپه کچه  ، د ښخی میړه  او کورنی په کچه حتی د یوه  انسان د پاره  چه کوم حد حدود ، ضوابط او قوانین لری چه څه ډول اړیکی ، مسولیتونه خپلو کی  سره ولری څه  ډول  خوراک ، ناسته ولاړه  ، خوب ،ويښه  ،مرګ او ژوند ولری  دا په بل  دین او سیستم کی نشته اسلام یواځنی دین او منظم سیستم دی چه  انسانی ټول سیاسی  سیستمونه ورسره د مسابقی او حتی د مقایسی وړ نه دی  ، دا چه استثمارګروایی  چه  هر دروغ ، فریب کاری ، چل او چلبازی  حکومت داری او سیاست دی ، دا  عقیده لرل د استعمار درغلی او د خلکو تیرویستل دی ، چه د اسلامی حکومت رامنځته کول  هم  دشیطانی  حکومتونو په شان فتنه  وګڼو لکه څرنګه چه دیموکراسی د اسلام په مخالف قطب کی واقع ده همدارنګه( فتنه) د سیاست په مقابل قطب کی قرار لری  .
لنډا دا چه هر ښه کار سیاست  او  اسلام دی او هر بد کار  فتنه ، کفر او دیموکراسی ده  ، خو استعمار دا کلمی سره تعویض کړی ،فتنو ته سیاست او دیموکراسی ته اسلام وایی   او دا زمونږ په خپلو اسلامی سکالرانو ، نمامانو او د ډالرو په ګیدړانو مسلمانانو ته  تدریس کوی    .  په درناوی

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x